(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو او پښتانه په

[11.Aug.2016 - 14:05]

پښتو او پښتانه په افغانستان کې.
لیک: ایمل جدون
پښتانه په شمير کې د افغانستان د ټولو نه غټ قام دې.خو د دنړۍ په تاريخ کې چې څومره  زياتی او ظلم په افغانستان کې د پښتون دژبې ,دود دستور او قامي پيژندګلو سره شوی دی، بل هيچرته نه دې شوي.
دلته چې خوار پښتون کله هم د ښار مخه کړی ده ، نو اول يې ترې ژبه اغستې ده او بيا يې ورله نسل روک کړی دی او غيرو پښتنو سره يې ودونه کړي دي.
ده ته يې د اوچتوالي معيار او پيمانه پارسي ايښې ده چې پارسي خپله کړه چې اوچت شې.
يعنې پښتو د اوچتو خلکو ژبه نشي کيدای.
د پښتون ژبه پښتونولي او نوم تل افغان ملي وحدت ته خطر ګنړل شوي دي
او شاهانو پرې کلک بنديز لګولې و
ولې چې شاهان خپله پارسيوانان وو او بله دا چې د افغانستان غير پښتنو ,پښتو او د پښتون قامي پيژندګلو نه خوښوله او تر ننه يې نه خوښوي.
دا غير پښتانه اردو  او پارسي زده کوي خو پښتو نه.
دا څه چې مامدزيان,پوپلزيان او داسې نورو ته پکې اردو ورځي خو يو ټکې پښتو نه وائي.
داسې پښتانه چې پښتو هم ورځي خپلو کې دري غږيږي.
پښتون يې دومره ذهني غلام کړې دې چې  د غير پښتون سره خپله ژبه نشي وئيلې.
ولې چې د پښتون پيژندګلو په مرکزيت کې منلې شوې نه ده.
نن تاسو وګورئ څومره پښتانه وزيران کور کې پښتو وائي.
دا ولې?
دا که يو اړخ ته د پښتون بې حسي ده نو بل اړخ ته د غير پښتون تعصب دی
چې پښتو مخې ته نه پريږدي.
په يو لوخي ليکنه نه برداشت کوي.
اساسي قانون کې که هر څه وي مني يې څوک.
او پښتون بې چاره که يوازې پښتو زده کړي نو 
څه .
ډير په مشکله چې پښتنو پخوا پښتو 
 د افغانستان ملي ژبه اوګرځوله 
نو د شاهانو تعصب ته ګورئ چې خپله  يې نه زده کوله او نه يې د زړه نه منله.
خو مجبور وو چې  څوکيدار ماما له خله غوړه کړي ولې چې تخت ساتل ددوي کار وو.
پښتو او پښتنه ټولنه داسې پشا پاتې ساتلې شوې وا چې ګمان به د نه راتلو چې د کابل او کنړ خلک يو ملک کې ژوند کوي.
يا کندار او کابل د يو ملک ښارونه دي.
د تره کي صيب انقلاب د پښتنو د ازادۍ انقلاب وو او پښتانه خبر شو چې پښتو کې هم پرمختګ کيداۍ شي.
ولې ډير په کمال د پښتنو دشمنانو ناکامه کړو.
نن حال دادې چې پښتو په ارګ کې شل سلنه نوره ښکته شوا او دري اتيا سلنه پورته شوا
تاند خبر خپور کړې دې.
هرات کې خو پښتنو پخوا پښتو پريښودې وا
اوس ګاونډي ولايت فراه کې هم د سر پښتانه دري وائي
سره له دې چې اتيا سلنه فراهيان پښتانه دي.
زه چې کله پخوا تللې اوم
نو چې چا به ښه کالي اچولې وو نو هغه به دري وې
چې کوم به شاړ شډل وو هغه به پښتو وې.
لر او
 بر  پښتانه د يو والي د منزله ډير لرې دي
خو راځئ چې دا خپله قامي پيژندګلو
ژوندئ وساتو او دا وخت خپلې ژبې ته کار وکړو يو بل سره د پښتو د خاطره لاس يو کړو.

ياد ساتئ په لر او بر کې مو قامي پيژندګلو روکوي.
زمونږ مشران يا خو ډير مجبور دي يا بې خسه دي.
که د پښتنو شمير داسې په ژبه روکيدو ټيټيږي 
نو پوهه شائ چې د يو والي د منزله لرې کيږئ.
(ایمل جدون)

-
بېرته شاته