(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امن

[25.Jul.2017 - 13:19]

امن

لیک: پروفېسر محمد اسلام ارمانى

نن  د ګل مير کاکا خپل  کلى ته  د  راستنېدو  پوره  يوه  مياشت   شوې  وه  خو  په  دې يوه  مياشت کښې  هغه  يوه  ورځ  هم  د خپلو  پټو پولو نېغولو  او  اوبو  د لختو  جوړولو نه  په ارام  بالښت  ته  ډډه  نۀ  ده  لګولې  او  لا چې  د خپل  کور  په  رنګ شوؤ  ديوالونو  به  يې  نظر واچولو  نو تا به  وې  جوړې  په  دې  کلى  څۀ  ناشنا  شان  له  غدۍ  راغلې  ده.  دغسې  د دې کلى  هر يو کور  وران او ويجاړ پروت وۀ  چې  هر څۀ  پکښې  تس  نس  او  خوارۀ  وارۀ  پراتۀ  وو ګل مير کاکا چې  به کله  په دې  سوچ  او  فکر  کښې  څو کاله  وړاندې  د دې  کلى  په  حالت نظر  واچولو  نو دا کلے  ورته  سم  د جنت  ټوټه  ښکارېده  هغه  چې  به  کله  کله  د ځان  سره  لکه د لېونو خبرې  شورو  کړې  نو  وئيل  به  يې  يره  لس  پنځلس کاله  وړاندې  خو  دا کلے  داسې نۀ  وو دلته  په  دې  کلى کښې  څومره  اخلاص  او مينه  وه  ددې  اوسيدونکى  څومره  خوشحاله  او سوکاله  وو .دلته  څومره  امن  او خېر سګالى  وه  خدائے خبر   چې  دا  کلے  چا  د نظره  کړلو  چې اوس  پکښې  د هر  يو  انسان  د بل  نه  وېره  کېږى  او  هر  تن  بل  ته  د شک  په  نظر   ګوري. ګل مير کاکا  هغه  بله  ورځ  د دې  کلى  د ورانې  جاړې  حجرې  په  ډپه  ناست  وۀ  نو  مونږ  ورله  هم خواله  ورغلو  نو  مونږ ته  يې  د خپل  ځانه  دا قصه  شوور  کړله  اووئيل  يې  بچوړو! تاسو  ته  به ياد وى يا نه چې دلته د هغه  پورې کلى نه  بلها  خلق  په  کډه   راغلي  وو  او  دلته  ورله  د دې کلي  اوسېدونکو  په  سر سترګو د اوسېدو  او ناستې  پاستې  ځايونه  ورکړى  وو  خو  هيچا دا نۀ  وئيل  چې  ګنى  دا  خلق  مېلمانۀ  دي  او  يا  پردى  دى.  ځکه  چې  زمونږه  د ټولو  ژبه  يو شان  وه  مونږه  د يو  بل  په  دود دستور داسې  پوهيدو  لکه  چې  مونږه  ټول  يو  قوم  او يو  خلق يو او په  يو  بل  داسې  ګران  وو  لکه  چې  په  مودو  پس  مو  يو  بل  ليدلى  وى  کۀ  غم  به  وۀ  او کۀ  ښادي  د ټولو  به  هر  څۀ  په  شريکه  وو. عن  تر دې  چې  مونږ  ورسره  د خلې  نمړۍ  ډوډۍ هم  نيمه  کړې  کۀ  دال  به  وو  کۀ  ساګ  او کۀ  سوکړک  او  کۀ  سپوره  به  وه  د ټولو  به  په  شريکه وه  چا  هم  دا نۀ  وو  وئيلى  چې  ګنى  دا  پښتانۀ  مسلمانان  وروڼه  په  مونږ  بوج  جوړ  شوے دے  نه  نه  دا خبره  هيچا هم  نۀ  شوه  کولې  تر دې   پورې  چې  هغوى  دلته  لکه  د خپل   وطن د دې  خلقو  سره  ورکړه  راکړه  او  رشتې  کړې  وې  اوس  خو  هغه  مېلمانۀ   هم  لاړل  خو  په  دې کلى  کښې  نه  امن  راغلو  او نۀ  خوشحالى او يوه ورځ  داسې  هم  راغله  چې  د دې  کلي اوسېدونکو  هم  د امن  په  خاطر کوزو  علاقو  ته  کډې  اوکړې  او  خپل  ډک   کورونه  يې د لوئے  الله  په  اسره  پرېښودل  اخر  دا په  څۀ  دا ولې.؟  د دې  سوال  جواب   د هيچا  سره  نۀ  وۀ او کۀ  وۀ  هم  خو هر  چا په  خلۀ  لاسونه  ايښودى  وو ځکه  چې  د دې  ملک  واکدارانو  به  هر  وخت دا خبره  کوله  چې  ستاسو  په  کډه  کولو  به  دلته  امن  راشى  او ترهه  ګر  به  هم  ورسره  ختم شى  ځکه  چې  دغه  ترهه ګر  هغه  ملک  دښمنه  کسان  وو  چې  نۀ   يې  په  دې  خاوره  امن غوښتو  او  نۀ  يې دا خلق  داسې  خوشحاله او سوکاله  ليدې  شول. خدائے  خبر  چې  د دې  وران کارو څۀ  اېجنډه  ده  دا څوک  وو ؟او د کوم  ځائے  نه  دلته  راغلى  وو  د دې  سوال  ځواب  هم  د چا سره  نۀ  وۀ. اخر  دا چې  د دې  کلى  اوسېدونکو د دې  ځايه  کډې  اوکړې  دا کلے  يې  پرېښودو او تش لاس لاړل او په تلو تلو کښې هر  چا به  دا خبره کوله  چې  خپل  عمل  د لارې  مل  هيچا هم  دا نۀ  شو وئيلى   چې  مونږه  خپل  کورونه نۀ شو  پرېښودې مونږه  په  کډه  بل   خوا ته  نۀ  شو  تلے خو هغه د چا خبره  چې  زور راشى  نو  انسان  مجبوره شي .دغه  مشر  بابا به  وئيل  چې دېخوا  ډانګ  دے  او اخوا پړانګ  دے  د دواړو طرفه  په  ټول  کلى  ويره ، ترهه  خوره  وه. ګل مير کاکا به دا خبره اکثر  کوله  چې ځه  مونږه خو د حکومت  په  خله  بل  کلى  ته  کډې  اوکړلې او زمونږ  هغه  پښتانۀ  مسلمانان  وروڼه  هم  لاړل  خو  دلته  خو بيا هغه  زوړ  جماعت  او  زړې تراويح  دى. هېڅ  بدلون  پکښې  رانغلو  عن  تر  دې  چې  د دې  کلى د جمات  هغه  ملا  هم  حقه خبره  نۀ شوه  کولې  او لا ځينې  مشرانو خو  به  پکښې  لا  دا خبره  هم  کوله  چې  د دې  ملا  د دې کلى  په ورانى کښې  ښه  برابر  لاس  دے  هسې  پنځۀ   وخته  سجده  لګوى  نور يې  د زړۀ  نه  الله پاک  خبر  دے. ځکه  خو  حقه  خبره  نۀ  شي کولې چې کله  هم  د ترهه  ګرو  خبره  راشى نو دې  به  پرې  ځان  نا  غرضه  کړى.. يره  مشرانو هېڅ   هم  نۀ  دى  پرېښودې   هغوى  وائى  چې  کۀ  ورانه  ده  نو د خانه  ده  يا د ملا نه  ده. زۀ  په  دې  وخت  رو غوندې  ګل مير کاکا  ته  ورنزدے شومه  ما  وې  بابا  د سر امن  غواړمه  خفه  نۀ  شے  خو  يوه  پوښتنه  درنه  خامخا  کول غواړم . هغۀ  زر  زما په  سر  لاس کېښودو  وئيل   يې  بچيه!  وايه  وايه  چې  څۀ  دې  په  زړۀ  دى هغه  اووايه. ما  وې  بابا مونږه  ټوله  قصه  خلاصه  کړله  اخر  دا ترهه  ګر  څوک  دى   دا دهماکې  څوک  کوي  دا  حجرې  او جماتونه  څوک  ورانوى  دا بې  ګنا ه  خلق  څوک  وژنى  اخر  دا  قتل عام  به  تر کومې  دغسې  روان  وى.؟ بابا  مونږ کشر  کول  ته  خو  خپل   دوست  او  دښمن  اوښئې  چې مونږ خو ئې  لږ  ډېر اوپېژنو. خو ګل مير کاکا نه يوه کړله او نۀ بله  او زر يې  راته اووئيل  بچوړيه   ته  په  دې  خبرو نه  پوهېږے   تا نه  دى  اوريدلى.  چې  اے  شېخ فريده  خله  پټه  بهترى  ده او بيا څۀ لږ ساعت  پس  يې  ما ته  بيا  مخ  راواړولو   او  وئې  وئيل  بچيه ! دعا کوه  چې  اوس  امن  راشى  او  زمونږ  لوټې  لوټې  کورونه  بيا ودان  شى .زمونږه  لوټ  شوى  کټ بسترې ،سامانونه بيا د سره  نوي  شى .زمونږه  د فصل  د کرلو  رېبلو  پټى  بيا د سره  د دې قابل  شى چې  مونږ  پکښې  په  ازاد  مټ  غله  دانه  کرلے  ريبلے  شو  ځکه  چې  چرته  امن  وى هلته  خوشحالى  او سوکالى  وى  خو  راځئ  چې  دا لوظ  تر سره  کړو  چې  مونږه  به  په  هر يو ترهه  ګر او وران کارو ښۀ  ژور نظر ساتو  نو بيا  تۀ  ګوره  کنه  چې  دلته  امن  راتلے  شى  او کۀ  نه .. لکه  چې  يو  شاعر وئيلى دى. 

تار تار  پروت دے  چا راټول  نۀ  کړو سائله              

 د پښتون  وطن  ګرېوان  د لېونى  دے

او بابا بيا  يو سوړ اسويلے  اوکړو  او  وې  وئيل 

بيا به  کۀ  خېر وى  زمونږه  دا  ګرېوان داسې  شلېدلے اوتار په تارنۀ  وى چې امن  راشى. پاڅون/مردان

-
بېرته شاته