(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمیرمن جمیله زمان ویاړغونډه

[11.Apr.2017 - 21:26]

 

بلجیم:دمیرمن جمیله زمان ویاړغونډه جوړه شوه

راپور : انجنیر عبدالقادر مسعود

په بلجیم کې دخینت په ښار کې د اغلې جمیله زمان انوري د علمي، ټولنیز، ادبي او فرهنګي هاندو و هڅو په ویاړ نمانځ غونډه :

دغه غونډه پر(۲۰۱۷) زیږدیز کال د اپریل میاشتې پر (۱) نیټه د بلجیم په هیواد کې د (خینت)  په ښار کې  دافغانانو د ملي یوالې د  ټولنې له خوا جوړه شوه .

په دې غونډه کې پر کوربه هیواد سربیره له بیلابیلو اروپایي هیوادونو څخه د پښتو او دري- پارسي ادب و فرهنګ پیژندل ښویو او نامتو څیرو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو، او ګڼو مینه والو هم برخه اخیستې وه.

– غونډه د ښاغلي اجمل رحیمي  له خوا د پاک قرآن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه . 

 

ورپسې زموږ د هیواد د رادیو او تیلویزون پخوانې اوخوږ ژبې ویاندې، اغلې سهیلا بسام او د رادیوتیلویزون پخوانی تکړه ویاند ښاغلي سخي فرجام د غونډې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړ .

 

غونډه له درې برخو څخه جوړه شوې وه :

- لومړی برخه ویناوې

- دویمه برخه مشاعره

- دریمه برخه پیغامونه، ټنګ ټکوراو د موسیقي مجلس وه .

- اغلې سهیلا بسام ښاغلي خلیل الله وفا خدرخیل د افغانانو د ملي یوالې ټولنې مشر ته بلنه ورکړه چې خپلې خبرې پیل کړي. ښاغلی خلیل الله وفا خدرخیل چې یو فعال او هڅاند علمي، ټولنیز شخصیت، د علم او ادب تکړه مینه وال دی په خپلو خبرو کې  ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، او له دوی  څخه  چې په دغه غونډه کې یې برخه اخیستې وه د زړه له کومې مننه وکړه او د اغلې جمیله زمان انوري د ټولنیز، ادبي او فرهنګي هاندو هڅو په تړاو یې د خپل ستاینې او درنښت مراتب وړاندې کړل.

- په دې غونډوه کې د خینت ښار والي ښاغلي (دنیل تېرمونت) او د خینت د ښار د کلتوري او فرهنګي چاروکارکوونکې اغلې (دی زيرې دیرکسن)، د ترکیې د کلتوري ټولنې مشر، د پولیند د کلتوري ټولنې مشراو همداسې یو شمیر نورو کارکوونکو هم ګډون درلود.

اغلې سهیلا بسام د ښاغلي (دنیل تېرمونت) د خینت ښار والي ته بلنه ورکړه چې خپله وینا ګډونوالو ته وړاندې کړي.

ښاغلي (دنیل تېرمونت) د خینت د ښار او د مهاجرو په اړه چې په خینت کې ژوند کوي معلومات وړاندې کړ او د افغانانو د اتحاد او اتفاق، ورولي او یوالي په تړاو او له دوی سره د کار او زده کړو په اړه خپل  هر اړخیزملاتړ او همکاري وښوودله، برخوالو په دې غونډه کې  له چک چکو سره سم  د ده توود هرکلی وکړ.

- ښاغلي سخي فرجام  انجنیر عبدالقادر مسعود ته بلنه ورکړه  چې خپله وینا ګدونوالو ته واوروي. انجنیر عبدالقادرمسعود د اغلې جمیله زمان انوري د ژوند لیک او د دې د ټولنیز، علمي،  ادبي او فرهنګي هاندوهڅو، بریوو او بریاوو په تړاو په بشپړه توګه برخه والو ته معلومات وړاندې کړ، چې د اوریدونکو له خوا یې په ډیره مینه او د چک چکو سره یو ځای توود هر کلی وشو. 

- اغلې سهیلا بسام ښاغلي انجنیر بشیر بشیرته چې د (خینت)  په ښار  کې د افغانانو د ملي یوالې د  ټولنې فعال او تکړه غړی دی بلنه ورکړه چې خپله وینا واوروي. ښاغلي انجنیر بشیر بشیر د خپلې ټولنې په اړه او د افغانانو د اتفاق او اتحاد، یوالي او ورولي او د ګډ کار او ژوند په تړاو اوریدونکو ته معلومات وړاندې کړ، او په خپلو خبرو کې یې د اغلې جمیله زمان انوري علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت وستایه، چې د ګډونوالو له خوا یې توود هرکلی وشو.

 

 - - ورپسې زموږ د هیواد پیژندل شوی لیکوال، سیاست پوه، ټولنیز پوه، شاعر او ادیب ښاغلي پوهنیار بشیر مومن ته بلنه ورکړل شوه چې خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروي.

ښاغلي پوهنیاربشیر مومن په خپله لیکنه کې، د افغاني ښځو مقام او منزلت، او د نطاقانو او ویناوالو ګټور او ارزښتناک اغیز په ټولنه کې او د جمیله زمان انوري ټولنیر وطني، ملي، ادبي او فرهنګي شخصیت داسې انځور کړئ وه، چې د ګډون والو د تاوده هرکلي سره مخامخ شو. ښاغلي بشیر مومن خپل دوه کتابونه چې (جامعه شناسی او زیبایی شناسی) نومیږي هم اغلې جمیله زمان انوري ته ډالۍ کړل. 

 

- په دې پرتمینه غونډه کې ښاغلي نقیب الله رادمل چې زموږ د هیواد د علم او ادب تکړه مینه وال دی هم ګډون درلود. ده خپله وینا د خپلې ټولنې په استازیتوب د اغلې جمیله زمان انوري د ادبي او فرهنګي سټې په تړاو اوریدونکو ته واوروله، چې د کډونوالو له خوا یې په ډیر مینه هر کلی وشو.  ده دا خبره هم څرګنده کړه چې زموږ ټولنې یو ستاینلیک جمیله زمان انوري ته ترتیب کړئ و خو له بده مرغه د تخنیکي ستونزو له مخې دا ستاینلیک ما له ځان سره دغه غونډې ته نه دی راوړئ او ژمنه یې وکړه چې وروسته به دا ستاینلیک اغلې جمیله زمان انوري ته په ډیره مینه سره ډالۍ کړي.او د خپلو خبرو په پای کې یې اغلې جمیله زمان انوري ته د ګلونو یوه ښکلې ګیډۍ هم ډالۍ کړه.

- ورپسې ښاغلي عبدالسلام احمدي ته بلنه وکړل شوه چې خپل وینا برخه والو ته واوروي. ښاغلي عبدالسلام احمدي د اغلې جمیله زمان انوري د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړ او د ګلونو یوه ښکلې ګیډۍ یې هم ورته ډالۍ کړه.

 

- په دې غونډه کې  زموږ د هیواد تکړه، او نوښتګر انځورګر ښاغلي شفیق کاکړ هم ګډون درلود،. ښاغلي شفیق کاکړ په خبرو کې وویل : اغلې جمیله زمان انوري نه یوازې چې زموږ د هیواد یوه نامتو او تکړه ویانده ده خو ما ته د مور په شان خپل ځای او مقام لري او په ډیر مینه او درنښت ما د دې عکس څو وخته مخکې انځور کړې وه خو کله چې ماته په دې غونډه کې د انجنیر عبدالقادر له خوا بلنه راکړل شوه نو دې پایلې ته ورسیدم چې دا انځور ارومرو بشپړ کړم او په دې غونډه کې یې ورته ډالۍ کړم . ښاغلي شفیق کاکړ دا ښکلی انځور چې په ډیر عالي او ظریفانه بڼه انځور شوی وه، اغلې جمیله زما انوري ته په دې غونډه کې په ډیره مینه ډالۍ کړ چې د ګدونوالو له خوا په چک چکو  یې هر کلی وشو.

 

- ورپسې په دغه غونډه کې انجنیر حضرت ته بلنه ورکړل شوه چې خپله وینا واوروي. ښاغلی انجنیر حضرت چې د پښتو ادب او فرهنګ ژور مینه وال ، او په  بلجیم کې  د افغاني ادبي او کلتوري ټولنې دروند او فعال شخصیت دی، په دې غونډه کې د خپلې ټولنې په استازیتوب په خپلو ګټورو او اغیزناکو خبرو دا غونډه نوره هم لا درنه کړه . ده د خپلو خبر په ترڅ کې وویل، چې موږ د ټولنې له خوا اغلې جمیله زمان انوري ته یو ستاینلیک هم ترتیب کړې وه، خو له بده مرغه د تخنیکي ستونزو له مخې دا ستاینلیک ما له ځان سره دغه غونډې ته نه دی راوړئ او ژمنه یې وکړه چې وروسته به دا ستاینلیک اغلې جمیله زمان انوري ته په ډیره مینه سره ډالۍ کړي.

- همداسې اغلې سعیده طلوع چې د هالند په هیواد کې د ایندهوفن په ښار کې د افغانانو د ملي یوالې د ټولنې مشره ده اود افغانانو د اتحاد، اتفاق او ورورولي په تړاو یې  تل فعاله او نه ستړیکیدونکې ونډه اخیستی ده هم په دې پرتمینه غونډه کې ګډون درلود. اغلې سعیده طلوع د اغلې جمیله زمان انوري د ټولنیز، علمي او ادبي شخصیت د ستاینې او درنښت په څنګ کې د خپلې ټولنې له خوا یو (اوارد) او ستاینلیک ترتیب کړی وه،  اغلې جمیله زمان انوري ته یې ډالۍ کړ.

 

- په دې پرتمینه غونډه کې په هالند کې د افغاني ښځو د سراسري شورا ریسه اغلې سهیلا زحمت هم ګډون درلود. اغلې سهیلا زحمت هغه هڅانده او تکړه سټه ده چې د افغاني ښځو د یوالي، اتحاد او اتفاق په تړاو يې فعالانه هڅې ترسره کړې دي. دې د اغلې جمیله زمان انوري  د هاندو هڅو په اړه په دې شورا کې او د دې د ټولنیز، علمي او ادبي شخصیت په تړاو رڼا واچوله او تر څنګ یې د شورا له خوا یو ستاینلیک ترتیب کړې وه چې اغلې جمیله زمان انوري ته یې په ډیره مینه ډالۍ کړ.

 

- ورپسې خدیجه برکي چې په هالند کې د میهن د ټولنې یوه با احساسه، فعاله او تکړه غړی ، او په هالند کې د ښځو د سراسري ټولنې غړی ده هم ګډون درلود. اغلې خدیجه برکي په خپلو خبرو کې  د خپلې ټولنې په استازیتوب د اغلې جمیله زمان انوري  ټولنیز، ادبي او فرهنګي هڅې وستایلې، د ستاینې او درنښت ترڅنګ یې د ګلونو یوه ښکلې ګیډی هم ورته ډالۍ کړه.

 

- همداسې اغلې سهیلا بسام د ښاغلي صنعت بسام یو ښکلی پیغام چې له علمي، ادبي او فرهنګي محتوا څخه ډک وُ، او د اغلې جمیله زمان انوري ښکلی غږ، او، نطاقي، ادبي او فرهنګي شخصیت په کې په ډیر عالي او ظریفانه بڼه انځور شوی وه ګدونوالو ته واوروه چې توود هرکلی یې وشو.

 

د دې برخې په پای کې ښاغلي خلیل الله خدرخیل د خپلې ټولنې د غړو څخه هیله وکړه چې د ستیژ سر ته راشي. دوی په ګډه سره هغه ستاینلیک چې د افغانانو د ملي یوالې ټولنې له خوا د خینت په ښار کې ترتیب شوی وء اغلې جمیله زمان انوري ته ډالۍ کړ، چې په ډیره مینه د ګډونوالو له خوا یې هرکلی وشو.

په دویمه برخه کې اغلې سهیلا بسام  ښاغلي نذیر احمد نذیر او اغلې عارفه ته بلنه ورکړه ترڅو د غونډې دویمه برخې مشاعرې ته دوام ورکړي. 

اغلې عارفه یوه خوږ ژبې او هڅانده ویانده او نذیر احمد نذیر چې د پښتو ادب په ډګر کې ځوان او تاند شاعر، ادیب او تکړه ویاند دی د مشاعرې په تړاو خپلې خبرې پیل کړئ.

اغلې عارفه  میرمن سهیلا بسام ته بلنه ورکړه هغه شعر چې پیژندل شوي او تکړه شاعر او لیکوال خدای بخښلی ملزم پر (۱۳۴۴) لمریز کال کې د اغلې جمیله زمان انوري په اړه لیکلی وء په خپل خوږ آواز کې دیکلمه کړي او اوریدونکو ته یې واوروي. اغلې سهیلا بسام په خپل خوږ آواز کې د مرحوم ملزم شعر دیکلمه کړ چې د اوریدونکو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو.

 

اغلې عارفه ښاغلي جلال عمرخیل ته بلنه ورکړه چې ښکلي او په زړه پورې شعرونه اوریدونکو ته واوروي. ښاغلی عمر خیل د پښتو ادب په ډګر کې هغه ځوان، هڅاند او مخکښ شاعر دی، چې په شعرونو کې یې د هيواد او هیوادوالو سره ژوره مینه نغښتی ده. ده په خپل خوږ غږ کې ډیر خوندور او له احساس څخه ډک شعرونه ګدونوالو ته واورول چې د چک چکو او تاوده هرکلي سره مخامخ شو.

د رادیو تیلویزون پخوانۍ خوږ ژبې او تکړه ویاندې اغلې فوزیه میترا هم په دغه پرتمینه غونډه کې ګډون درلود. دې په خپلو خبرو کې د اغلې جمیله زمان انوري ټولنیز، ادبي او فرهنګي شخصیت وستایه او وویل یئ چې ماته اغلې جمیله زمان انوري د استا‌ذ حیثیت لري. او په خپل خوندور غږ کې یې د یو شمیر شاعرانو انتخابي شعرونه دیکلمه کړل، چې د اوریدونکو له خوا په چک چکو یې توود هرکلی وشو.

 

ورپسې عباسین سیلاب د ستیژ سر ته راغی او د خپل زړه احساس او درد یې په خپلو شعرونه کې اوریدونکو ته واورول چې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو.

ښاغلی ستومان چې یو ځوان او تاند شاعر دی په دې غونډه کې هم ګډون درلود. ده په خپلو شعرونو کې د خپل زړه درد، انساني احساس او پیغام په ډير عالي او ظریفانه بڼه انځور کړې وه. ګډونوالو د ده د شعرونو په اوریدلو سره په چک چکو د ده توود هرکلی وکړ.

ښاغلي نذیر احمد نذیر هم په خپل خوږ اواز کې خپل خوندوراو ښکلي شعرونه دیکلمه کړ او دا غونډه یې نوره هم رنګینه کړه. چې ګډونوالو یې په مینه سره هرکلی وکړ.

 

اغلې عارفه، سهیل شینواري ته چې یو تکړه ځوان شاعر دی بلنه ورکړه چې خپل خوندور شعرونه اوریدونکو ته واوروي. اوریدونکو په مینه سره شعرونه ته غوږ شول او توود هرکلی یې وکړ.

شاغلي ډاکټر حمیدالله ساپی زړه ور هم په دې غونډه کې ګډون درلود چې ده هم د ښکلو شعرونو په ویلو دا غونډه نوره هم رنګینه کړه.

ورپسې ښاغلي سخي فرجام په خپل خوندورغږ کې یو ښکلی او په زړه پوری شعر دیکلمه کړ چې غونډې ته یې نوره هم ښکلا ورکړه او د اوریدنکو د تاوده هر کلي سره مخامخ شو.

 

په دې برخه کې اغلې جمیله زمان انوري ته بلنه ورکړل شوه چې خپلې خبرې ګډونوالو ته واوروي. اغلې جمیله زمان انوري د تاوده هرکلي او چک چکو سره خپله وینا پیل کړه. دې د خپل ژوند لیک او د خپلې نطاقۍ، ټولنیز، ادبي او فرهنګي هاندو هڅو په تړاو په لنډه توګه اوریدونکو ته معلومات ورکړ او له ټولو مینه والو څخه  چې په دغه غونډه کې یې  ګډون کړې وُ،  او له ټولو دوستانو څخه چې د دغې درنې او پرتمینې غونډې په جوړولو کې یې  فعاله برخه درلوده د زړه له کومې مننه او درناوی وکړ.

 

د غونډې په دریمه برخه کې د ماښام ډوډی او په زړه پورې هنري کنسرت ته ځانګړې شوې وه، چې زموږ د هیواد تکړه او ځوانو هنرمندانو مصطفی جان او فرید جان ، د ټنګ ټکور په برخه کې  ښکلې او  په زړه پورې مستې سندرې واورولې او ټولو ځوانانو په ملي اتڼ کې هم فعاله برخه واخیسته، چې په تودو ولولو او چک چکو سره بدرګه شول .

 

د یادونې وړ ګڼم د دغې غونډې په غوړیدلو او رنګینولو کې د آغلې سهیلا بسام، ښاغلي سخي فرجام چې زموږ د هیواد پخواني، پیژندل شوي خوږ ژبي او تکړه نطاقان دي او اغلې عارفه او ښاغلی نذیر احمد نذیر چې ځوان ، هڅاند او خوږ ژبي نطاقان دي د غونډې د مخته بیولو په برخه کې  د دوی ټولو هلې ځلې او ونډه  د خورا قدر او درنښت وړ ده.

او همداسې د  ښاغلي جاوید ستانکزي هلې ځلې د فلم جوړولو او عکس اخیستلو په برخه کې او د ښاغلي عبدالباقي، ښاغلي مجیدي، ښاغلي احسان الله، ښاغلي عبدالعزیز چکري، ښاغلي عبدالغفور، ښاغلي عزت، ښاغلي اجمل رحیمي، ښاغلي محمد اسماعیل، ښاغلي فریدون عباسي او ښاغلي جاوید ستانکزی فعاله ونډه په دغه غونډه کې د قدر اوستاینې وړ ده.

په پای کې ټولو مینه والو، او په تیره بیا ټولو ځوانانو د اغلې جمیله زمان انوري ستاینلیکونه، مډالونه او د دې د ټولنیز، ادبي او فرهنګي شخصیت په تړاو یو شمیر نورمعتبراسناد چې په یو ځانګړي ځای کې د میز پرسر ایښي وُ ولیدل او وستایل، اوټولو دوستانو او په تیره بیا ځوانانو د اغلې جمیله زمان انوري سره د یادګاري عکسونه هم واخیستل.

دا پرتمینه غونډه د شپې پر دوولس بجې پای ته ورسیده .

په ډیر درنښت او ادبي مینه 

انجنیرعبدالقادرمسعود

-
بېرته شاته