(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکوشني اختر

[04.Jul.2016 - 10:44]

دکوشني اختر درارسیدو له امله د مبارکۍ پیغام 

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند( پښتنو ن سوشل ډیموکراټیک پارټۍ) مشر،دڅانګو مشران او د مشرانو جرګې غړي د هیواد دننه او بهر ټولو پښتنو / افغانانو ته د کوشني (کوچني) نیکمرغه  اختر مبارکي  وائي

امید دی ،چې د اختر دا مبارکې شپې ورځې مو په خوښۍ  سره تیرې شي او داځل کوشنی اختر  زموږ  غم ځپلې  ،جګړه ځپلي  پښتون ولس او هيواد ته د سولې ، امن او ورورولۍ زیری راوړی ، جګړې  او پښتون وژنې ته د پاې ټکی کيښودل شي، تلپاتې سوله 
او ټیکاو رامنځ ته شي .
په درناوي
نصیر ستوری

-
بېرته شاته