(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مونږ خو تبلیغیان یو

[20.Mar.2017 - 14:08]

جي، مونږ خو تبلیغیان یو

لیک:ولي الله ملکزی

څو ورځې وړاندی کور ته په لار، د دوبۍ د هوایي ډګر د دریم ترمینل په ډیوټي فري بازار کې ناست وم چې د شپږو تنو یوه ډله می خوا ته را روانه وه چې عمرونه به یی د دیرشو او شپیتو کلنو تر منځ وو. ټولو ښایسته مبارکې ږیرې پریښی وې چې د دریو تنو خو د قبضې د شرعي حد څخه هم اوږدې وې. د چا ږیره چټ پټ سپینه وړۍ او د چا مۍ وریجې وه، خو د دوو تنو ږیرې داسې تکې تورې ځلیدلې لکه د باجوړ د شړشمو په سوچه تیلو یی چې تازه غوړې کړی وي

په جیبونو کی یی د قلمونو په ځای نروچکي نروچکي سپین او نصواري رنګه مسواکونه ټومبلي وو. جامې د ټولو سپینې او اوږدې وی خو د لمنو او ګنډلو سټایل بیا د هر چا جلا وو. چارسده والې کیړۍ په پښو او تیله دارې سواتۍ خولۍ په سرونو. هیڅ داسې نه ښکاریدل چې ګوندی دوئ دی د کوم اوږده سفر څخه راستانه شوي وي او یا دی د کوم لری ځای ځګي د تګ قاصدان وي. د دوئ په لاسونو کې د ویلیمز، امبیسیډر او سمسونیټ لوکس بکسونه او سوټکیسونه نه وو، بس بیچاره ګان یا خو چورلټه تش پاڼي وو او که په لاسونو کې یی کومه یکه دوکه بوخسه او پنډه کی درلود، نو هغه ماته د پیښور په قصه خوانۍ کې جوړ شوي بریښیدل

هر څومره چې دوئ پخپلو درنو درنو قدمونو ځما خوا ته را نژدی کیدل په هماغه کچه ځما تلوسه او بی صبري ډیرېدله او په زړه کې می ګوړې ماتولې چې که اب زمزم نه وي نو ورځه د حاجي صیبانو د وروستۍ جوپې د ستړی مه شي ثواب خو نغد شو

 پرته لدې چې پوه شي ځما ژبه څه ده، زه څوک یم او په کومی خاوری کی می خاپوړی کړی، له علیک سلیک وروسته یی په پښتو خبرې پیل کړې او په ډیر اخلاص یی داسی روغبړ راسره وکړ لکه زه چې د دوئ د کلي یم. ځما بال بچې او دوستان خو څه، چم ګاونډ یی هم پرینښود. مشران یی د مازیګر د لمانځه لپاره جوخت جومات ته ننوتل خو دواړو ځوانانو ته یی د اشارو  په ژبه د پاتې کیدو قومنده ورکړه ترڅو ماته د دعوت، جنت او ریاضت فضایل بیان کړي او د دوۍ په ګومان خپله غاړه خلاصه کړي

ناشنا خو مینه ناک کلیوال راته دواړه مخاخ کیناستل او د تبلیغ، ریونډ، چیلې، ګشت او سه روزې په اړه یی خوله پرانیسته.  که مې غاړه بنده نشي نو پوره پنځلس دقیقې په یوه سا وغږیدل. زه مازی غوږ غوږ  ووم او نه مې غوښتل چې د دوئ په خبرو کې خنډ او دیوال شم. دوئ به د هرې جملې په آخر کې ویل: هن جي! او ما به ویل چې په پیر دی رحمت شه، حاجي صیب.  د دوئ د خبرو په منځ منځ کې به د مختلفو هوایي شرکتونو د الوتکو د روانیدو او ځنډیدو اعلانونه کیدل او کله ناکله به د ځاڼو په څیر،  د نیمه بربنډو او سرو برګو نجونو لیکې راغلې، هره خوا به د شام پاریس او ارماني عطرونو ډدوزی شوی او  د عودو د خو شبویو  یوه لیونی څپه به را خوره شوه، خو دی ځوانانو تر آخره خپل نظرونه ټیټ وساتل او د حورالطین (د خټینی دنیا په حورو)  یی ارګې هم خوسا نکړ

منم چې د دوئ احساس ډیر نیک وو او په ښه نیت یی د یوې هبې او ‌‌‌‌ذرې شک کول هم را ته ګناه ښکاري. خو ډیر ځلې به ور څخه خبره ګاګیره او سرسري شوه، د کوم آیت، حدیث او علمي استدلال په ځای به یی د مولانا زکریا (د تبلیغي جماعت یو مشر) او نورو  بزرګانو  په کیسو، مثالونو او متلونو باندی تکیه کوله. د ژوند په ځای د مرګ او د نهی عن المنکر په ځای د امر بالمعروف کلمې بیا بیا تکرارولې

خو حقیقت دادی چې په قرانکریم کې ۷۱ کرته د حیاة ( ژوند) او ۳۵ ځلې د موت (مرګ) ذکر شویدی. په یو مبارک حدیث کې چې ځیني علماء یی مرفوع نه ګڼي، راغلې چې: « اعمل لدنیاک کانک تعیش ابدا و اعمل لاخرتک کانک تموت غدا » یعنی د دنیا لپاره دی داسی کار او منډې ترړې ووهه لکه ته چې د تل لپاره ژوندی یی او د اخرت لپاره دی داسی عمل او خواري وکړه لکه ته چې همدا سبا مړ کیږی

د تبلیغیانو د مخالفینو ترمنځ عامه انګیرنه داده چې، تبلیغي حضرات یواځی د دین په عبادتي، روحي او اخروي اړخ باندی ټینګار کوي او د خپلو پړسیدلو نظامونو، واکمنو دیکتاتورانو ، ظلم، فساد، رشوت او ناروا چاپیریال د نادودو په وړاندی سکوت غوره ګڼي. تنها د دین د فضایلو په بیانولو بسیا کوي او خپلو پیروانو  ته د ګشت، زهد او له دنیوي ژوند څخه د ګوښه توب او بیزارۍ تلقین ورکوي. له مدني او عصري ژوند سره چندان کار نلري او د سیاست او حکومتدارۍ دروازې ته سر نه ښکاره کوي. بس پنډه کی په شا پخپل مصرف د ذکر او ورد په کولو سره، نن پدی جومات کی او سبا د هغه بل کلي په مسجد کې خلک د رهبانیت، ریاضت او خلوت خوا ته رابولي

ولی د تبلیغي جماعت پلویان بیا پدی آند دي چې د دوئ د تبلیغ، تلقین او هڅو له برکته، نه یواځې په لس ګونو نومیالي سیاستوال، سترګه ور هنرمندان او وتلي لوبغاړي، بلکې په زرګونو سر والي بر والي خرمستان، قمار بازان، پوډریان، اوباشان، لوفران او لوچکان، سمې لیکې ته سیخ شويدي. له لنډه غرۍ او بدماشۍ سره یی مخه ښه کړی او د دیندارۍ، تواضع او عاجزۍ لاره یی خپله کړیده. دوئ باور لري چې د سترګو په رپ کې د چاپیریال دغه ډول سترې ناخوالې او ناغیړې نه سمیږي او د فاسد او فساد په ضد د تاوجن غبرګون نه څرګندول او د ظلم پخلاف احساساتي او پاریدلی پاڅون نه کول، دیني مصلحت او د وخت او حالاتو غوښتنه ده

له بله پلوه، الله تعالی فرمایي (كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّه) یعنی: تاسو هغه غوره ډله یاست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره منځ ته راوړل شویده، تاسې د نیکۍ امر کوئ او له بدیو منعه، او پر الله ایمان لرئ) او  پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایی: څوک چې یو ناوړه کار وویني نو باید په لاس- زور- سره دی هغه منعه کړي، که یی نشي نو په ژبه دی د هغه د مخنیوي هڅه وکړي او که دا یو هم نشي نو بیا دی لدغه عمل څخه په زړه کې بد یوسي، کوم چې د کمزوري ایمان نښه ده

نو کله چې په یو کور، یوه ټولنه او یو هیواد کې نیکۍ ته د هڅولو او د خیر خواته د لارې برابرولو روحیه حاکمه نه وي او د بدۍ د مخنیوي، د هغې د له منځه وړلو او د شریرو او بدو انسانانو د مجازات کولو اصول برلاسي نه وي، نو بیا به د دی امت د غوراوي، منځلاریتوب او بهترۍ مانا څه وي؟

تبلیغیان دا مني چې هره ټولنه یو ډول اصلاح او رغون ته اړتیا لري خو دا چې هوش له جوش څخه بهتر دی نو ځکه خو باید لمړی د ځان تزکیې او اصلاح او بیا د ټولنې سمون ته توجه وشي. کنه نو د دعوت او بلنې مخه به ډب او د باران ځای به څڅوبي ونیسي. دوئ شاید پدې عقیده وي چې ګوندي سیاست او حزبي چاپیریال، فاصلې او واټونونه  زیږوی، اختلاف ته ببوزی وهي، واحد امت په ډلو ټپلو ویشي او د خلقت اصلي موخې، یعني عبادت ته تللی لار، کږه او انحراف رامنځ ته کیږي

له دواړو تبلیغيانو سره ځما بنډار ښایسته اوږد او دلچسپه شو. مرکزي او ختیزې افریقا ته د خپل اوه میاشتني سفر ټولې خوږې او ترخې خاطرې یی راته یوه په یوه لکه د ضرب زباني په شان تکرار کړې،  دواړه ډیر بهادر او متوکل ښکاریدل، په ساده کی تیله دار او د غنا په ځای یی د استغنا خبره بیابیا ظبطوله.  یو تن چې دوه کاله وړاندی یی واده کړی وو، د خپل ګلالي زوی لیدو ته ډیر په شنه کې وو،  خو د هغه دڅنګ  کوژده شوي انډیوال خپل واده ته لیوالتیا د زړه په صندوقچه کې همداسې پټه ساتلی وه او نه یی غوښتل چې د خپل  پښتانه غرور شمله د چا په قدمونو کې کیږدی

څو څو ځلې می په زړه کې دا خبره تاو را تاو، خو په خوله نه شوه چې وه لالیه! تاسو دا دومره پيسې له کومه کړې چې نیمه دنیا مو ګزو ګام او د دوئ په وینا درې کاپیران مو مسلمانان کړل؟ خو کله می چې تری وپوښتل چې د ترهګرئ په نامه په روانه جګړه کې خو اکثره سفارتونه د اوږدو  ږیرو خاوندان د خپلو سفارتونو د دیوال سیوري ته هم نه پریږدي نو تاسو ته دا ویزې څرنګه درکوي؟ نو یو تن یی بیدریغه وویل: ګوره جي، مونږ خو تبلیغیان یو!؟

پرته له شکه، تبلیغ یوه دیني فریضه او اخلاقي وجیبه ده. د اندونیزیا غوندی ستر اسلامي هیواد په وینه، توره او د موچي په تار نه، بلکې د مبلغینو د وعظ ، سیرت او نیکو اخلاقو له برکته مسلمان شوی او څومره به ښه وي که قدرمند تبلیغیان پخپلو ګشتونو او موعظو کې ځمونږ ځوانانو ته د دین د تعلیم په څنګ کې دا تلقین هم ورکړي چې انتحار او ځان وژنه حرامه او ژوند ښکلی دی

 

-
بېرته شاته