(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اشرارې بمونه

[12.Jun.2017 - 21:13]

اشرارې بمونه 

لیک: محمداکبر کرګر

د۱۹۹۲ کال دحمل دمياشتې وروستې شپې ورځې وې . هغه مهال په کابل کې ووم . دوېرې او اضطراب شيبې وې . زما يو ژورناليست دوست تازه دمه دکابل دانترکانتيننتال هوټل کې له يوه مطبوعاتې کانفرنس نه راغلې وو. رنگ يې زيړ تښىتيدلي او  وارخطا بريښيده . په مطبوعاتې کانفرنس کې مشهور نړيوال بډې خور  بنين سيوان خبرې کړې وې،ملگرې مې دهغه خبرې په ډېرې نهيلئ اوناميندۍ راته وکړې  . هغه وېلي وو:  

 (( هغه چې له ننه (۱۹۹۲ ) دمخه په افغانستان کې مړه دي ۔ اودافغانستان يا ددغه ملک سبا په خپلو رڼو سترگو نه ويني ،نيک مرغه وو. چې يوه هيله يې درلوده  اوهغه يې له ځانه سره   وړى دى . )) څو لنډو شپو ورځو کې دداکتر صيب شهيد نجيب ا لله حکومت سقوط وکړ . هر څه تارومار شول . وايي چې دصدراعظم يا دوزيرانو دشورا ريس دفتر چې يو غټ سالون ته پاتې کيده اوکله ناکله هلته درسمي کارونو پسې ورغلې ووم .  هلته  يوه لويه غالۍ چې په يو فرمايش اوبدل شوې وه اوله ډيرو کلونو راهيسې په دغه دفتر کې پرته وه ، ټوپک والا وو چې دفتر اشغال کړ اوبيا ورننوتلي وو ، نو چې څه وو هغه يې خپلو ميرمنو ته وزغلول ، دغالي په باب يې پريکړه وکړه چې دا بايد په څلورو برخو وويشي او په خپلو منځ کې يې وويشي . غالۍ يې په گامونو اندازه کړې وه اوبيا يې يوه تېره چاکو باندې په څلورو برخو قيچې کړې وه . داټکل له مخې به هر کس ته نهه نهه متره ور رسيدلي و ې . اودصدارت دفتر يې په دې توگه  لوڅ کړى وو. 

کاکا رحيم چې  دليکوالو ټولني غړو به چاچا رحيم باله ، ژبه يې هم بنده بنده کيده اوپه سختئ اوکړاو ترې خبرې را وتلي . داسې لکه چې دوېنې فشار يې درلود ، ځکه وزن يې هم زيات وو، خو دشرافت اوانسانيت پرې تمامه وه ، بيوزلي سړى و، که ژوندى وې نيک مرغه دي وي اوکه نه وي خداى دې وبخښې . هغه دليکوالو ټولني يو دريور وو . موټر يې ترې په لومړئ ورځ ټوپک والاوو اخيستى اودې يې پلې رخصت کړى وو. 

يو سهار چې دليکوالو ټولنې انگړ ته دنورو ملگرو سره ننوتم هغه ولاړ وو.  چې ورنږدي شوم را ته يې کړه : (( صيب ديشب قيامت خدا را ديدم ، اميجه (همين جا ) نفر هاى قوماندان جلندر چنتن از بچه هاى ه ز ار ه   را  اورده بود تاصبح فغان نرا کشيدند ، ))بل ملگري پوښتنه وکړه ولې وهل يې ؟ نى صبح لواطت ميکردند . قوماندان جلندر چې په رنا ورځ به يې چرس وهل اودليکوالو ټولنه يې دچرسيانو په انجمن بدل کړى وه . دشکردرې اود سياپ له کسانو نه وو. 

په بل سهار  چې کله راغلو ،په هماغه دفتر کې چې غونډې به کيدلې ، ددفتر په منځ کې درې ځايه   مرداري شوې وه .ټوپکيانو خپل حاجت هلته رفع کړى وو. 

يوه ورځ غرمه مهال له کوره ووتم اودلومړي مکروريانو پر لور تللم چې دمکروريانو څلور لارې ته نږدي دبلاکونو په منځ کې  وينم چې له يو دولتې ټانک نه لوگي خييژې اوسخت غرهار کوي ، څو تنه ټوپک والا يې پر سر ناست دې  په قهقه خاندي اوټانک پر مخ ځي کله چې ټانک ته ځير کيږم گورم چې دټانک شاته دځمکې لاندې داوسپني کيبل غوټه شوى اودکانکريټ ځمکې نه کيبل راباسي .ځمکه اوکانکريټ څيري کيږي  اوکيبل را بهر کيږي . کيبل داوسپني په توگه دپلورلو لپاره ويستل کيده . 

 يوه ورځ زما د هستوگنې دبلاک شاته  دوه درې بلاکه وړاندې  يوې نجلۍ چې ناهيد نوميده  له کړکۍ څخه  ټوپک ولاوو په نښه کړې وه ، ټوپک ولا ورپسې پورته ورختلي وو . کله چې ټوپک والا دهغې  دکور دروازه ماتو ې ، نجلۍ  وارخطا کيږي اودخپل عفت او حرمت دساتلو په موخه ځان له پنځم منزل نه راغورځوي ، اوځاى په ځان دشهادت جام څښي . 

زما داوسيدو دبلاک شاته  په ۱۱۰ بلاک کې د اطلاعاتو اوکلتور وزير بشير رويگر کور وو ، هغه څه موده تر مخه اروپا ته تللي وو ، صديق چکر ي دخپلو ټوپک والاو سره په کور ننووت ، دروازه يې ماته کړه اوټول داروندار يې غنيمت واخيست ، له هغه وروسته دفردوسي ليسه چې دبلاک په مخ کې موقعيت درلود  هره ورځ دفردوسې ليسې څوکئ اوميزونه دغه کور ته را وړل کيدل ، دفردوسي ليسه  پخپله په يو پټ زندان بدل شوې وه ، لکه چې يو ژورنالست هم دلته وه ټکول شوې اوبيا وژل شوې وو، 

دا يادونې مې دتيرو ورځو دبمې بريدونو په تعقيب دپخوانو ټوپکوالو ددويم نسل دمظاهرو بيا ذهن ته  را ژوندئ کړې . سره له دې چې ډيره بده اوناوړه پيښه وه ، بيگناه انسانا ن په کې ووژل شول . ميندي بورې  ميرمنې اوچنغولي کونډې پلرونه په ملا کړوپ  ماشومان يتيمان شول اوپه سلگونو ميند وزگيرويو وطن پر سر واخيست ، خو يو شمير بې فرهنگه اشرارې نسل دخپلو موخو په خاطر بې سره اوبې بوله شعارونه سر کړل ددې له پاره چې دهيواد  دخلکو دوښمنانو هدف وگرځوي. ددوښمن داهدافو په توجيه کولو کې يې ونډه واخلي  . 

نو بمونه اوچاودنې په ملک کې ډول ډول دې  ،يو دمور بم په توگه بل  ټانکري بم ، اوبل هغه بم دې  چې له شلو کالو زياته موده وشوه چې هره ورځ زموږ په وطن کې  را وليږي دالله اکبر په نارو سره پرې خلک وژني. اشراري بم .

 
-
بېرته شاته