(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستورى څۀ وايي

[25.Jul.2017 - 13:16]

ستورى څۀ وايي

لیک: ډاکټر محمد طاهر بوستان سوات 

دلو  19جنورى  نه  12فرورى  پورې: 

په دې ورځو کښې د يخنۍ امکان  دے  په  دې  وجه  د کاځرو حلوه استعمالول پکار ده  په سفر کښې  د بې وقوفو سره د يو ځائے  کېدلو  شک  دے  بلکه د دوى سره  د ناپائيدار تعلقات  جوړيدو مسئله  هم  راتلے  شى  د دې  نه  علاوه غېر محتاط  خبرو  په  وجه   ستاسو د غاښونو د ماتېدلو شک هم  دے  د کور ودانې  سره دجنګ  دپاره  د ښکرو خارښتېدو امکان  هم  شته.

جدى 22 دسمبر نه 20جنورۍ  پورې: په دې ورځوکښې  د سکول نه د چهټيانو  امکانات  هم  شته  په  دې  وجه د سکول  فيس  پيشګى  ادا کولو کښې ستاسو  خپله  فائده  ده. د چا  له  طرفه  تاسو تاڼې  ته  هم  تللے  شئ چې  په  دې  وجه  په تاسو پورې ستاسو خپلوانو ته د پشاړو  موقع هم تر لاسه کېدې شى. د مېلمنو د راتلو  امکانات  ډېر قوى دى. ددې  دپاره د اول  نه  قرض د خواؤ شا ګاونډيانو  نه راواخلئ  په شرط ددې  کۀ  ستاسو د حالاتو  نه  خبر نۀ  وى  په  دې  ورځو  کښې  تاسو ته د نمونيا لګيدو خطره  هم  کېدې  شى.

حوت19 فرورۍنه 20 مارچ پورې:په دې ورځوکښې د سپرلى موسم راتلے شى هم د هغه وجه ده چې دکورودانې نه علاوه تاسود بل چا سره په پارک کښې دنيولوخطره ده دکاروبارى دوستانو نه په دې ورځو کښې  په ډډه ګرځئ په دې ورځوکښېتاسو بې مقصده  تقريرونه  هم  کولې  شئ. 

برج  حمل 21مارچ نه 21اپريل  پورې: په  دې  ورځو کښې  خو موسم  ښه  په  ډنګ  ډونګ  وى  په  کور کښې   به  خوشحالى  وى  ځکه  چې د وړو مور د پلار کره د تللو  مضبوطه  اراده  ده  کۀ  په  رضا  وى  او  کۀ  په  جنګ تاسو  د کور مالک  د خپل  کور نه  ويستې   شى  ځکه  چې  د تېرو شپږو مياشتو کرايه  پاتې ده  نو ضرورى  دا ده  چې  په  دې  ورځو کښې  کور ته  ښۀ  غټه  تالا  واچوئ  او  بالکل  غېب شئ . کۀ  په  دې   ورځو کښې  ستاسو  يوه  يوه  ګېنټه   په  ارام  سره  تېره  شى  نو  صدقه ورکړئ. 

برج  ثور 22 اپريل  نه 20 مئ  پورې: په  دې   وختونو کښې  د شربت  ډک  کاټن  کور ته  راوړې  په  کور کښې  د مچانو مېله لګېدې  شى  په  کور کښې  د کور ودانې  سره  د ابۍ  د مخې  په  ښکلى  موډ کښې  خبرې  مۀ  کوئ. او کۀ  زړۀ مو نۀ  صبرېږى  نو ابۍ  له  اول  د زرو  روپو نوټ   ورکړئ  د قرض  دارو  راتلو  په  وخت  اية  الکرسى  وائې.

جوزا 21 مئ  نه 21 جون  پورې: په  دې  سخته ګرمۍ  کښې  د ډېر  احيتاط  ضرورت  دے   ولې  چې  د حکومت  خلاف  په جلوس  کښې  د شرکت  دپاره  ستاسو  وجود  خارښت  کولے  شى.  د بجلۍ  د لوډشېډنګ  په وجه  سرکارى  سازوسامان ته  د نقصان  رسيدو  خطره  ده  د غېر ملکيانو سره  د ملاقات   په موقع  د خپل ملک  د غېبت  موقع  تر لاسه  کېدې  شى  د نمر  د رڼا  نه  د بچ  کېدو  دپاره چشمې  ضرورى  دى.

برج  سرطان  22 جون  نه  23 جولائى  پورې: په  دې  ورځو کښې  د اعلى  خوب ليدو دپاره  د غرمې  وخت  موزون  دے. د نورو خلقو په معاملاتو کښې  ګوتې مۀ  وهئ  ولې  چې  ګرمى  ده  زخم  زر نۀ  جوړېږى  د اولاد  د کارنامو په وجه  ستاسو  جېل  ته  د تلو  ښه  مضبوط  امکانات  دى. د نوکرانو  سره  ښه  سلوک  کوئ هغوى  په سره غرمه کښې بار بار بازار  ته  لېږئ  ټى وى  نه  ښه  فائده  واخلئ  ولې  چې  داسې چهټيانې   بيا نۀ  راځى. 

برج  اسد 24 جولائى  نه 23 اګست  پورې: په  دې وختونو کښې د ګاونډيانو سره د جنګ  خطره  ده  تماچه  تياره  ساتئ. تاسو د نظره کېدے  هم  شئ  بيوټى  پارلر ته  تلل  فضول دى  ولې  چې خولې ميک  اپ  زر  خرابوى  په وادۀ کښې  ډېر خوراک او د خوراک نه  پس ګډا په  وجه  د بيمارېدو  امکان  هم  شته  د  ډېرو مصروفياتو په  وجه  تاسو  حجامت  لوئيدے  شى  چې  د مياشتې په اخره  کښې يې دکولوامکان  دے  صدقه  خيرات ته  لاس  نيول  راتلے  شى.

برج سنبله 24 اګست نه23 ستمبر پورې:. په دې ورځو  کښې د خفګان  دوره  راتلے شى  ځکه  چې  يو  خو د خزان موسم دے او بل دا چې ستاسو د ګاوڼدۍ سره د جنګ امکان هم دے کورنى حالات به  ټيک  نۀوى په امتحان کښې دفېل کېدو امکان دے ستاسو د ناخوښې جينۍ سره د نکاح  کېدو خبره هم کېدې شى دملازمت په سلسله کښې د افسر غصې ته تيار اوسئ د ټرېفک پوليس نه لرې او محتاط اوسئ.

برج ميزان 24 ستمبر نه23 اکتوبر پورې :.په ناپ تول کښې  خيال  ساتل  پکار دى  شراکتى کاروبار مۀ  کوئ  د مونځ  پابندى  ضرورى ده او د الله دپاره  چې  ډوډۍ ته  کښېنئ  نو بسم الله  ضرور وائې بې برکتود ډېر زوړ دوست سره د مېلاوېدو خطره  ده  په  دې  وجه  به جېب  کښې د پېسې پېسې ساتئ ګورې  دکاندار قرض  نۀ  ورکوى  اوبيا تاسو خو ماشاء الله بدنام  هم  نۀ يې .د خاندان د مشرانوپه مشوره چرته عمل  اونۀ کړئ  د کورودانه چمچه ګيرۍکښې خوخېر دے.

برج عقرب 24 اکتوبر  نه 23 نومبر پورې :. کومې  کپړې  چې شليدلى وى يا زړې  شوى وى هغه  خيراتى ورکړئ  غېرملکى سفر دپاره  پاسپورټ تيار کړئ او د ټکټ  دپاره د ښځې  کالى  ته  د اوس  نه  د ښځې  چمچې شروع  کړئ په  شرط د دې  کۀ  د هغې  کالے  وى  د نوى  کاروبار، سمګلنګ  افر کېدې  شى  ستاسو  د چا سره  غټ  جنګ  کېدې شى  ځکه  پټۍ  او  ټينکچر هر وخت  تيار ساتئ.

قوس ٢٣نومبرتا ٢٢دسمبر پورې : د بې روزګارء ختمولو دپاره  پبلک سکول  پرانېزئ، د شهرت  سره  به  تاسو  د خلقو  طعنې  هم  اورئ  د کار د زياتى  په  وجه  تاسو  تبه  هم  نيولے شى. په دې ورځو کښې د شپې  ښه د خوب  کېدلو  امکان  دے. د سحر  مانځۀ  له  ضرور پاڅئ  د سکول  پرنسپل  د هوم  ورک  مکمل  نۀ  کولو  په  وجه  په  تاسو  غوږونه  نيولې  شى په  سفر کښې  د چا سره  خبرې  مۀ  کوئ. کېدې  شى  چې  د هغۀ  هم  په  تاسو  قرض  پورې  وى او تاسو اوپېژنى. ښۀ  صفا جامې   ښاو پېزار استعمالوئ  چې  خلق  دهوکه  کېږى  ګنى  هسې  خو تاسو  پاڅون/مردان

 

 

-
بېرته شاته