(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دفیسبوک ګټې

[26.Jul.2017 - 22:32]

دفیسبوک ګټې او تاوانونه

لیک: ‌ډاکتر لطیف یاد

که نن ورځ په پرمختللې نړۍ کې نوې او عصري ټکنولوجۍ موږ اوتاسو ټولو ته کارونه اسا نه کړي دي نوپه دې کې هم هیڅ شک نشته چې دګټو تر څنګ زیانونه هم پکې شته . زه دلته تاسو ته دفیسبوک ځینې ګټې او تاوانونه لیکم. دا زما شخصي نظر دی البته په تاسو کې به ځینې زما ددې نظر سره همغږی او ځینی به همغږی نه وي ، خو ستاسو نه زما هیله داده چې تاسو هم خپل ګټور نظریات راسره شریک کړئ چې ترې ګټه واخلو :

لومړی دفیسبو ک ګټې :

۱-دفیسبوک یوه ستره ګټه داده چې تاسو کولای شئ له دې لارې نه نوي دوستان پیداکړئ او له دې لارې خپله دوستي پیاوړې او ټینګه کړئ.

۲-هغه دوستان او ټولګیوال مو چې کلونه کلونه دمخه درنه جلا شوی دي کولای شئ دفیسبوک له لارې پیداکړئ او اړیکې ورسره ټینګې کړئ .

۳-دفیسبو ک له لارې یو دبل نه ډیر ګټور ټولنیز ، ساینسي او دبیلا بیلو علومو په برخه کې ګټور معلومات ترلاسه کولای شو.

۴- دفیسبوک له له لارې کولای شو چې یوه مو ضوع باندې بحث وکړو او دبیلا بیلو کسانو نظریات راغونډ کړو.

۵- دفیسبوک له لارې کولای شو دخپلو دوستانو سره خپلې ستونزې شریکي کړو او له هغوی نه ددغو ستونزو داوارولوپه برخه کې مرسته او ګټورې مشورې ترلاسه کړو.

۶- فیسبو ک یو بل ته دمعلوماتو د راکړې ورکړې ډیره ښه منبع ګڼل کیدلای شي.

۷- دفیسبو ک له لارې دخپلو دوستانو دخوښیواو خوشالیو دمراسمو لکه ودونو ، دزیږیدو 

دکالیزو دمراسمو او خدای مکړه دمرګ او غم نه خبریږو او دوی ته مبارکۍ اوډاډ ګیرنې ورکوو.

۸-دفیسبو ک له لارې یوبل ته لیکونه استولی شو او ددوی سره خبرې کولای شو.

دویم دفیسبوک زیانونه یاتاوانونه:

۱- ډیر کسان خپل زیات وخت پر فیسبوک لګوی .په حقیقت کې دغه کسان پر فیسبوک 

روږدی( معتاد) شوي دي چې داکار دوی دنورو ورځنیو او ټولنیزو کارونو نه ګوښه کوی او دلته هغه حدیث پر ځای دی چې وایی: (خیرالامور اوسطها ) یعنې په کارونو او چارو کې اعتدال غوره کار دی، نو موږ او تاسو لره بویه چې دفیسبو ک په کارولو کې دافراط نه کار وانخلو او برې روږدي ( معتاد ) نه شو.

۲- دفیسبو ک ډیره کارونه (استعمال) دانسان بدن په تیره بیا زړه ، مغزو او سترګو ته زیان رسوی ، نو موږلره بویه چې دکمپیوټر دکارولو نه هر یو یو ساعت وروسته دلسو دقیقو لپار ه خبله ستړیا وباسو او دکمبیوټر او فیسبو ک دپرله پسې او زیات استعمال نه ډډه وکړو.

۳- له بده مرغه یو شمیر ځوانان په خپلو فیسبوکونو کې ناوړه او غیر اخلاقي کلیپونه او ویډیوګانې خپروي چې دا زموږ د مذهب او افغاني او پښتني دودونو او رواجونو سره اړخ نه لګوي او یو شمیر کسانپه تیره بیا ځوانان او پیغلې د دغو ویديو ګانې و اوکلیپونو لیدلو ته هڅول کیږي چې داکار هم یو ستر ټولنیز زیان دي او باید ترې ډډه وکړو.

۴- ډیر داسې لیدل شوي دي چې دفیسبوک له لارې داړیکو په نتیجه کې ځوانان او بیغلې دوکه شوي دي چې پا یلې یې چندانې ګټورې او مثبتی نه وي او دکورنی جنجالونو او شخړو سبب ګرځي . نو هر ځوان او هره پیغله باید دې ټکي ته متوجه شي او دهر کس او ناکس سره چې دغیر اخلاقي کړو وړو څښتن وي دفیسبوک له لارې اړیکي ونه نیسي چې خدای مکړه بیا ورته ستونزې پیدا نه شي.

۵- په لویدیزې نړۍ کې د ډیرو طلا قونو یوستر علت دفیسبوک کارول دي.ځکه دښځو اکثره خاوندان دنورو ښځو سره درومانټيکو ( عاشقانه ) اړیکو له لارې خپله اصلي ښځه بریږدی او طلاق ورکوي او کله کله ښځې هم ورته کارونه کوي او دخپلو میړونو او خاوندانو نه طلاق اخلي.

۶- دارواپوهانو په اندد فیسبو ک کارونه ( استعمال) په ځینو خلکو کې رخه او کینه پیداکوي ،په تیره بیا هغه کسان چې په فیسبوک کې دځانونو نه نوښت ښيي ، ښه مطالب لیکي نو خپل نور سیال ملګری ورسره رخه او حسادت کوي .

۷-دفیسبو ک له لارې دجاسوسۍ ادارې او سازمانونه کولای شی چې ستاسو په اړوند معلومات راغونډ کړي او ستاسو پته، دتیلیفون یا موبایل شمیره ، ستاسو رازونه او نورې ځانګړتیاوې ترلاسه کړي .

دا زما په اند دفیسبوک ځینې ګټې او تاوانونه وو .هیله ده چې زما پر پاڼه په دې اړوند خپل نظرونه شریک کړئ .

په درنښت 

( یاد)

 
-
بېرته شاته