(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشحال خان په قام اوملت

[25.Jul.2017 - 12:34]

خوشحال خان په قام اوملت مئین شاعر
لیک :. ملک رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه
دخوشحال قدرکه اوس په هیچانسته
پس له مرګه به یې یادکړي ډیرعالم

دسترخوشحال خان خټک بابادغه شعریوحقیقي اړخ لري.کله چي خوشحال خان باباژوندی وو.نوله ډیرونامردوپښتنواوله خپل زوي بهرام خان سره یې هیڅ ډول قدرنه وو.دې خلګودخوشحال خان باباپرځاې دمغلوملګرتیاکوله.اودخوشحال خان باباسره په جنګ وو.که یوخواته دغه نامردان دخوشحال خان باباسره په جنګ وونوبلي خواته په قام اوملت مئین خلګودخوشحال باباقدرهم کولواوملګرتیایې هم ورسره کوله که څه هم له دې پښتنوسره خوشحال باباپه هغه زمانه کښي کله چي دمغلوسره نوکروو.جنګونه هم کړي وو.خوننګیالوپښتنودغه هرڅه یې کړلو.اودخوشحال خان باباسره اوږه په اوږه دمغلوپه ضداودپښتون افغان ملت دخپلواکۍ دپاره په جنګ بوخت وو.دغه خوشحال خان بابادننګ اوغیرت برکت دی چي پښتانه یې نن هم دڅلورسوه کاله وروسته دیومېړاني ،توریالي،ننګیالي اوجنګیالي پښتون په حیث پېژندي.اودخوشحال خان دغه شعریې په حقیقت بدل کړی دی اواوس پس له مرګه یې دڅلورسوه کاله وروسته هم پښتانه دخوشحال خان بابا په نامه یادوي.اودبهرام خان ترڅنګ په هغونوروبې غیرتوپښتنولانت واي کوموچي دخوشحال خان په ضددمغلوملګرتیاکوله.
خوشحال خان څوک وواودکوم ځاې وو:. خوشحال خان دشهبازخان خټک زوي.دیحیاخان لمسی اودملک اکوړه خان کړوسی وو.په 1022هجری 1213عیسوی کښي په اکوړه خټک کښي زېـږېـدلی.په خټه خټک پښتون افغان وو.اکوړه خټک دخوشحال خټک ورنیکه ملک اکوړه خان آبادکړی دی.پلاراونیکه یې دمغلولخوادلوې لاري دساتیندویه په توګه ګومارل سوی وو.کله چې پلارپه یوجنګ کښي ژوبل سواوپه حق ورسېدی نوخوشحال خان خټک دخپل قام مشروټاکل سو.اوددې ترڅنګه یې هغه دنده هم په غاړه سوه کومه دنده چې پلاراونیکه ته مغلوورپه غاړه کړې وه.خوشحال خان ته دخپلي مېړاني اوننګ په خاطردمغلوپه دربارکښي ډیراوچت مقام ورکول سوی وو.دمغل باچاشاه جهان دمرګ وروسته اورنګ زیب باچاشو.هم له دې ورځي دمغلواوخوشحال خان ترمنځ اړیکي څه خرابي شوې.اوداورنګ زیب باچاخوشحال خان ته نیت بدشواوداډیریې په زړه کښي وو.چي هسي نه وي دغه زمری،ننګیالي خوشحال خان زماوواکمني ته خنډشي.نوسمدلاسه یې خوشحال خان ونیوی اوبندي یې کړی.دڅومودې وروسته یې بېرته خوشي کړی.اووخپل هېوادته یې دتلواجازه ورکړه.
دخوشحال خان خټک اودمغلوترمنځ ډیرجنګونه وشول.خودجنګ دلاري مغلووخوشحال خان خټک ته ماته ورکولوکښي بریالي نه سو.نوبیایې بله لاره خپله کړه هغه وه دپېسولاره،دڅوکۍ اودواک واختیاراودملکۍ اودسردارۍ لاره.مغلوپه ډیره چالاکي سره دخوشحال خان خټک په ضددهغه زوي اونوربې ننګه پښتانه راټول کړل.اودخوشحال خان په ضدبه یې لښکر کول.
خوشحال خان خټک چي دمغلوسره کومه دوستي وو.هغه هم خوشحال خان په راستۍ سره کوله.اوکله یې چي مغلوسره بدسونوهغه خودومره نورپه راستۍ سره کول.ځکه چي بدخویواځي دخوشحال خان دکورنۍ نه ووبلکې دټول پښتون افغان بدوو.دخوشحال خان دکورنۍ یوڅوغړي خوله مغلوسره جوړوو.اودخوشحال خان په ضدوو.خوشحال خان دمغلوسره خپله دوستي داسي بیانوي:.
لکه زه وم په راستۍ په دوراستۍ کښي
دمغل په خدمت کښي نه ووبل افغان
دلته خوشحال خان باباحقیقت بیان کړی دی.اوکه داووایوچي وځانته یې یوډول ګله هم یاده کړې ده چي تاله مغلوسره په راستۍ دوستي وکړه خومغلوخومغلووو.په خپل کورکښې دخوشحال خان باباپه ضدخلګ راواپارول.نوخوشحال خان هم خپل دزوي په حقله بیاداسي واي:.
څوک بهرام غوندي محنوس بدبخت بخیل شي
ښه شامت یې خپل خانه شي تارپه تار
کله چې خوشحال خان باباله خپل زوي سره په جنګ اختی کړی.اوزوي یې دمغلودپاره دخپل پلارپه ضدلښکرونه جوړول.اودخپل پلارسره یې سیالی کوله.اوغوښت یې چي خپل پلارومغلوته په لاس ورکړی.اومغل وبهرام ته به سوغات کښي دقام مشري اودلوي لاري دساتیندویه وظېفه په لاس ورکړي.دې نارواانسان ودې ته نه کتل چي خوشحال خان یې پلاردی خودې بهرام غوښتل چي دمغلولخواسوغات واخلي اودمغلوتالۍ څټی پاته شي.اوپه دې حقله خوشحال خان باباډیرښه ویلی دی چي زه دبهرام خان دپاره غم یم غم په دې یم چي هغه غواړي مامغلوته په لاس ورکړي اوزه په لاس نه ورځم نوهم په دې دبهرام دپاره زه غم یم.اولکه زه چي دبهرام دپاره غم یم هم داسي بهرام زمادپاره غم دی زمادسردرددی.هغه په دې چي دابې لاري زوي مي هڅه کوي چي مالاس تړلی دمغلوپه لاس ورکړی.اوزه غواړم چي له مغلوسره خپل غچ واخلم خپل قام تېرآزادکړم خودغه بهرام مي په لاره کښی خنډدی.
شوم بهرام مي غم دځان شو
زه هم غم دده دځان شم
اوبل ځاې بیاواي:.
داهم ځاې دتعجب دی که یې وینې
چي لښکري په خوشحال که بهرام خان
دابه څنګه دتعجب خبره نه وي چي زوي خپل دپلارپه ضدلښکري کوي.اوغواړي چي خپل پلاروپرېدوخلګوته لاس تړلی په لاس ورکړي.کله چي دیوزوي دغه حال وي نودپلارپه زړه به څه تېرېږي.یوانسان دنیمي نړۍ سره جنګېدلی سي خودخپل کوردیوه تن سره هم جنګ نه سي کولاي .که داوایم چي دخپل کورجنګ انسان په ملاغوڅ ماتوي.نودابه بې ځاېه خبره نه وي.خوشحال خان بابایوسترانسان وو.چي خپل ددې زوي دنامردۍ برسېره یې هم زړه دقام دآزادۍ اودخپلواکۍ دجنګ دپاره چمتووو.اودمغلوسره یې دخپلي کرکي اظهارداسي کولو:.
چي مغل وته مي وتړله توره
درست پښتون مي دعالم وته ښکاره کړو
دمغل وته به هسي کارښکاره کړم
چي راضي راڅخه روح دفریدخان شي
اورنګزیب بادشاه زړه ډک په لاهورراغی
ګوره ګانده به څوک وران څوک به ودان شی
خوشحال خان خټک په خپله غیرتي وو.غیرتي اوننګیالي پښتانه یې خوښ وو.خوشحال خان خټک پښتانه ودې ته هڅول چي له مغلوخپلواکۍ واخلي اومغلوپه خپله خاوره واکمنۍ ته پرې نه ږدي.خوشحال خان خټک غوښتل چي تل دمغلوپه ضدخپل سنګرتودوساتي.خوبیاهم پښتانه خوپښتانه دي لکه څنګي چي ننګیالی دی هم دغسي ډیرپکښي سته چي هغه ترخپلواکي یې غلامي خوښه ده.ترخپلوپښتنویې مغل اونورقامونه خوښ دي.داسي خلګ یواځي پخوانه وو.بلکې اوس هم سته چي ترخپلوپښتنویې نورقامونه خوښ دي اوغواړي چي نورقامونه ته خپل دواک اواختیارواګي په لاس ورکړي.وداسي پښتنوته خوشحال خان پخوالادانصحیت کړی وو.
ترمغلوپښتانه په توره ښه دی
که په پوهــ پښتانه وي څه هوشیار
بل ځاې بیاواي:.
په جهان دننګیالودي دادوه کاره
یابه وخوري ککرۍ یابه کامران شي
خوشحال خان باباخوپه خپله په هرډګرکښي کامرانه پاته شوی دی.هغه غوښتل چي پښتانه تل ترتله داسي کامرانه پاته شي.دنورودغلامۍ نه خلاس وي.په خپله خاوره یې خپل واک اواختیاروي.خوشحال خان باباپه ښه توګه ودې ته اشاره کړې ده چي په جهان کښي دننګیالودادوه کاره دي.یابه بریالی سي اویابه دوطن په ننګ شهیدشي.خوشحال خان ددې شعرڅخه داڅرګندېږي چي په هغه زمان کښي دپښتون دبقاستونزه دنن په شان وو.لکه څنګه چي نن په یوېښتمي پېړۍ کښی دپښتون دژونداوبقاستونزه په هغه زمان کښي هم دغه ستونزه وپښتون قام ته ورپېښه وه.یوخوادمغلولخواوهل کیدل اوتنګول کېدل.بلي خواته دمغلوتالي څټوخانانو،سردارانواودملکانوسره پښتانه په جنګ وو.لکه نن چي په جنګ دي په لراوبرکښي پښتانه وژل کېږي.پښتانه وهل ټکول کېږي خودپوښتني سړي یې نشته.خداې دي وکړي چي یوبل خوشحال خان دپښتنوپه کورکښي وزېږي چي یوخواتوري خاوند یی اوبلي خواته دعلم اوهنرخاوندوي.
خوشحال خان دپښتون قام ملي مبارزاوتورزن شاعروو.دخوشحال خان په شاعري کښی هراړخ سته خوموږیې په وطني اوقامي شعروخبري کوو.کله چي خوشحال خان دمغلوسره خپله لاره جلاکړه اودافغان په ننګ یې وتړله توره نوله هم دهغې ورځي یې یوشمېرخپلوان،دوستان اوزوي دخوشحال خان په ضدسو.ځکه چي دې خلګونه غوښتل چي دمغلونوکري پرېږدي اومراعات یې پرېږدي.هم دغسي مغلوهم نه غوښتل چي خوشحال خان دپښتون اوفغان په ننګ توره وتړي اودپښتنوطرفداري وکړي .اودمغلوقافلې دپښتونخواپه لاره دتېرېدوپه مهال لوټ شي اویاپښتانه قبضه ورباندي وکړي.نوهم له دې کبله یې خوشحال خان بندي کړی وو.خوخوشحال خان ددې بندهیڅ ډول پرواهم نه کوله اوکله چي آزادشونوپه قامي فریضه ترسره کوله کښې لوې لوب لوبولوهڅه وکړه.خوشحال خان خټک چي دافغان په ننګ توره تړله نوداسي یې وویل:.
دافغان په ننګ مي وتړله توره 
ننګیالی دزمانې خوشحال خټک یم
دخوشحال خان دافغان په ننګ توره تړلوسره سم خوشحال خان داپه عمل ثابته کړه چي خوشحال خان په ننګ یې افغاني توره تړلې ده.اوپه ننګ افغاني ولاړی.خوشحال خان ترڅنګ دوه نه هېرېدونکي سترمبارزینولکه ایمل خان اودریاخان هم داثابته کړی چي دوي هم دخوشحال خان باباسره په ګډه دافغان په ننګ توره تړلې ده.خوشحال خان چي کله دافغان په ننګ توره وتړله نوبیایې له مغلوسره دخپل ملګروایمل خان اودریاخان په مرسته ډیرجنګونه وکړل.مغل دخوشحال خان ومړاني اوغیرت ته غاښ په ګوته وو.چي خوشحال خان خټک څنګه نه ستړی کیدونکې مبارزدی.چي دکوریوشمېرغړې هم دمغلوملګري دي خوبیاهم خوشحال خان خټک دمغلوپه ضددی.اودپښتون قام دبیداره کولوهڅه کوي

-
بېرته شاته