(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوابۍ:جرګه

[13.May.2017 - 20:13]

سوابۍ: لویه جرګه

رپوټ: فرمان یوسفزی

د مشال خان شهید د پلار اقبال لالا له اړخه رابلل شوې د سوابې د ټولو سیاسی پارټو او تنظیمونو لویه جرګه د توقعاتو نه سیوا کامیابه جرګه اوشوه.

 

د جمعیت علماء اسلام نه علاوه د ټولو پارټو مشرانو په دغه جرګه کښې ګډون اوکړو او د مشال خان شهید د قتل او تیره ورځ د مردان په  نام نهاد جلوس کښې يې په مشال خان شهید د توهین رسالت د تور لګولو غندنه اوکړه. 

 

د جماعت اسلامی صوابې ضلعی امیر محمودالحسن حکومت ته خبردارې ورکړو چې که مشال خان شهید ته انصاف ورنکړل شو نو هیڅ حق نلری چې د حکومت په چوکو پاتې شی او نه به يې مونږ حکومت کولو ته پریږدو. 

نوموړی زیاته کړه چې د توهین رسالت په نوم هیچاته حق نیشته چې قانون په لاس کښې واخلی او د حکومت رټ چلینج کړی. نوموړی غوښتنه اوکړه چې د مشال شهید قاتلانو د پیغمبر او اسلام په نوم  ترهګری کړې ده او پخپله د توهین رسالت مرتکب شوی دی نو باید چې ټولو مجرمانو ته پانسی ورکړل شی.

 

مذهبی سکالر او د ګورنمنټ کالج لاهور پرنسپل اظهارالحق صیب په خپله وینا کښې اوويې چې د مردان په بده پیښه چې چا د خپلو مفادو د پاره اسلام په ټوله دنیا کښې رسوا کړو باید چې هاغه خلقو ته پانسی ورکړې شی ګنی سبا به په پوهنتون کښې سبق ویونکی زما درې بچی هم چا زما د کوم مخالفت په ترڅ کښې د توهین رسالت په الزام وژلې وی.

 

د پیپلز پارټې ګوهر انقلابی,د مسلم لیګ نون جهانزیب خان, د پښتونخوا ملی عوامی پارټې اکرام کاکا,د قومی وطن پارټې سلیم خان ایډوکیټ, د اولسی تحریک ډاکټر مستاق خان, د پی ټی آئی عاقب الله ایم این اے او انجنیر عثمان خان ایم این اے. د عوامی نیشنل پارټې بشرا ګوهر او ضلعی ناظم امیر رحمان نه علاوه د وکیلانو د فورم ضلع صوابې صدر او جرنلسټې لائبه یوسفزې هم په خپلو وینا ګانو کښې د مشال خان شهید د قتل غندنه اوکړه او په ګډه يې لاندینی قراردادونه وړاندې او د جرګې نه پاس کړل. 

1. د مشال قاتلانو د ریاست رټ چیلنج کړې دې نو باید چې په کیس کښې دغه جرم هم شامل شی.

2. کیس دې په ملټری کورټس کښې اوچلول شی.

3. د عبدالولی خان پوهنتون د کرپشن تحقیقات دې اوشی او ملوث کسان دې د مشال شهید په کیس کښې شامل کړې شی.

4. د پوهنتون ټول سیکورټی ګارډ او متعقله تهاڼې ټول پولیس او ډی ایس پی دې د نوکرې نه لرې کړې شی د چا د غفلت په وجه چې دغه پیښه مینځ ته راغله. 

5. پوهنتون کښې جرنلزم ډیپارټمنټ او صوابې پوهنتون دې د مشال شهید په نوم اونومول شی. 

6. چونکه د مشال پلار اقبال لالا په دومره لويې غم کښې د قام د بچو د پاره آواز پورته کړې دې نو امن ایوارډ دې ورته ورکړې شی. 

7. مشال خان شهید د کرپشن خلاف او د غریبانانو محصیلینو د پاره په  آواز اوچتدیدو شهید شوې دې نو مرکزی حکومت دې ورته شهدا پیکج او تمغه جرات ورکړی.

د جرګې په پايې کښې یو کمیټی جوړه شوه څوک چې به د ټولو سیاسی پارټو لیډرانو سره لیدۀ کاته کوی, د مشال شهید د پاره به د انصاف اخستلو ټولې هلې ځلې په وړاندی بیائی. او راتلونکې تګ لاره به ټاکی. 

د مشال خان شهید څلویښتی به په 21 مئی سحر لس بجې په زیده کلی کښې د لويې جرګې له اړخه په لویې کچ لمانځل کیږی.

فرمان یوسفزې

 
-
بېرته شاته