(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملایانو زامن

[24.Nov.2016 - 16:17]

د ملایانو زامن 
لیک: نعمان دوست
ټکنده غرمه د انګړ ور وټکیده، ورپسې جوخت په نري غږ یوه مترنمه جمله انګړ ته را ننوته. جمله داسې وه: (( وظیفه راوړئ خدای مو وبخښه!)) ور، مې بیرته کړ. په شنو جامو کې کوچنی ماشوم ناست و. ژر یې له لوښي لاس لرې کړ او خوله یې په لستوڼي پاکه کړه. له هغه سره توره فراشوتي کڅوړه وه. کڅوړه کې د ډوډۍ ټوټې وې. د کڅوړې خواته یې یو خیرن او غوړ ارمونیي لوښی ایښی و، اصلي رنګ یې نه معلومیده. د لوښي په بیخ کې یوه کاشوغه خالي وريژې پرتې وې. ماشوم وږی و، تازه له مکتبه راغلی و. تر کوره یې انتظار نه کیده خو زما په لیدو یې وریژې خوړل بس کړل. 

دا زموږ د جامع جومات د ملا امام زوی دی. هغه ایله شپږ کاله عمر لري، خو په همدې عمر کې هره ورځ شاوخوا ۵۰ دروازې ټکوي او پنځوس ځلي د( وظیفه راوړئ خدای مو وبخښه!) جمله تکراروي.
وبخښئ، دا یوازې زموږ د ملا امام زوی نه دی. د لسګونو ملا امامانو زامن همداسې عمر لري، کور په کور ګرځي او سړه ډوډۍ راټولوي. دوی ښه لباس، ښه خوراک او ښه پوشاک نه لري. لکه سوالګرو غوندې ګرځي او لکه سوالګرو غوندې ډوډۍ غواړي.
د ماشوم څنګ ته ولاړ پاتې شوم، کله مې د ده ولږې،ستړیا او ضعیفه بدن ته کتل او کله مې د هغه پلار ذهن ته راته چې هره جمعه ورپسې( ۱۰ـ۱۲) پنځوس نفري کتارونه ولاړ وي او په سلګونو کسان ورپسې اقتدا کوي.
هغه څوک چې د ممبر لپاسه ناست وي، خلکو ته دین ښیي. د دین احکام ورته بیانوي، د فلاح او بهبود لارې ورښيي.
همدې چورتونو کې وم، په خپل ځان او په خپلو خلکو خندا راغله: د اسلام په نوم سرونه ورکوو، اسلام ته په سپکاویو د تورنو کفارو پر ضد خونړۍ مظاهرې کوو،پنځه وخته لمانځه کې د اسلام بریا غواړو، د خپل ایمان سلامتي غواړو، له دین سره د مینې او رابطې ساتلو دعاوې کوو، خو هغه څوک چې د همدې دین د رسولو رسالت په غاړه لري، ژوند یې دغه شان دی، اولادونه یې خوارو زار او په ګیډه وږي دي.
ماشوم ته په فکر کې شوم: دا ماشوم به ستر شي، خو یوه عقده به ورسره یو ځای ستره شي او که وخت یې راغی نو د عقدې د سړولو لپاره به لاس په کار شي.خدای خبر دا عقده سړول به څومره بلاګانې وزیږوي؟ څومره زیانونه به پیښ کړي او څومره نفرتونه به وکري؟

د ملا صاحب زوی ویني چې نور ماشومان خپلو کورونو کې ناست دي،ډوډۍ نه راټولوي، کور په کور نه ګرځي، خو دی.... 
دی، ویني چې د ده پلار د دین عالم دی، په لسګونو مقتدیان لري، خو د ده ژوند له ټولو بدتر دی. 
شاید دا ماشوم هم ملا شي، هغه به د همدغې عقدې له مخې مکتب د فرعون ایجاد ګڼي،مکتبیان به کاپران بولي،سرتور سر کسان به ګناه ګار او د سزا وړ بولي او...
د عصري علومو او دیني علومو د طالب علمانو ترمنځ د موجوده واټن یو لامل شاید همدا وي.

دا به یوه بله ستونزه هم را وزیږوي. ماشومان به دیني زدکړو ته زړه نه ښه کوي، هغوی چې د ملایانو خوارو زار اولادونه ویني، نو په ځان به یې دا ورځې نه پیرزو کیږي او دیني زدکړې به نه کوي او چې کله داسې وشول، نو زموږ د مرګ او ژوند په اړه فتوا ګانې به له نورو هیوادونو راځي، دغه فتوا ګانې به د مفتیانو د هیوادونو ګټې تامینوي او بس.
نو،
دا وضعیت باید خاتمه پیدا کړي، دا عقدې باید سر پورته کولو ته پرینښودل شي، دا درزونه باید پراخیدو ته پرېنښودل شي. د دې لپاره باید له ټولو ممکنه تدابیرو کار واخیستل شي.
وړاندیزونه:
ملا امامانو ته :
هغه څوک چې غواړي ملا امام شي، باید امامت ته د یوازینۍ دندې په سترګه ونه ګوري او د غني خان خبره (د توکړو شکور ته کښینني). هغوی دې د دې ترڅنګ یو کسب او کمال هم زده کړي او یا دې نورې زدکړې هم وکړي.
ولس ته وړاندیز: د هر جومات مربوطې کورنۍ باید داسې یو سیستم رامنځ ته کړي، چې له مخې یې ملاامام په عزت سره ژوند وکولای شي.شتمن کسان باید په دې چاره کې پوره ونډه واخلي.
مخکې له دې چې د کلي خلک د جومات جوړولو لپاره راپورته شي او د بسپنې راټولولو لپاره سړک کې پاټکونه واچوي، لومړی دې د ملا امام په ژوند فکر وکړي، د جومات له جوړولو د هغه ژوند جوړول مهم دي، که یو کلی ملا نه شي ساتلی دوه کلي دې په ګډه یو جومات جوړ کړي.

حکومت ته وړاندیز:
حکومت باید هر چاته د امامت جواز ورنکړي، یو علمي معیار دې وټاکي او کله چې څوک له هغه معیار سره برابر شول،نو بیا دې د یو مامور په څیر رتبې ولري، معاش دې ورته وټاکي او تقاعد دې ولري.

محمد نعمان دوست،جلال اباد
د وږي ۲۴مه، ۱۳۹۲ (ګرداب ورځپاڼه)

-
بېرته شاته