(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتو متلونو کې

[06.Jul.2016 - 15:16]

په پښتو متلونو کې عددونه اوشمېر
ډاکتر لطیف یاد
متلونه دهرې ټولنې دولسې ادبیاتویوه مهمه برخه ده .ددغو متلونوتر شا اوږدې کیسې پرتې دي .متلونه دخلکو دتجربو پر بنسټ هغه نصیحتونه دي چې په لنډه توګه بیا ن شوي دي اوپه لنډو جملو کې لویې خبرې پکې رانغاړل شوي دي . 
دپښتو دولسي ادب لمنه هم دمتلونو نه ډکه ده او که رښتیا ووایم زما دڅیړنو پر بنسټ دومره متلونه چې دپښتو په ولسي ادب کې شته دډیروټولنو په ولسي ادبیاتو کې نشته .زموږ په ټولنه کې دغه متلونه دلوستو او نا لو ستو خلکو ترمینځ هره ورځ په ورځنیو خبرو اترو کې کارول کیږي .زه دلته تاسو ته یوازې دڅو هغوپښتو متلونو بیلګې راوړم چې شمېر او عددونه پکې راغلي دي دبیلګې په توګه :( پوره ورک دې کړل دوه کوره )
ـ اوبه چي تر سر واوړي څه يوه نيزه څه دوه نیزې 
ـ اوربشي که سل منه دروپۍ شي ، دخره پکې يوه لپه ده 
په والله که به یې پرې شل کړې 
ـ پر خره يوه لپه اوربشي ډيري دي .
- به یوه ګل نه پسرلی کیږي 
- پر يوه باندي چي دوه شي ، ړنا ورځ ورباندې شپه شي
- دلاس پنځه ګوتې سره برابرې نه دي
ـ پنځه ګوتې په خوله نه ننوزي 
- پور چې تر سلو تېر شو ، وچه ډودۍ مه خوره
- پوره ورک دې کړل دوه کوره 
ـ په پردي کور کې سل مېلمانه هيڅ نه دي
ـ په جنګ کې يو ګام د سلو کالو لاره ده
ـ په سلو وهلی ښه دی ، نه په يوه پړ 
-په يوه استنجاء لمونځ نه کيږي
په يوه څپېړه سل مخونه خوږيږي - 
ـ په يوه زين کې دوه کسه نه ځائيږي
ـ په يوه لاس کې دوه هندواڼې نه اخیستلې کیږي 
ـ په يوه موزه کي دوې پښې نه ځائيږي 
- په یوې تیکې کې دوه تورې نه ځائیږي
- چي د ړندو پر کوڅه راشې ، پر يوه سترګه لاس ايږده 
- په یوه هیواد کې دوه پاچاهان نه ځائیږي 
- چي شل ګله ورکړې، درې ګله ورنه کړې ، ګل به یې نه کړې
ـ چونګښه له ماره سره تله ، پۀ منځ کې دوه ځايه شوه
- سل ټکه دزرګر یوټک دآهنګر
-ـ دډير وامساء ديو ه ګيډۍ. 
- ددوو به كوروي ددريم ګړي به مخ توروي
- د سلوكالوموړپه سلوكالوكې نه خواريږي
- دسلوكالووږي په سلوكالوكې هم نه مړيږي 
- دسلوبللوځاى شته ،خوديوه نابللي نه
- ـ دسورنه چي يوپف دى
ـ دپنځه جريبه ځمكې نه يو مريد ښه دى
ـ دسلوشاباسیونه يوه روپۍ ښه ده 
ديوه لاسه ټک نه خيژي .
ـ دوه غوايي چې ښکر پۀ ښکر شي زيان يې د بوټو کاڼو دی
ـ دوه غوايي چې ښکر پۀ ښکر شي ،زور يې د وښو پرخوا وي 
ـ د سپو کور پر کور بدي وي، خوار غريب ته يو وي 
دسپیوپه خپلو منځو کې جګړه ده ، خو مساپروته یې یوه ده 
ـ ړوند له خدايه څۀ غواړي ، دوه سترګې
- یو بام دوه هواوې
سل دي ومره ، يو دي مه مره-
- سل دې ومره ، خو دسلو سردې مه مره 
- چي يوه دانه خاوري شي، سل پيدا شي
- لمر په دوه گوتو نه پټېږي
- د دو رویپو شادي(بیزو) وه د لسو روپيو زنځيریې وشلاوه 
-که سل کلونه ژوندی یې ، اخر دګوربند یوا ن یې
-سل روپۍ پور کړه،خو د ژمي شپه په کور کړه
- دځوانۍ يوه نيشه وي هسې نه چې هميشه وي
- کوڼ دوه ځلې خاندى
- تر سل ځله او ريدلي ، يوه پلا ليدلي ښه دي
روژه مو غر اوبر کړه شل او نهه شپې لاپاتې دي 
ـ سل سرونه خیشتوي ، يو سر خريي
- سل سرونه خیشتوې ، يو هم خريلی نه شي
- سل يې غواړي ، يو يې وړي
-ړوند له خدایه څه غواړي ، دوه سترګې 
- يوه خبره حقيقت ، سل کاله عبادت
- دړندو په ښارکې دیوې سترګې خاوند پاچا دی
( یاد)

 

-
بېرته شاته