(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخوارملا آذان واورئ

[03.Jun.2017 - 22:33]

دخوارملا آذان واورئ

لیک: بسم الله اکبري

ای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!

په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټخیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دیښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالېبهیږي .په عامواوخاصو ولسونوخویندو،میندو،پلرونو،ماشومانواوځوانانوخپل کلۍ اوکور اور اوتنور ګرځیدلی دی.ویر دی،ژړا اوواویلا اوزړه بوږنوونکي چیغي دي دځمکې اوهواڅخه دوینواوباروتوګډ بوی پورته کیږي.

نوځکه په زغرده وایم چې زما دخوار ملا اذان اودزړه کړیکي ته غوږشئ:

ای دخواراوزاروطن خواروزاروهیوادوالو!

سیا اوای،اس ،اې دیوي منحوسي اوپردۍ سیکې دوه مخونه دي چې د دوی دسیکواودسیسوپه وسیله موږمسلمان افغانان په ستر ناوریناوویرجن ناتاراخته یود سیا ډالرواودای،اس،ای کلداروزموږګلالی وطن ټوټه،ټوټه اوولس په سرو وینو کې لاهوکړی دی اوپه دغونغدو،چغدویې هم پرون وطن پلورونکي روزلي اوپیرلي دي اوهم یېنـن طالب اوداعش د دغوبنډلو،بنډلوډالرواوکلداروپه زورافغان وژنې اووطن ورانونې په ابلیسانه اواستکباري دسیسه رامنځته کړیاودخپلوښکیلاکي سترونقشواوموخولپاره یې خونړۍ چاړې ،بمي واسکټونه اوبمي ټانکرونه دهغو په واک کې ورکړي اودشرغوبل ناپایهسریال دسپیني ماڼۍ اوکریملین ماڼۍ فرعونانودتهران بې ضمیرهاخوندانواودتورپنجاب بې غیرته دهیرا رنډیوحرامونوڅارګروپوځیانوتهپه زړه پوري نـنداره اوتماشاده چې ۴۰ کاله څه چې لانوربه څوکاله روانه وي.

دخوار ملا دزړه کړیکي ته غوږشئ:

ع اوغ هم دیوي بلې کیري سیکې دکېردوه مخونه دي چې پوره درېکاله دسرپرستانوپه چنووهلواورسۍ کشولوبوخت دي یوتسبیح په لاس پګړۍ پرسراوبل په دیرش زریزه ډالري دریشۍ اوالماسي ګړۍ اومدرنه نکټایې کې دیواوبل دسلامت اوملامت په لیکچرونوبوخت دي که دارګاوسپیدارماڼیوپه چم ګاونډکې دمور بم ټانکري خوربم چوي اوپه سلګونو،سلګونونارینه اوښځینه هیوادوال ځوانان اوماشومان پخپلو وینو کې رغړیږي خو دوی په مبتذلوویناوود ولس په سترګو کې خاوري شیندي اوویاړي چې دع اوغ اولادونه اود ډبل ع ډبل میرمنې په ډیلي،پاریس اومریم جان اوطارق جان په امریکا کې استوګن دي که ټول کابل اووطن اور واخلي خو دوی هغه مرغاوي دي چې اوبه یې تر خنګروپوري رسي.

دخوارملا دزړه چیغه واوری:

ای دافغان مستضعفه اودرپه درباتورولسه!

دهیواد ټولودیني عالمانوته قرآن مجید په سراوخپله خواره لمن غوړوم اوزما سپین زړي اومخلص وړاندیز ته دعمل جامه ورواغوندی اوهغه داچې:

افغان ستر اوویاړلی امپراتوراعلیحظرت احمدشاه بابا دشیر سرخ په جرګه کې دملنګ صابرشاه په وساطت دغنم دوږي په وسیله بریمناوویاړن پاچا شوهغه افغان اتل چې فارس اوهند یې تر نګین لاندې و.

دهغه یوه ستره کارنامه دهغه مهال دبدخشان دځایې واکمن څخه دحضرت محمد(ص) دمبارکې خرقې ترلاسه کول اوکدهار ته رالیږدول و.هغه مبارکه خرقه چې دبدخشان مرکز دهغه په برکت دپخواني نوم وګوزګون د پرځای دفیض آباد په نوم ونومول شواولوی کندهار داحمد شاه بابا پلازمېنه داشرف البلاد نوم خپل کړ.

دغه خرقه مبارکه په ټوله میلیاردي اسلامي نړۍ کې دحضرت رسول اکرم (ص) ځاني چپنه ده .اوله شک پرته تقدس اوتبارک هم لري.دهیوادداوسني سترخونړي بحران اوناپایه غمیزي ته دپای ټکي دایښودلولپارهوړاندیز کوم چې دهیواد د ۳۴ ولایتونوعالمان اومشران دی د سوله ییزياسلامي جرګې په دود دخرقې مبارکې مزار ته ولاړشي اوداسلامي نړۍترټولونوموتی،نومیالی اودقرآن کریم دتلاوت په څونړیوالومسابقوکېلومړی درجه ګټونکی متدین اوفاضل قاري فضیلت مآب الحاج قاري صیب برکت الله سلیم په مبارکواوږو واچوي اودخرقي مبارکې دجامع جومات یوټوک قرآن عظیم الشان په غیږکې په اسلامي جسارت اواخوت دهیواد بیلابیلو سیموته دی سوله یېز،جرګه ییزحرکت پیلاورښتیني افغاني طالبانوته دی دقرآن مجید اوخرقي مبارکي په شفاعت دسولې اوپه افغانستان دامن اوټیکاودراوستلواواستحکام بلنه ورکړيداستحمار،استکباراوستعمارکفري اوشیطاني دسیسې ته دی دآبد لپاره دپای ټکی کیږدي.انشا آلله رښتیني افغان مسلمان طالبان اومتدینعالمان اووطنپال مشران به ټولي نړۍ ته دافغانانودجرګو،مرکوویاړلیبیرغ اوخپل اسلامي صلابت اوتاریخي وړتیا په ډاګه اواثبات کړي.

لویه خدایه !لویه خدایه!

افغان ولس درته لاسونه لپه نیولي ته پخپل کرم اومرحمت افغانانوته داخوت اوجوړجاړي توفیق اوبرکت ورکړه.آمین یارب العالمین

اکبري دروژې دمبارکې شپږمه دزیارت متبارکه ورځ

۱/۶/۲۰۱۷

-
بېرته شاته