(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جاسوسان

[04.Jan.2017 - 14:29]

                                           جاسوسان
لیک: رحمت الله شیرزوی

د هیواد څخه بهر په یو د نګ محل کې د نړۍ سفیران سره راټول وو.د افغانستان له مخالیفینو سره یی ناسته درلودله له یو بل سره یی په غیږ ښه اوږود روغبړ وکړ. نیمو لوڅو نجونو خدمت کاوه,.د ډوډی خوړلو څخه وروسته خبریالانو ته وویل شول چې باید د باندی لاړ شې له دوی سره هر سفیر پټ ملاقات لري.زه د سوچونو په دریاب کې لاهو شوم.زموږ د کلی هغه ځوان مې ذهن ته راغی چې  نیمه شپه  توره تیاره وه یوه ډله وربوز تړلو وسلوالو پدی تور په ډیکو له کور څخه له دواړو مټو نیولی په ځان پسې کشولو چې ولی دي له امریکایانو سره په غیږ ستړی مشي کوله.ښه مې را په یاد دي د مور او خور یی څیرې ټکرې په سر وو.په مخ یی اوښکې را راوني وې ویلي د موږ بی د خدا څخه بل څوک نشته.پلار یی په خښ شوي ماین مړ شوی وو. یو  وربوز تړلی وسلوال په لوړ اواز وویل چې جاسوسان په غیږ له کفرو سره روغبړ کوي. زموږ امیر به پریکړه کوي.مور یی قران ګرځه وه خو چا نه منل. ځوان کې له ورایه د ستړیا نښی ښکاریدي کالی یی په خټو ککړ وه د یو چا  کار یی کاوه په شا یی مور او خور ته راوکتل په ژړا غونی اواز یی وویل زه بیرته راځم.  په سهار مو هغه ځوان بی جنازي خاوروته وسپاره. د مور او خور ژاړه او د هغه ځوان مینت او زارۍ به زما هیڅکله هیري نه شې.
لیکوال: رحمت الله شیرزوی

-
بېرته شاته