(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پټې ملي ګټې

[13.Apr.2017 - 14:57]

پـټـې مـلي ګــټـــې

 

 ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکــیـار[email protected]۱۲  اپرېـل ۲۰۱۷

«کله چې د مينې قدرت د قدرت په مینه برلاسی وي، نړۍ به پـه سوله پوهه شي.(جیمي هيندریکس:امریکایی سندرغاړی او غزل لیکونکی۱۹۴۲ـ۱۹۷۲)

پټه دپلوماسي له  پیل نه د ۱۹ پیـړۍ د پاې د ورو  ستنیو کالونو پورې مخفـي موضوع وه.  داسې فکر کیده چې دپلوماسۍ د  ملي ګټو سره تړاو لاره، او ځـکـه غوره وګڼل شوه چې د ملت د ګټې له  امله دې  پټه وساتله شي. یانې ولس دې  خبر نشي.

په بین المللي سیاست کې ګڼ شمیر پټ تړونونه شته  چې د پټې دپلوماسۍ له لارې رامینځـته شوي دي. د ۱۸۷۸  په جون – جـولای  کې د «بـرلین کانګرس»  تړون  یی یوه ښه بیلګه(مثال) وه. دغه کانفرانس  د  هغه مهال د جرمني صدراعظم اوتو فون  بیسمارک له خوا رابلل شوی  و چې د روسي امپراتورۍ  او عثماني امپراتورۍ ترمیځ سوله رامینځته کړي او د ختیزې اروپا په بالکان(بالقان)  سیمه کې ارامي راولي. په برلین کانګرس کې د انګلیستان، فـرانس،جرمني، استریا-هـنګري، روسیې او دعـثمانیی(تُرکیې) استازو ګډون  کړی و. د بالکان د دولتونو(رومانیې، سربیا، مانتـینـیګرو، او یونان)استازي هم  راغلي وو، خو د برلین کانګرس غړي نه وو. انګریزانو نه غو ښتل چې روسان  دې په  بالکــان کې برلاسي  وي او په توره بحیره او مدیـتیرانه کې دې روسي بیړۍ وویني.

د  برلین کانګرس بشپـړ بری رامینځته نـکـړ، خو  په راتلونکو دیرش کالونو کې  یې سوله راوستله.  دغه سوله د لومړۍ عمومي جګړې (۱۹۱۴ تر ۱۹۱۸) په  واسطه له مینځه لاړه. د پټ تړون دوهمه  بیلګه په  ۱۹۱۶ کې  د  سایکس – پیکټ تړون و چې  برتانیې ، فرانسې او روسیې  را مینځته کړی و. په دغه  تړون عربان نه وو خبر.  ۲۹  کالونه وروسته په  ۱۹۴۵ کې د  یلـتـا د تړون ډېر  مواد  پټ ساتل شوي و(یلتا په سهیلي کریمـیا/توره بحیره کې یو ښار و). د یلتا په تړون کې دشوروي  اتحاد،  امریکې  او برتانې  مشرانو(سټالین، روزویلټ،او چرچل)  ګډون  لاره. په دغه غوڼډه کې د پولنډ، ختیز یورپ، جرمني، لرې  ختیز، او د  ملګرو ملتونو په اړه  بحث وشو.  ولې ددغه  تړون ډېـر مواد پټ ساتل شوي وو؟ یو دلیل یې دا و چې  د دوهــمې نړیوالې جګړې  حــساس شرایــط وو(فاشیزم، کمونیزم، کپیـټلیـزم ، او نوی نړیــوال نظام:مـلـګري ملــتونه). دوهـم دلـیـل یې ملي ګـټې  وې.  دریم دلیل  یې داو چې شایــد ولسونـــه به نـامطلـوب عکــس العــمـل وښـئ! د خپل ملت د وېــرې له امله به امیر عبدالرحمن خان(۱۸۸۰تر ۱۹۰۱) هم ولسی او دیـني شخصیتونه د ډیورنـډ توافـقـنامې په ضد راپارول  چې  د غه  توافـقـنامه اولیــکه ناچــله وښـئ . د امریکې منور ولسمشر  وډرا ویلسن(۱۹۱۳تر ۱۹۲۱) په امریکا کې د څرګندې دپلوماسـۍ کلک پلوی و. له لومړۍ نړیـوالې  جګړې راوروسته د ملتونـو لیګ اورپسې له ۱۹۴۶ راوروسته ملګرو ملتونو  د څرګندې دپلوماسۍ ملاتړ وکـړ. د ساړه  جــنګ  له پای (۱۹۹۱)  راوروسته، د نړيوال کیدنې(ګلوبلایزېــشـن) په پـړاو کې اقتصادي دپلوماسۍ اهمیت ومیند.

انګریز مارک سایکس او فرانسوي  فرانسوا پیکټ  په  ۱۹۱۶ کې په مینځــني ختیـز  کې په غټه کچه نیغې  لیکې و ویستلې اومینځنی ختیز یې د اورد لمبو تلپاتی کوربه کړ!  (استعمارچیانو په  افریقا کې  د هیوادونو  د سیاسي پولو د  ټاکلو لپاره د طول البلد  اوعرض البلـد لیکې کارولې وې، او انګریزانو په ۱۹۴۷کې په هيند  کې د هـیندو او مسلمان  کرښې وویستلې). عرب مینځنی ختیز د ۱۶ پیړۍ  له لومړیو کالونو راهیسې د عثماني امپراتورۍ یوه برخه وه. انګریزانو او فرانسویانو په ۱۹۱۶ کې د سایکس-پیکت د پټ تړون له لارې نږدې مینځنی ختیځ د خپلو نفوذ  ساحو ته راټیټ کړ:  په سوریه  او لبنان د فرانسې د نفوذ لمن  وغوړېـده. عراق،ماوراء اُردن، او فلسطین د انګریزانو  د نفوذ لاندې راغلل. هایفه او بیت  المقدس بین المللي سیمې وې. دمشق او امان په ترتیب سره د فرانسې او برتانیې د نفوذ لاندې وو.

دغه ډول ویشنې په عربو کې فرقوي او مذهبي روحیه کوټلې  کړه اوملي  مفکورې  ته یې پاټک واچاوه. د ۱۹۱۶  له امپریالیستي تړون (سایکس-پیکټ تړون) نه عربان خبر  نه وو. په ۱۹۱۰ کالونو  کې برتانیې د  عـربانو سره داسې  ژمنه کړې وه: که عربان د عثماني امپراتورۍ په ضد پاڅون وکړي او رانسکوره یې کړي، هـغــوی به خـپـلواکی  ملـت شـي. د دغې وضعې بل منفي اغـیز دا و چې په عـربانو کــې خپلواکي طلب  او  روښـانـفـکـر شـعــور ټکـنی شــو او  په پایـله کې یې واقـعا ملي او ولسواکیز نظام په بـرخه نــه شــو.

د   ۱۹۱۷ د نومبر په ۲ نیټه د برتانیي د  بهرنیو چارو د وزیر ارتر بلفور اعلامیه راووتله او  د «بلفور اعلامیې»  په نوم مشهوره شوه. په دغه اعلامیه کې په فلسطین کې د یهـودانو لپاره د «مـلي کور»(ملي هـیواد) جوړول  خوندي شوي وو. په دغه  اعلامیه کې د فلسطــینیانو نـــوم  د فلسطیــنیانو یا عــربانو په نوم نــه و راغلی.  بـلفـور اعلامیی ۳۷ کالونه  وروسته په ۱۹۴۸کې په فـلسطین کې د اوسني اسرائــیلــي دولت رامـیــنـځته کولو ته لار هواره کړه. په ۱۹۱۷ کې(د بلفور اعلامیې  په مهال) فلسطینانو  د  ټولې  ټولنې نوي  سلنې (۹۰٪) برخه جوړه  کړې وه،  او یهـودي ټولنه نږدې پنـځوس زره تنو ته رسـیدله. په  ۱۹۴۷کې د اسرائیلو د خپلواکۍ  د اعلامیې په مهال یې شمیر شـپـږ سوه  زره  تنو ته جګ شوی و.

د فـلسطینـیانو له نظره، د  بلفور اعلامیې د یهود-عرب غلیمۍ  بنسټ کیښــود او د  سولې لار ته یې پاټک  واچاوه.  دغې اعلامیــې صهونیست  خوځښت ته بین المللي رسمیت وروبخـښه او د صیهونیستانو لپاره یې په  فلسطین کې د یهودي دولت د جوړولو  زمینه برابره کړه.  د بلفور اعلامیې  د حسـین- مـکمـهان د مکاتبې (۱۹۱۶-۱۹۱۵)  سره ټکر لاره. د فلسطینـــیانو  د  کرغیړنې وضعې لپاره ولولئ:

Rashid Khalidi, The Iron Cage: The Story of the Palestinian Struggle for Statehood. 2006; Norman Finkelstein, Beyond Chutzpah: On the Misuse of Anti-Semitism and the Abuse of History. August 2005

د حسین ابن علی (د مکې امیر)او د سر هـينري مکمهان (په مصرکې د برتانیې کمیشنر)  مکاتبه په  دې معاملې  ولاړه  وه چې برتانیه  د یو خپلواک عرب دولت ملاتړکوي او په بـدل کې  به یې عـربان د عــثماني امـپراتورۍ په  ضـد  ودریــږي.  خو دغه متقابله ژمنه وروسته د سایکس- پیکټ تړون  د مغایروشرایطو له لارې شـڼـډه  شوه. هغه مهال عربستان د عثماني امپراتورۍ یوه برخه وه،  خو  د سپـیڅلو ځایونو (مدینې اومکې) حفاظت عـرب امـير ته سپارل شوی و. برتانیې په لومړۍ  نـړيواله جګړه کې د حسین ابن علي په ملګرتیا کې خپله ګټه لـیـدله. خو د دواړو تر مینځ مکاتبې رسمی تـړون نشو

تمـثيلولی او په ځینو موضوع ګانو کې اختلاف  موجود و.  د ۱۸۱۱ په  شاوخوا کې عثماني سلطان په غصه و چې د هیواد په سهیل  کې یی سعودی  نظام د اسلام د  سـپـیڅلو ځایونو او زیارتونو کنــټرول  په لاس کې نیولی دی. محمدعلي چې  په مصر کې  د  عثـمانیــي نائب السلطنه  و، سـعـود کورنۍ ته یې ماتې ورکړه. عبدالله د  سعـود د کورنۍ مشـراستانـبول ته وېـوړل شــو او هـلته اعـدام شو.

تر اوسه  د بین المللي اړیکو تریخ واقعیت دادی چې ملي ګټې په بشردوستۍ  بانـدې برلاسې وي!  د ۲۰۱۷   اپرېـل  په ۶، امریکې په سـوریه باندې بربـڼــډ یرغل وکړ. بـین الـملــلي حــقـوق پــه کلک ډول د عسکري زور استعــمال تـنـظیـموي. د یو بل هـیــواد په ضد  زور استـعـالول او له پښو  غورځول  په  هـیـڅ ډول مجاز نه دی. د عـسکري زور اسـتـعمال هـغه  مــهال مـجاز دی چې:  د ځان  د دفاع  لپاره وي، یـا د ملګرو ملـتونو د  امنیت  شورا مجاز ګڼلی وي. واقــعـیت  دا دی چې سوریې په بل هـیـواد  بریـد نه  دی کـړی. په سوریه د امریکې څرګند بریــد، جنګ پای ته نـشي رسولې. دغه بریــد د امریکې «حیاتي  ملي ګټې» نه تمثیلوي. که ولسمشر دانلډ ترمپ د  سوریې د ماشومانـو په غمـخـورۍ  کې وای، هـغــوی به یې امریکې تــه له رانـنـوتـلو  نـه وای منع کــړي!

د سوریې په ماشومانو د کیمیاوي موادو د استعمال د پلـټـنې لپاره باید د پـیـښې محل ته  د ملګرو ملتونو  تحقیقي هیئت تللی وای، نه د امریکې توغندي! داسې برېـښي چې د دانـلډ ترمپ شعور کنګل شوی و؟ د امریکې نسبتاَ زړه سوانـدي ولــسـمشر جیمي کارتــر(۱۹۷۷ تر ۱۹۸۱) ویلي وو چې: «تلــپــاتــی توافــــق  نه  رامـیـنـځته کیــږي،  خو دا چې  دواړه  خـواوې پـکې خپــله ګـټه  ووېـنـي.»

 
-
بېرته شاته