(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مارګله په پښتو ټپو کې

[14.Jan.2017 - 23:48]

لیک: ډاکټر لطیف یاد 
مارګله او په پښتو ټپو( لنډیو ) کې یې یادونه
مارګله یوه غرنۍ سیمه ده چې دپاکستان دپایتخت( پلازمیینې ) اسلام آباد په شما لي برخه کې پرته ده چې پخپله اسلام آباد هم دمارګلې په لمنه کې موقعیت لري .مارګله په اصل کې دهیمالیا دغرونو یوه لړۍ ده . دمارګلې غرنۍ سیمه ( ۱۲۶۰۵) هکټاره ده چې دمري سیمه هم پکې راځي .
دمارګلې سیمه د ډیرو غرونو او وادیو نه جوړه شوې ده چې اسلام اباد هم پکې شامل دی. پخوا په تاریخي کتابونو کې د اوسني اسلام آباسیمې ته پټوهار( پوټوهار) ویل کیده اوتر هغې دمخه د چورپور په نامه یادیده .
دمارګلې په اړوند ځینې اسطورې هم شته چې ځینې په دې اند دي چې مارګله ځکه ورته وایی چې دې سیمې ډیر ماران درلودل .
مارګله دښکلي طبیعت او غرونو په وجه رنګارنګ بوټي ، ګلان او ونې لري او همداراز ډول ډول وحشي ځناور او مارغان هم پکې شته .
دمارګلې مشهورځایونه دامن کوه ، پیر سوهاوه ، ګو کینا، لوهي ډنډي ،شاه الله دته اودمارګلې نیشنل پارک دی.په مارګله کې دغره لوړه څوکه دتله چروني په نامه یادیږي چې ۱۶۰۴ متره لوړه ده.
په پښتني کلتور او تاریخ کې هم دمارګلې دنوم ډیره یادونه شوې ده. په پخوا وختونو کې به چې پښتانه هندوستان ته تلل نو دمارګلي پر لاره به یې خپل یون ( سفر ) کاوه او ان دپښتو په ټپو( لنډیو ) کې هم دمارګلې دښکلي سیمې یادونه شوې ده چې زه به یې تاسو ته دلته یو څو پښتو ټپې ( لنډۍ ) دبیلګې په توګه راوړمه :
۱- ساتلی بازمې رانه لاړه 
په مارګله به ورته دام دزلفو ږدمه
په دې بله ټپه کې ګورو چې جانان خپل یو مساپرچې هندوستان ته ځي تر مارګلي پورې بدرګه کوي اونوریې په خدای سپاري لکه چې وایی:
۲- تر مارګلې درسره ځمه 
په هندوستان کې دې په خدای سپارم مینه
په دریمه ټپه کې ګورو چې خپل جانان دهندوستان دتلو نه منعه کوي او وایي:
۳- یار به مې بل ملک ته پرې نږدم
ورته پیزوان دمارګلې په کنډو ږدمه
۴-  په مارګله مې يار ورتېر کړه
داوښکو ډکې سترګې کور ته ترې  راځمه

-
بېرته شاته