(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دطنز نړیوال تاریخ

[10.Apr.2017 - 12:32]

دطنز نړیوال تاریخ د څلورم ټوک له کتاب څخه

 جلال نوراني

۱۹۴۴ م : جلال نوراني په  کال ( ۱۳۲۷  ه ل) د کابل په ښار کې زېږیدلی دی،هغه د کابل پوهنتون د حقوقو له پوهنځی  څخه فارغ سوی دی او په کال ( ۱۳۵۸ ه ل )  کې یې  دشوروی اتحا د د لنین گراد  په پوهنتون کې د ژورنالیزم په برخه کې زده کړه کړې ده  

نوراني دافغانستان یو وتلی طنز لیکونکی دی او تر اوسه يې    په لسونو طنزي ټولگې چاپ سوي دي . نوراني د کمکیانود مجلې (انیس )مدیر،د ژوندون مجلې مسوول مدیر او د انیس د ورځپاڼې د مدیر دندې تر سره کړې دی ان په مهاجرت کې یې  د گلبرگ د مجلې  دسر محرر دنده تر سره کړې ده. 

نوراني ډیر طنزونه  او نندارمې لیکلې او په سلونو طنزونه  يې له بهرنیو ژبو څخه   ژباړلي  دي

د تیاتر او نندارمو  يې درې کتابونه چاپ سوي دي،   هغه اوس په استرالیا کې ژوند کوي .

طنزی ټولگې یې: «اي هموبيچاره گك اس» و «چه كنم عادتم شده» ،«مرباي مرچ» بلغاریایی طنزونه دی«طنز هايي از چهار گوشهء جهان»... دي

د نوراني د یو طنز « یو بل شی ولیکه ! » یوه برخه  :

ډاکټر هغه په پام معاینه کړ او ورته یې وویل :

خوله دي خلاصه که!

هغه خوله خلاصه کړه ، ډاکټر د هغه دغاښو په لیدو وویل  :

دا ډیر تیز دي، ډیر تیز ...

څلور ،پېنځه یې ویستله، بیا یې دوه نور وایستله، غوږ وته یې وکتله یو غوږ یې  خوښ نه سو  هغه یې  په هغه چاره چې اړخ ته یې پرته   وه پرې کړ.

آیا د ډاکټر دا بې رحمه کړه د زغم  وړ دي؛ لاکن د ډاکټر زړه  نه و سوړ سوی، نس یې ورڅیری کړ، یو بډوډۍ یې را ویسته ،هغه یې ښه وکتي ، لیري یې وغورځوه ،بل بډوډۍ یې راویسته نږدې هغه یې هم لیري غورځولی وای ؛ لاکن زړه یې  وسو ، شل سانتي کولمه   یې ور پرې کړه ،په هغه  یې  بډوډۍ وتړه، نیم سږۍ یې پرې کړ د هغه پر ځای یې وتړه ، بیا د زړه او ینې وار سو، هغه یې هم راویستله،  ښه  یې تر نظر تیره کړه ، لیري یې وغورځوله ،بیا یې د هغه سر او پښو ته وکتله،  له څنگه  یې رنده راواخیسته ، د هغه  سریې لږ رنده کړ، له لږ سوچ وروسته شاید فکر یې کوی چې که یوه پښه ولري څه کیږي، یوه پښه اول له بوجلکې بیا  په زنگانه  ور اړه کړه .

ناروغ زغم ونه کړ ويې ژړل، ډاکټر په پيچکش یوه سترگه  ورویستله،  هغه  غم غم وکړ، ډاکټر به خیال کړی وي  چې هغه ښکنځل کوي ؛مګر زه ډاډ لرم هغه ډير با تربیه  دی.

ډاکټر یې ژبه بهر کړه  له لیدو وروسته یې  هغه هم پرې کړه، ډاکټر بیا هغه ته وکتله،  هغه معصومه قواره  ونیوله، ډاکټر چرت واهه، اخیر  یې خلق تنگ سو، هغه یې په غضب څاه  ته واچوه او د شونډانو لاندې یې وویل :

هی بابا نوراني، تا هم زړه خوشاله کړی  دا څه دي راوړي دي، زه دا طنز څنگه چاپ کړم

سبا   یې په تیلفون کې راته ویل :

یو بل شی ولیکه !

 
-
بېرته شاته