(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پکتیا:پاچاخان فکری بهیر

[22.Sep.2016 - 14:55]

لنډ راپور 

نن د زرغون ښار اړوند د شپې لیسې په تعمیر کې د پاچاخان پر نوم یو فکري بهیر رسما د سیمې د ځوانانو محصلینو او زده کوونکو په ګډه همکاری پیل شو.
د قران شریف له تلاوت وروسته عظمت کټوازي د پاچاخان ژوند لیک او مبارزه بیان کړه او د فکري بهیر په ارزښت یې ګډونوالو ته معلومات ورکړ.
عظمت  ددې بهیر د دوامدارو غونډو په جوړښت هم له ګډونوالو سره بحث وکړ.
ورپسې عبدالحق غرني د پاچا خان د مبارزې په اوسني وضعیت او د ګوند په ملګرو یې د عیني شاهد په توګه لنډ لکچر ورکړ.
قومي مشر ضابت صاحب زر خان د فکری بهیر او ځوانانو په روزنې سربیره له عظمت کټوازي څخه د سیمې د پرمختک په اړه د ټولو لاس ته راوړنو  او په نه امکاناتو د پرلپسې منډو مننه وکړه. 
نوموړي خپلي پخوانۍ تجربي او د جریت زده کولو په اړه یې ځوانانو ته ګټوري سپارښتنې وکړي.
ورپسې قاری صاحب سید کریم د تفکر په اړه د اسلام له اړخه د معلوماتو سربیره د ددې بهیر ملاتړ وکړ.
د جاني خیلو له ولسوالی راغلی یو تن میلمه ډاکټر دا بهیر د سیمي لپاره ویاړ وباله او دا یې د ځوانانو په فکري پرمختګ او بدلون کې یو مثبت ګام ګڼلی. 
یو تنکی ماشوم ته دده له غوښتني سره سم د شعر ویلو وخت ورکړ شو او د ګډونوالو له خوا په چکچکو وستایل شو.
اسلام دانش هم د پوهې او تفکر په اړه لنډې خبري وکړي .
د راتلونکي اونۍ لپاره د غونډې لکچر راپور او معلوماتو لپاره د کسانو له ټاکلو وروسته غونډه په دوعایه سره پای ته ورسیده.
درنښت

-
بېرته شاته