(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه او غوباړی

[09.Jun.2017 - 12:31]

سپین سهار نن راته وویل چې غوباړی (د خرمګس ناول ژباړه) به چاپوي. دا سریزه مې ورته ولیکه. سریزه وړیا ولولئ خو کتاب به په بیه اخلئ.

زه او غوباړی 

د طالبانو واکمني وه (۱۳۷۶) او زه د طب په څلورم صنف کې وم. یوه ورځ مې یوه ټولګیوال، مجیب الرحمن کویر، راته وویل: «خرمګس دې لوستی؟ ډېر ښه ناول دی». 

ما دغه کتاب د ډاکتر نجیب د حکومت په وروستي کال کې له بیهقي کتابپلورنځي څخه اخیستی و خو لوستلی مې نه و. د ملګري خبرې وهڅولوم چې ویې لولم. څو ورځې وروسته مازدیګر مهال و چې کتاب مې تمام کړ. د کابل پوهنتون د لیلیې په کوټه کې مې په کمپله ځان پټ کړی و چې ملګري مې اوښکې ونه‌ویني. ژړا مې نه‌درېدله. ماښام شو. د کوټې ملګرو راباندې غږ وکړ چې راپاڅه، ډوډۍ تیاره ده. خو ما ډوډۍ نه‌شوه خوړلې. په هغه شپه تر ناوخته پورې ویښ وم، د آرتور (غوباړي) په درد ځورېدم. هېڅ مې داسې نه‌ګڼله چې دا دې د ناول یو خیالي کرکټر وي. هغه لکه واقعي بدمرغی مبارز انسان د سترګو مخې ته راته ولاړ و.

غوباړی یا خرمګس (The Gadfly) د ایرلنډۍ انګریزې مېرمن اتل لیلیان ووینیچ (Ethel Lilian Voynich) لومړنی ناول دی چې په 1897 کې چاپ شوی و. د لیکوالې په ژوند کې، یوازې په شوروي اتحاد کې د دې کتاب شاوخوا دوه میلیونه او پنځه لکه ټوکه خرڅ شوي وو. پر دې ناول فلمونه او ټلویزیوني سریالونه جوړ شوي او د دنیا په ډېرو ژبو ژباړل شوی دی.

اتل لیلیان بولې په 1864 کې وزېږېده. پلار یې د ریاضي مشهور عالم جورج بولې (George Boole) و چې د «Boolean logic» پلار بلل کېږي. مور یې ماري ایوریست (Mary Everest) فیمینسته فیلسوفه وه. اتل لیلیان په اتلس کلنۍ کې جرمني ته ولاړه چې پیانو زده کړي. هلته انقلابي سیاست ته لېواله شوه. چې بېرته لندن ته ورغله، له یوه روس څخه یې روسي ژبه زده کړه او د هغه په هڅونې روسیې ته ولاړه. له روسي مبارزانو سره یې یارانه شوه. څو کاله وروسته په لندن کې له یوه فراري سایبریایي انقلابي ویلفرید میخاییل ووینیچ (Wilfrid Michael Voynich) سره آشنا شوه چې وروسته سره مَین شول او واده یې وکړ ځکه خو د اتیل لیلیان تخلص ووینیچ شو.

غوباړی د نولسمې پېړۍ د ایټالوي مبارزانو کیسه ده. هاغه مهال ایټالیا د اتریش مستعمره وه او کلیسا د استعمار ملګرې. آرتور د ناول مرکزي کرکټر دی چې وروسته د غوباړي په مستعار نامه مبارزه او لیکنې کوي. غوباړی هغه مچ دی چې معمولاً پر څارویو راټول وي او سخت چیچل کوي. د ده طنزیه لیکنې پر استعمارګرو او پادریانو دغسې لګېدې لکه د غوباړي چیچل. 

دا ناول مې په لومړي ځل داسې وخت کې ولوست چې په وطن کې د نولسمې پېړۍ ایټالیا ته تقریباً ورته حالت و. طالب د کلیسا او پادریانو نقش لوباوه، افغانستان د ایټالیا غوندې تر مذهبي او سیاسي استبداد او استعمار لاندې و او پاکستان د اتریشي استعمار په شان راته ښکارېده. زړه مې غوښتل چې د غوباړي غوندې مبارزه وکړم، د طالب او پنجابي استعمار پر ضد وجنګېږم خو څنګه؟ د طالبانو په مخالف لوري کې د غلو او جنایتکارانو هغې ډلې جنګېدلې چې د انسان په سر کې به یې میخونه ټک وهل، کابل یې یو مخ وران کړی و، قومونه یې سره په جنګ اچولي وو او د طالبي بلا د نازلېدو سبب پخپله هغوی وو نو له هغوی سره یو ځای کېدل، له بارانه ناوې ته پناه وروړل وو. 

ما چې په لیکوالۍ پيل وکړ، هر وخت مې دا هیله وه چې غوباړی پښتو ته وژباړم چې نور پښتانه هم په دې دردوونکي خوند کې شریک کړم. د ناول د ژباړې پر مهال څو څو واره داسې شوي دي چې د څو مخونو تر ژباړې وروسته مې ژباړه پرېښې ده او کتاب مې بیا تر پایه لوستی او بیا بیا مې ورته ژړلي دي. دا ناول مې له فارسي «خرمګس» څخه ژباړه خو لږ وروسته مې یې انګریزي متن هم له انټرنټ څخه پیدا کړ. نو فارسي ترجمه مې یې له اصلي انګریزي متن سره مقایسه کوله. په ځینو ځایونو کې فارسي ژباړن تېروتی و، مثلاً په ډیالوګونو کې یې د یوه کرکټر خبرې په بل کرکټر پورې تړلې وې. همدارنګه یو څو مهمې جملې یې نه وې ژباړلې نو ویلی شم چې دا ژباړه نسبتاً بهتره او دقیقه ده. البته د کتاب د وروستیو مخونو ځینې برخې مې یو څه رالنډې کړې دي، هغه ځای چې په کلیسا کې د رباني اعشأ مراسم بیانېږي، ځکه چې زما په فکر تلوسه یې ټکنۍ کوله او له اصلي موضوع سره یې چندانې تړاو نه درلوده.

د کتاب ژباړه دوه کاله مخکې بشپړه شوه. په فیسبوک کې مې پر ملګرو غږ وکړ چې که څوک یې چاپ کړي خو چا ځواب رانه‌کړ. اوس چې دانش خپرندویې ټولنې یو ځل بیا د کتابونو چاپولو ته ملا تړلې ده، دا کتاب مې وریاد کړ. د دانش لالا او سپین سهار دې کور ودان وي چې د غوباړي چاپولو ته یې اوږه ورکړه.

د دې کتاب په لوستلو به مو اوښکې توی شي خو دا به د انسان او انسانیت له پاره د انسان اوښکې وي. هغه اوښکې چې د بل له پاره تویېږي، مقدسې دي:

بېګاه مې ډېر وژړل

د بل له پاره

اوس مې یقین دی

چې زه انسان یم.

په مینه او درنښت

محب الله زغم

چهلستون، کابل ۱۶/۰۳/۱۳۹۶

 
-
بېرته شاته