(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کمیونیزم

[19.Nov.2016 - 10:22]

کمیونیزم

ژباړه : ع ملګری
کمیونیزم د سوشیالیزم زیږنده ده چې د کارل مارکس (جرمني فیلسوف) لخوا د کاغذ پر مخ وکښل شوه. کارل مارکس د کمیونیزم پلار د خپل عمر ډیره برخه په فرانسه او برطانیه کې د تبعید په حالت کې تیره کړه او په ۱۸۴۸ م کال کې یې د کمیونیست منیفیسټو یا دکمیونیزم اعلامیه ولیکله کومه چې وروسته د کمیونیسټ پارټې د جوړښت لپاره مشال وګرځيده. کمیونیزم د مارکسیزم په نامه هم یادیږي.
مارکس دا عقیده درلوده چې یوه خیالي نړۍ په هغه صورت کې مینځ ته راتلای شي چې کله په ټولنه کې طبقات له منځه یوړل شي او په ورته وخت کې دولتونه له منځه یوړل شي. (دا باید په یاد ولرو چې د مارکس نظریې یوه هم د هغه په ژوند د عمل مصدر و نه ګرځيده بلکه د هغه نظریې د هغه له مرګ وروسته عملي شوې).
د مارکس نظر ډیر ساده وو هغه ویل چې د ټولنې ټیټ پوړې طبقه د غربت څخه خلاصه کړئ. او وخت ورکړئ چې له غربت سره جګړه وکړي. هغه عقیده لرله چې دا لاسته راوړل کیدلای شي او د هغې لپاره باید یو کمیونیستي دولت منځ ته راشي چې د تولید ټول وسایل او تولید په لاس کې واخلي ترڅو هیڅ څوک هم له حده زیاتې پیسې لاسته را نه وړي. هو ترنن ورځې پورې دا ډیر ستونزمن کار دی له هغه څخه چې هغه عقیده لرله.

هغه د خیالي نړۍ جوړولو لپاره درې مرحلې روښانه کړې:
۱: لمړې مرحله
د یو داسې انقلاب منځ ته راوړل چې شته دولتونه او قوانین په مکمله توګه له منځه ولاړشي او دا کار به دویمې مرحلې ته لاره هواره کړي.

۲: دویمه مرحله
یو دیکتاتور یا مشر باید په کارګره طبقه پوره اختیار او واک ترلاسه کړي. په دې مرحله کې به نوی رهبر یا کمیونیستي رهبر په عوامو او د هغوې په اختیاراتو پوره واک ولري، د هغوې په تعلیم، مذهب، دندې او حتی پر ودونو او همداراز اشتراکیت په سرمایه او شته وو کې هم باید موجود وي

۳: دریمه مرحله
د خیالي نړې لاسته راوړل: په دې مرحله کې باید هغه څوک چې کمیونیستان نه وي ټول له منځه یوړل شي ترڅو کمیونیزم په خپل اوج کې څرګند شي.
د مارکس په خیالي نړۍ کې ورسته له دریمې مرحلې به هرڅوک په خپل رضایت سره پرته له خنډونو اشتراکیت خوښ کړي او په دې سره به ټوله ټولنه یو شانه ووسي او څوک به و نه توانیږي چې زیاته سرمایه ترلاسه کړي.

مارکس د کمیونیستي نظام لپاره ۱۰ شیان اړین ګڼي 
۱: مرکزي بانک
۲: پوهنه د دولت په کنټرول کې
۳: دندې د دولت په کنټرول کې
۴: ټرانسپورټ ددولت په کنټرول کې
۵: زراعتي وسایل او فابریکې یواځې او یواځې ددولت په کنټرول کې
۶: د شخصي سرمایې او شته وو له منځه وړل او دولتي کول یې یا یې له نورو خلکو سره ویشل
۷: د شته او سرمایې حقوق په لاس کې اخیستل (د خلکو ځمکې او جایدادونه او نور... باید د خلکو نه وي بلکه د دولت وي)
۸: خورا زیات ټیکسونه په عوایدو
۹: د میراث حقوق ختمول
۱۰: سیمه ییز پلانونه

په یوه کمیونیستي ټولنه کې څنګه چې مارکس یې روښانه کوي دولت ټولواکه وي او په ځمکې او د تولید په وسایلو پوره پوره کنټرول لري او همدا راز دولت شته او ځمکه په خلکو ویشي له هغې پرته بل هیڅ څوک د یو شخصي سرمایې یا شته وو حق نه لري
ژباړه: ع . ملګری

-
بېرته شاته