(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو ژبې

[14.Jul.2016 - 08:44]

لیک: پوهنوال ډاکتر عبدالرشيد جليلي 

د پښتو ژبې د نړيوالې ورځې په اړوند ليکنه

بسم الله الرحمن الرحيم
د پښتو ژبې وده او په وړاندې يې ننګونې، ستونزې او د حل لارې

لومړی تر هر څه د غرغښت ټولنې ، لوی ننګرهار ټولنې ، احمد شاه بابا ټولنې او په هالنډ کې افغانې کلتوري ټولنې څخه د زړه له کومي مننه کوم ، چې د پښتو ژبې د ودې ، ننګوونو ، ستونزو او د حل لار په اړوند یې دا ننۍ پرتمینه غونډه جوړه کړیده او ماته یې هم برخه راکړه چې یو څو خبرې وکړم .
درنو دوستانو !
پښتو ژبه تر هغې وده نه شي کولای ، تر څو له محکومیت څخه نه وي ژغورل شوې . پښتو د یو محکوم ملت ژبه ده . نژدې ۸۰  میلیونه خلک په افغانستان او نورو هیوادونوکې په پښتو خبرې کوي . یواځې له امو څخه تر اباسینه پورې په طبیعي او تاریخي افغانستان کې له ۷ میلیونه څخه زیات پښتانه ژوند کوي . په دې سیمه کې هیڅ بل داسې یو ملت په دې شمیر نه شته چې له یو بابا څخه جوړ شوی وي ، خو خپلواکي ونه لري او په دې ۲۱ پیړۍ کې دې استعمار لاندې ژوند کوي .
د پښتو ژبې په وړاندې ننګوونې :
د پښتو ژبې په وړاندې ننګونې او د افغان ملت په وړاندې ننګوونې یو شان دي . هر څوک چې نه پریږدي افغانان په خپل طبیعي او تاریخي له امو څخه تر اباسینه پورې افغانستان کې یو خپلواک ، ستر او ځواکمن دولت منځته راوړي ، دا په واقعیت کې د افغان ملت او پښتو ژبې سره دښمني لري او په وړاندې یې تر هرڅه لومړۍ او ستره ننګوونه ده .
دا څوک دي ؟
۱ـ  ټول هغه استعماري ځواکونه چې خپلې استعماري ګټې د افغانانو په ویشلو ، کمزورۍ ، وروسته پاتې والي او ستونزو کې وینې د افغان ملت او پښتو ژبې په وړاندې ننګونې دي ،
ولې استعماري ځواکونه خپلې ګټې د افغانانو په ویشلو ، کمزورۍ ، وروسته پاتې والي او ستونزو کې وینې ؟
په دوو دلیلونو :
لومړی ـ استعماري  ځواکونه غواړي د افغانستان غوره جیو ستراتیژیک موقعیت څخه د خپلو استعماري ګټو د پاره کار واخلي خو افغانان یې ورته نه پریږدي او غوښتنې یې نه مني .
دویم ـ د پښتونولۍ او اسلامیت اصول بیخي یوبل سره سمون لري . یانې پښتانه سوچه مسلمانان دي . چې دا کار د ځینو بې دینو متعصبینو حساسیت او دښمني  را پاروي . د مثال په ډول د نیویارک پر برجونو امریکایي عربو یرغل وکړ . خو بوش په دښمنۍ کې پښتانه ونیول . چې تر اوسه یې له یو میلیون څخه زیات پښتانه له منځه وړي دي او د بوش «کروسید » لا دوام لري  . د امریکا یو لوړ پوړي چارواکي ( هالبروک ) پټه نه کړه چې د هر پښتون کور کې یو طالب دي . یانې له توپیر پرته ورته د ټولو پښتنو ځپل روا کار معلومیده .
۲ـ هغه ګاونډي هیوادونه چې د نړۍ نورو استعماري ځواکونو سره یې خپلې ګټې شریکې کړې دي او ټول بیا یوشان له امو څخه تر اباسینه پورې له یو واحد ، خپلواک ، ځواکمن افغان دولت منځته راتګ څخه په ویره کې دي ، د پښتو او افغان ملت د پرمختګ په وړاندې یوه ننګونه ده .
۳ـ ټول هغه تش په نامه افغانان ، چې د بهرنیو هیوادونو د استخباراتي شبکو سره تړلي او د پردیوپه غلامۍ روږدي دي ، خپلې شخصي او ګروپي ګټې د یو ستر ، خپلواک او ځواکمن افغانستان په منځته راتګ کې نه ویني .دوئ لکه د پښتنو د نورو دښمنانو په څیر دویشل شوي او د پنجاب په واسطه د نیم افغانستان د اشغال دوام غواړي . همدارنګه دوئ د ډیورنډ د تورې کرښې د په رسمیت پیژندلو د پاره د پنجاب د غلامانو رول لوبوي او یوه ننګونه ده .
د افغان ملت او دافغانانو ملي ژبې پښتو په وړاندې ستونزې :
۱ـ د ملي مسالو او پښتو سره د پښتنو بې تفاوته او پسیف چلند . ډیر پښتانه اوس هم د افغان ملت د ستونزو او د پښتو ژبې په وړاندې د تبعیضي چلند او له سیاسي ، اقتصادي ، فرهنګي ډګرونو څخه د پښتو د ویستلو په وړاندې بې تفاوته دي . د پښتنو په مشرۍ په افغانستان کې د ځان ساتو حکومتونو د ملي ضد سیاستونو له کبله د ویشل شوي افغانستان بیرته یو والي تر اوسه ځنډیدلی دی . چې دا کار په واقعیت کې د افغانانو له ټولو ستونزو څخه لویه ستونزه ده .
۲ ـ لاسپوڅي حکومتونه بله ستونزه ده ،  چې د داسې حکومتونو په سرکې ډیر وخت داسې پښتانه راولي چې په نوم پښتون وي ، خو پلان او پروګرام ټول دهغو یرغلګرو ځواکونو سرته رسوي چې دوئ يې قدرت ته رسولي دي  . هغومره چې پښتو د حامد کرزي او اشرف غني په حکومتونو کې له سیاسي ، اقتصادي ، اداري او فرهنګي ډګرونو څخه وویستل شوه او د افغانانو هویت ته تاوان ورسید ، بل وخت داسې ن و شوي . 
۳ـ د پښتون / افغان مشرانو ځینې ځانګړې نیمګړ تیاوې د ټول افغان ملت په تاوان تمامې شویدي . لکه ځانغوښتنه ، ځان ځاني ، د قدرت ، مال او جاه او جلال سره مینه  ډیر وخت په خپلمنځي بې اتفاقیو تمام شويدي ، چې له کبله یې سترې بریاوې او فرصتونه له لاسه تللي دي .
۴ ـ  تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې پښتو ژبې ته له ملي ، تاریخي ، سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیز او فر هنګي پلوه د تاریخ په اوږدو کې ، سره ددې چې پښتانه خپلواک مشران په قدرت هم و ، پام نه دی اړول شوی او د افغانستان د ټولو خلکو د ملي ژبې په توګه یې د پښتنو پادشاهانو او ولسمشرانو په دربارونو کې ځای نه دی موندلی .
د حل لارې :
۱ ـ د حل بنسټیزه لار : د پښتو په وړاندې د ننګونو او ستونزو بنسټیزه لار د برتانوي استعمار په واسطه د  ویشل شوي افغانستان بیرته یووالی دی . دا کار یواځې او یواځې له امو څخه تر اباسینه پورې د افغانانو د ملي ازادي بښونکي پاڅون په واسطه سرته رسیدای شي .
په دې هکله ځینې انحرافي نظریې هم شته چې په لنډ ډول یې لاندې یادونه کیږي :
۱ـ پاکستان قوي اردو لري او زموږ اردو یې د مقابلې وړ نه ده ـ خو د افغانستان په ټول تاریخ کې د افغانستان د خپلواکې لاسته راوړل اوساتل یې او د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع تل د افغانستان دخلکو په واسطه سرته رسیدلي دي . که له امو څخه تر اباسینه پورې ټول خلک په یو وخت له پنجابیانوڅخه دخپلې خپلواکۍ د پاره راپاڅیږي څوک به یې مخه ونیسي . دملتونو په وړاندې هیڅ ډول قوي اردوګانې په جګړه کې بریالیتوب لاسته نه شيٍ راوړای . پنجاب باېد بې جګړې پر نېم  افغانستان له خپلې استعماري واکمنۍ څخه تېر شي .
۲ـ د ډیورنډ دکرښې اخوا افغانان که نه  غواړي موږ سره یوشي ، نو موږکه هرڅومره هلې ځلې وکړو بې فایدې دي . خو د نه غوښتلو دا خبره باچا خان په خپل وصیت سره چې په جلال ابادکې یې جنازه خاورو ته وسپارل شي لا ډیر وخته باطله کړیده . له دې باید منکرنه شو، چې د انګریزانو او پنجابیانو د مستقیم استعمار لاندې د کرښې اخوا پښتنو  ،څومره قربانۍ د خپلې خپلواکۍ او نیم نور افغانستان سره د یووالي د پاره ورکړي دي .
۳ـ اوس یې وخت نه دی ، کله چې دا نیم افغانستان جوړ او قوي شي بیا به د هغه نور نیم غم خورو ! خو تر څو ویشل شوی افغانستان بیرته یو نه شي ، هیڅکله به دا نیم افغانستان د یرغلګرو له تیریو ، لاسوهنو او توطیو څخه خلاص نه شيٍ ، پاتې خو لا دا چې پرمختګ وکړي او قوي شي .
۴ ـ موږ خارجي ملاتړ نه لرو ـ له پاکستان څخه خو انګریزان او امریکایان ملاتړ کوي . خو واقعیت دا دي چې پاکستان د برتانوي استعمارچیانوداستعماري موخو زیږنده ده . د انګریزانو او امریکایانو په دستور او نظامي مرسته پر نیمایي افغانستان خپل استعماري اشغال ته دوام ورکوي . خو افغانان نه د چا د استعماري موخو د پاره کار کوي او نه د استعمارچیانو مرستو ته  اړتیا لري . افغانان خپلمنځي یووالي ته اړتیا لري چې ټول په یو وخت دخپلې خپلواکۍ دلاسته راوړو د پاره راپاڅیږي .
پایله :
افغان ملت حق لري لکه د نورو ملتونو په څیر په خپل طبیعي ، تاریخي او جغرافیوي حدودو کې ، چې له امو څخه تر اباسینه پورې خاوره ده ، خپل خپلواک دولت جوړ کړي . خپله ملي ژبه ، خپل ملي اقتصاد ، خپل ملي فرهنګ او خپل ملي هویت ولري . دا دهر افغان کشر وي که مشر ، ځوان وي که زوړ ملي اسلامي دنده ده چې دې موخې ته د رسیدو دپاره له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي او په دې لار کې ه ډول ځاني او مادي  سرښندنو ته چمتو وي .
دا چې د دښمنانو د ټولو دښمنیواو توطیو سره سره لا تر اوسه پښتو ژبه ژوندۍ ده او څوک نه شي کولای له منځه یې یوسي ، سبب دا دی چې یو خو د اتیا میلیوني ستر شمیر خلکو ژبه ده او بل دا چې ډیر پوهان د قلم خاوندان ، په عصري پوهې او تخنیک سنبال ځوانان نه پریږدي چې دا خوږه مورنۍ ژبه یې له منځه ولاړه شي او یا د تل لپاره محکومه پاتې شي . ستاسې د ټولو په هلو ځلو دې برکت وي .
ژوندی او خپلواک  دې وې له امو څخه تر اباسینه پورې افغان ستر واحدملت !
غوړیدلې دې وي ځموږ پښتو ملي خوږه ژپه !
و من الله التوفیق
۲۰۱۶کال د مې ۲۹

-
بېرته شاته