(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوی کال

[22.Mar.2017 - 07:47]

نوی کال مو مبارک سه
لیک: عبدالباري جهاني
د نوي کال مبارکي ویل د نړۍ د تقریبا هر اولس د کلتور برخه ده. اولسونه د نوي کال څخه د نویو نېکمرغیو  هیله لری، ځکه يې نو پر نېک فال نیسي
او په ډول ډول دودونو یې لمانځي. خو له بده مرغه، چي زه په نوي کال کي د تقریبا هیڅ ډول ښې ګڼي پېش بیني نه سم کولای. د نوي هجري شمسي کال د پیل څخه دوې ورځي مخکي د ملګروملتونو په یوه رپوټ کي راغلي دی چي په افغانستان کي د کوکنارو تولید، چي د ډېرو کلونو راهیسي، د ډېرو زیاتو بې امنیتیو او تباهیو عامل دی، په سلو کي لس زیات سوی او اوس، له افغانستان څخه نړۍ ته د غیرقانوني مخدره موادو د صادرېدونکو موادو تولید اته ویشتو میلیارډو ډالرو ته رسېدلی دی. د مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت نطاق ویلي دي چي د دې کار یو علت د بادغیس په ولایت کي د مخدره موادو د کښت او کروندې د اووه لس زره هیکټاره مځکي زیاتېدل دي.
اته ویشت میلیارډه ډالره ډېري زیاتي پیسې دي، که سمي ولګېږي افغانستان له سره په جوړېدلای سي. طالبان، د حکومت مخالفین، قاچاقبران او داړه ماران د دومره زیاتو پیسو د هضمولو توان او قدرت نه لري. په دې، غیرقانوني، پیسو کي باید د افغانستان تر ټولو عالي رتبه امنیتي مقامات او خارجیان برخه او ونډه ولري او دغه راز د کوکنارو په کښت کي باید د دغو قواوو اراده شامله وي؛ کنه نو په دغه اندازه رسوا کونکی کښت او کرونده غیر ممکنه او تر تصور وتلې خبره ده.
که د دې مخدره موادو څخه د لاسته راغلو پیسو په سلو کي لس، چي څه کم درې زره میلیونه ډالره کېږي، د حکومت د مخالفینو او جنایتکارانو لاسته ورسي( چي طبیعي خبره ده باید لاسته یې ورسي) او دا غیر قانوني پیسې، هر کال، په پرله پسې توګه په دغه اندازه زیاتي سي، هیڅوک په هیواد کي د امنیت د ټينګېدلو، چي افغانان تر ډوډۍ او اوبو زیاته اړتیا ورته لري، تصور نه سي کولای.
که طالبان او د حکومت مخالفین، د ملګرو ملتونو د احصایې او رپوټ په اساس، یوازي د کوکنارو د کښت او کروندې لپاره، څه باندي دوه سوه زره هیکټاره مځکه په لاس کي ولري، او یقیناً چي دا اندازه به بل کال ته نوره هم پسي زیاته سي، نو په هیواد کي د طالبانو تر کنټرول لاندي مځکو او سیمو تصور کول چنداني ګران کار نه دی.
 زه یقین لرم چي امنیتي مقامات به، په خپله ټوله سپین سترګي، د پخوا په څېر، دا هم د پاکستان او د هغوی د ګوډاګیانو مسولیت وبولي. ځکه چي له دوی څخه څوک دا پوښتنه نه سي کولای چي د دوی خپله وظیفه څشي ده؟ که افغانستان یو وطن پالونکی او غمخور اولس مشر درلودلای نو باید چي د ملګروملتونو د دې رسواکونکي رپوټ د خپرېدلو سره سم یې، يو  ځل بیا پر خپل آواز زور کړی وای، او ټول عالي رتبه امنیتي مقامات او د مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت ټول عالي رتبه مامورین یې په یوه ورځ برطرفه کړي او محاکمې ته بللي وای. بده او د شرم خبره خو به داوي چي که یوه ورځ څرګنده سي چي جمهورریس هم په ونډه کي برخه لري ځکه نو هیڅ نه وايي او خپل آواز ته زور نه ورکوي.
۱۳۹۵ کال د شهید داوود خان پر روغتون باندي په وحشیانه حمله او د فاریاب په ولایت کي د جمعیت او جنبش د لنډه غرو ملېشو او پولیسو تر منځ په نښته او تلفاتو، چي د راتلونکو بدمرغو پېښو پیلامه ده، پای ته ورسېدی. زموږ آرزو دا ده چي نوی کال به ګوندي یو څه ارام تېر سي. هره شپه به په وینو لړلې نه وي او د هر سبا له خولې به ډزي نه اورو او امنیتي وضع به لږترلږه نوره هم خرابه نه سي.
امنیتي مقامات او حکومت کله له امریکایانو، کله له روسانو او کله د سیمي له هیوادونو سره په کنفرانسونو کي برخه اخلي. د سولي او امنیت په باب خبري، له لومړۍ ورځي تر اوسه پوري، د افغانستان د خلکو څخه پټي سرته رسېږي. هیڅوک نه پوهېږي چي له دې پټو خبرو څخه به، چي په ترڅ کي یې د هیواد ټولي امنیتي او دفاعي ادارې د یوه بل پر ضد په دسیسو لګیا دي، څه جوړه سي.
د افغانستان مظلوم اولسونه، لکه څرنګه چي جنګونه ورباندي تحمیل سوي دي، د سولي په رواستلو او ټینګولو کي هم برخه نه لري او هیچا یې د رايي او ارادې غوښتنه او پوښتنه نه ده کړې. ځکه اولسونه چي په جنګ کي برخه او اراده ونه لري په سوله کي برخه درلودلای نه سي.
دا د افغانستان د منورینو وظیفه ده چي د سولي په خبرو او د امنیت په ټینګولو کي د خلکو اراده په زور شریکه کړي او دا د خلکو حق دی چي د سرنوشت په ټاکلو کي یې اراده شامله وي. د افغانستان د مظلومو اولسونو د کړېدلو او وژل کېدلو مسولیت او ګناه د منورینو او په تېره بیا هغو منورینو په غاړه ده چي په وړو او لویو سیاسي تنظیمونو کي شامل دي او د دې پر ځای چي د خپلو خلکو د ورځ په ورځ زیاتېدونکي کړاو ختمولو ته توجه وکړي د یوه بل په وهلو او له منځه وړلو لګیا دي. که وضع په همدغه شکل دوام وکړي نو سوله او کراري یو قرن لیري ده او د میلیونونو بې ګناه انسانانو سرونه به ورغړي. د هغي راتلونکي په هیله چي هره شپه کراره او هره ورځ د نوي خوښۍ زېری ور سره ولري. نوی کال مو مبارک سه.
لویه خدایه! د هیواد مي نوی کال ور بختور کې
نور یې هره شپه برات کې هره ورځ ورته اختر کې
آمین یا رب العالمین!

 

-
بېرته شاته