(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ساهو لیکونکیو مرکې

[10.Jun.2017 - 15:07]

تاریخ به د زبیرحسرت په کتابونو کې د فاروق فراق د صدارت کیسه هم لیکلي وي !

لیک: میافاروق فراق

د هر بنده په ژوند کې څه خوږې، ترخې خاطرې وي چې له هغې څه وئیلي شي اؤ څه ویل پکې بیا لکه د خوشحال خان خټک لویه سینه اؤ لوړه حوصله غواړي!

زه هم چې کله کله د ژوند په تیرو واقعاتو اؤ مشاهداتو غور کوم نو د ځینو خبرو نه پکې ډیر خوند اخلم !

غواړم چې داسې کله کله تاسو سره هم له دغو خاطرو څخه یوه یوه شریکووم ، نو دا یې لمړۍ خاطره ....

دپيښور په سوئیکارنو چوک کې د اردو سائنس بورډ په دفتر کې به د هر ګل یا دوشنبې په ورځ د ساهو لیکونکیو مرکې غونډه کیدله.

قلندر مومند صیب د مرکې عمومي سکتر ؤ اؤ هره اوونۍ به ډیر لویې لویې ادیبان اؤ دانشوران دغو تنقیدي غونډو ته راتلل لکه په مشرانو کې سیف الرحمان سلیم صیب ، لطیف وهمي صیب ، سلیم راز صیب، ډاکټر شیرزمان طائرئ صیب، حبیب الله رفیع صیب، استاد اصف صمیم صیب، ډاکټر راجولي شاه خټک صیب ، ډاکټر یار محمد مغموم صیب، ډاکټر مجاور احمد زیار صیب اؤ داسې نور ، دوئ به تنقیدي بحثونه کول اؤ مونږ کشرانو به ترې زده کړې کولې ،

د قلندر مومند صیب رایې ته به په دغو علمي بحثونو کې ځانګړې ارزښت حاصل ؤ اؤ د مرکې  اکثرو ملګرو به د قلندر صیب ډیر صفتونه په نظمونو، نثرونو اؤ رباني بحثونو کې کول.

اؤ څنګه چې لویې خدایې دخپل ځان په صفت خوشحالیږي ظاهره ده نو دغسې انسان هم په خپله ستائنه خوشحالیږي ، قلندر مومند صیب به هم پخپل صفت ډیر خوشحالیدو

په دغو شپو ورځو کې زه په وحدت اخبار کې مزدور وم اؤ د اخبار ادبي چارې یا ادارتي پاڼه به ما چلوله .

خو بس په ما کې دا یو کمی ؤ چې په مخ به مې د قلندر مومند صیب صفت نه شو کولی .

د مرکې د هرې غونډې دپاره به صدر د قلندر صیب په خوښه ټاکل کیدو اؤ ما داسې ګڼله چې چا به د قلندر صیب ډیر صفت کولو نو هغه ته به بیابیا د غونډې د صدارت شرف ترلاسه کیدو .

خو زه الله تعالي په کلونو کلونو ددغه شرف نه محروم ساتلی وم .

حنیف خلیل به راپسې اکثر خاندل ویل به یې "بچیه بوډا به شې خو د مرکې صدارت دې رانه ونه کړو اؤ یا ګنې د قلندر صیب صفت وکړه"

خو زه خدایې نیولی وم اؤ صفت مې نه کولو ، ما نه ډیر کشران ډیر وروستو د مرکې غونډو ته راغلل اؤ د صدارت ویاړ وربخښل شو خو فاروق فراق بنده باندې د مرکې صدارت حرام ؤ.

وشوه داسې چې فکر کووم کال ۱۹۹۶،یا ۹۷ ؤ په ورسک کې یوې ادبې ټولنې دقلندر مومند صیب په درناوي یوه غونډه راجوړه کړه ، 

ددغې غونډې دصدارت دپاره وړاندې نه دقلندر مومند صیب اؤ د مشر میلمه په توګه د ډاکټر محمد اعظم اعظم صیب نومونه ټاکل شوي وؤ .

زه اؤ حنیف خلیل هم غونډې ته وربلل شوي وؤ نو دواړه یو ځایې ورسک ته لاړو .

ډیر لیکوالان راټول شوي وؤ ، غونډه پیل شوه ، د صدارت دپاره قلندر مومند صیب سټیج ته وبلل شو اؤ اعظم صیب چونکې تشریف نه ؤ راوړی نو دسټیج نه د مشر میلمه په توګه زما نوم واخستی شو اؤ د مشر میلمه کرسۍ ما سمبال کړه.

خلکو تقریرونه کول، چا په قلندر صیب نظمونه لیکلي وؤ اؤ چا مقالې ، محفل ښه ګرم روان ؤ چې په دغه دوران کې د تاثراتو دپاره زما نوم د سټیج نه واخستل شو.

اؤ زه د خپل نوم اوریدو سره داسې اوتر شوم لکه بنده چې په هیبت له خوبه راپورته شي ځکه چې په ذهني ډول هیڅ خبرو ته تیار نه ووم اؤ نه مې د دومره  لویې هستۍ په هکله د رایې ورکولو توان لرلو .

بهرحال میک ته ودریدم اؤ اوتر اوتر لګیا شوم چې" تاسو باور وکړئ د ورسک خاوره هم ډیره بختوره ده اؤ د ورسک خلک هم"

ښه نو اوس نور هیڅ په بند نه پوهیدم چې مخکې څه وویم ؟ بس نو لامهاله خولې ته راغلل"دا خاوره ځکه بختوره ده چې نن د نولسمۍ صدۍ تر ټولو لویې دانشور اؤ عالم محترم قلندر صیب په دې خاوره قدمونه کیښودل اؤ دا خلک ځکه بختور دي چې د قلندر صیب پشان د لویې هستۍ دیدار کوي"

د لاندې نه د لاسونو پړقار شو ، چې نور به مې څه ویلي وؤ خو چې پروګرام ختم شو اؤ د سټیج نه راکوز شوم نو حنیف خلیل له خندا شین ؤ له مټه یې ونیولم ،داسې لږ ډډې ته یې کړم اؤ راته یې ووې" نن خو دې سم تیل ولګول ، ځه مبارک شه د مرکې صدارت دې کره شو"

بیا نو پيښور ته په واپسۍ قلندر مومند صیب زه اؤ حنیف خلیل خپل ګآډي کې ځان سره راکینولو اؤ تر پيښوره یې راورسولو.

له دې وروستو مې د ګل ورځې ته تلوسه شوه چې یه خدایه اوس به د ګل ورځ کله راځي چې د مرکې صدارت وکړم.

اؤ اخر د انتظار دغه شیبې هم ختمې شوې د ګل ورځ راورسیده اؤ ما نن ښه د وخته ځان د اردو سائنس بورډ دفتر ته په دې هیله ورسولو چې د مرکې صدارت به کووم.

شاعران د قلندر صیب نه چاپیره ناست دي خو د مرکې غونډه لا پیل شوې نه ده ، څه ګورم چې په دې کې دې ریاض تسنیم په دروازه راننوځي اؤ د تسنیم صیب د لیدلو سره زما د امیدونو دنیا ړنګه بنګه شوه،

زما رنګ ته په کتلو حنیف خلیل له خندا شین شو اؤ راته یې په غوږ کې ووې"ستا خو هغه قسمت داسې داسې کړم، په ټول عمر کې هغه یو چانس په ګوتو درغلو نو هغې هم سر وخوړو"

زما د صدارت چانس ځکه ختم شوی ؤ چې د مرکې دپاره دا اصول قلندر مومند صیب ټاکلي وؤ چې کله به د بهر نه میلمه لیکوال غونډې ته راغلو نو صدارت به هغه ته سپارلی شو اؤ ریاض تسنیم د کراچۍ نه راغلی ؤ.

بهرحال حنیف خلیل زما په مایوسۍ پورې خندا کوله اؤ ما هغه قلارولو چې سم شه هلکه د قلندر صیب راباندې نظر نه شي اؤ په دې کې مې ناڅاپه د قلندر مومند صیب دروند غږ تر غوږو راغلو"زه د ننۍ مرکې د صدارت دپاره د ښاغلي فاروق فراق نوم پیش کوم"

اؤ ددې اوریدلو سره غبرګه د حنیف خلیل د کړس کړس خندا اؤ زما په شونډو د خوشحالۍ یوه ناویاته مسکه خوره شوه ، دخپل نشست نه پورته شوم اؤ ورغلم د قلندر مومند صیب ترڅنګ د صدارت کرسۍ باندې براجمان شوم !

د زبیرحسرت د لیکلو رودادونو په کتابونو کې به تاریخ دا هم لیکلي وي چې فاروق فراق د مرکې صدارت په څومره ګرانه کړی ؤ ( هاهاهاهاها) د قلندر مومند صیب روح دې ښاد وي

 
-
بېرته شاته