(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکټر خان صیب

[01.Jun.2017 - 09:56]

ډاکټر خان صیب 

لیک:ډاکټر لطیف یاد

دهند دنیمې وچې دخپلواکۍ غو ښتنې د غور ځنګ مخکښ خان عبدالجبار خان چې په ډاکتر خان صیب سره شهرت لري په ۱۸۸۲ زیږدیز کال کې دخیبر پښتونخوا داتمانزیو دکلي په چارسده کې زیږیدلی دی .نوموړی په بریتانوی هند کې دخپلواکۍ غوښتنې د غورځنګ یو تکړه غړی و .

ډاکټر خان صیب دبهرام خان زوی اودسرحدی ګاندهی ( با چا خان- فخر افغان خان عبدالغفار خان ) مشر ورور او دهغه نه اته کلونه مشر و.

هغه خپلې زده کړې دپیښور په ايډورډزمیشن های سکول کې ترسره کړې او بیا د طب په څانګه کې دزده کړو لپاره بمبئ ته لاړاو هلته یې په ګرینټ میډیکل کالج کې خپلې زده کړې پر مخ بوتلې او خپل ټریننګ یې دلندن په سنټ تهوماس هسپټال ( روغتون) کې تر سره کړ.

کله چې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه نو ډاکټر خان صیب په فرانس کې په طبي دنده بوخت و . تر لومړۍنړیوالې جګړې وروسته هغه په انډین میډیکل سرویس کې شامل شو . وروسته بیا پښتونخوا ته راغی او په مردان کې یې هم طبي خدمتونه سرته رسول.نوموړی په ۱۹۲۱ زیږدیز کال دخپلې دندې نه استعفا ورکړه .

خان صاحب په ۱۹۳۵ زیږدیز کال کې په ډهلی کې په سینټرل لیجیسلیټيف اسمبلې کې دپښتونخوا

( صوبه سرحد ) استازی و. وروسته چې په ۱۹۴۷ زیږدیز کال پاکستان او هندوستان سره جلا شول نوموړی د پښتونخوا مشر وزیر ( وزیر اعلی ) وټاکل شو،خو کله چې عبدالقیوم خان په صوبه سرحد کې ځواک تر لاسه کړ نو ډاکټرخان صیب او با چا خان بابا یې يې په جیل کې وا چول . وروسته چې عبدالقیوم خان په وفا قي(مرکزي ) کابینه کې وزیر وټاکل شو نو ډاکټر خان صیب اودده ورور باچا خان بابا دپښتونخوا د وزیر اعلی سردار بهادرخان په هڅو ه دجیله خوشی شول.ده د جمهوریت په نامه یو حزب هم جوړکړی و.

بیا وروسته په ۱۹۵۸ زیږدیز کال ډاکټر خان صیب ته دمحمد علي بغرا په کابینه کې د کمیو نیکیشن دوزارت دنده ورکړل شوه .ډاکټر خا ن صیب وروسته په ۱۹۵۷ کال کې دمسلم لیګ دګوند پالیسیو سره دمخالفت په وجه دخپلې دندې نه ګوښه شو.

په بای کې ډاکټر خان صیب د ۱۹۵۸ زیږدیز کال دمی دمیاشتې په ۹ نیته دسهار په اتو نیمو بجو په لا هور کې دخپل زوی سعدالله خان په کور کې دیوه دیرش کلن ځوان له خوا چې نوم یې عطا محمد او دمیانوالی او سیدونکی و پر هغه ډزې وکړې . کله یې چې ډاکټر خان صیب يې دلاهور دمیو روغتون ته بوت نو دډیرو وینو او زخمونو په وجه یې ساه ورکړه . 

وروسته دده مړی دده کلي اتمانزی چارسدې ته یووړل شو او هلته په خپلې پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شو .

په دې توګه دپښتنو ستر مبارز او ددوی د حقوقو مدافع دتل لپاره ددې نړۍ نه سترګې پټې کړې.

اروادې ښاده وي !

-
بېرته شاته