(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حرامیان

[04.Jul.2016 - 10:12]

لیک : محمد نعمان دوست
اول مې غوښتل زنګ ووهم، لاره پرانیزم او بیا له سیمې تیر شم؛ خو ګڼې ګوڼې مې تصمیم بدل کړ. له پایډل وهلو تیر شوم او بریکانو ته مې لاسونه نږدې کړل. خلک ورو – ورو را ټولیدل او ټولو پاس داسې کتلې لکه روژه تیان چې نوې میاشت ته ګوري.
له بایسکله ښکته شوم. شاوخوا (بایفور ډاټسنې) ولاړې وې. تور او سپین پاجونه داسې اخوا  دیخوا ښکاریدل،  لکه د (امارت) او (خلافت) پلویان چې دواړه یو ځای شوي وي او کومه درېیمه لاره غوره کوي.
دا ځای د کابل دهن باغ څلور لاری دی. دا هغه ځای دی چې زه به کله کله تازه ترکارۍ او تازه میوې اخیستلو  پسې راتلم. خو په هغه ورځ ټول خلک داسې دلته راټول شوي وو، لکه لیلام چې لګیدلی وي او لکه بولي چې روانه وي.
پاس مې وکتل، غوښتل مې پوه شم دا بولي په څه شي روانه ده؟ دا لیلام په څه شي لګیدلی؟  یو ناڅاپه مې سر وڅرخید، په سترګو مې توره شپه راغله، ما ویل که د (Doomsday Film) کرکټر یم او له پښو مې ځمکه تښتي.
پړي ځړیدلي وو.  دوه ځوانان پکې ځوړند وو او  سرونه یې پر اوږو ایښي وو. بې حسه بدنونه یې له حرکته لویدلي وو. د یوه زیر پراهني پر تن و، زیر پراهني لاندې یو پلاستر ښکاریده خو نور یې ورته اړتیا نه درلوده، نور یې د ملا دردونه ارام شوي وو!
پټکیو په سر کسانو به جسد ته ټکان ورکړ، جسد به په نه زړه ولاړو خلکو ته کله خپل مخ ښوده او کله شا. 
پوښتنه مې وکړه، یوه ویل: دوی زموږ خپل کسان وو. دې حرامیانو له دښمن سره لاس یو کړی و، هغوی ته یې کار کاوه. 
دا هغه وختونه وو چې د کابل  شمالي خواته امارت ضد تحرکات روان وو. غلچکي بریدونه کیدل.
خدای خبر، اصلي کیسه به څه وه؟ خو که همداسې وه نو طالب رښتیا ویل، څوک چې په یوه ډله کې اوسیږي، د هغوی امتیازات اخلي. د هغوی اعتماد یې حاصل کړی وي او بیا مخالف طرف ته کار کوي دا حرامیتوب دی. دوی د خپلو ملګرو پر ژوند لوبي کوي. په نا ځوانۍ کې هغوی د مرګ خولې ته ټیل وهي او له اعتماد سره یې جفا کوي.
  دا حرامیان اوس هم شته. د دولت په لیکو کې دي. خپل سرتیري او ملګري پر مقابل لوري پلوري. د هغوی له اعتماده ناوړه استفاده کوي.د خپلو ملګرو وژنې ته ناځوانمردانه لارې جوړوي. په سرونو یې سوداګري کوي او...
امارت په دې کار کې تکړه وو. په خپلو لیکو کې یې حرامیان نه پریښودل او که پیدا به یې کړل نو را ځړول یې او د نورو ملګرو د وینو کسات یې ترې اخیست. همدا علت و چې په لیکو کې یې په ډيرو سختو حالاتو کې هم درزونه رانغلل. دا درزونه خو حرامیان پیدا کوي.
خو دولت داسې نه دی. د دولت ځینې قوماندانان مخالفان په رنجرو کې ګرځوي. په خپلو ملګرو د بریدونو لپاره ورته لارې جوړوي، د خپلو ملګرو په وینو سوداګري کوي. ځینې دولتي کارمندان د مخالفانو په خدمت کې دي، هغوی ته د خونړیو بریدونو لپاره لارې چارې ښيي.
دولت باید خپل ډله له دغه شان کسانو پاکه کړي، د دوی په شتون کې به هره ورځ ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، هره ورځ به د خونړیو پیښو شاهدان یوو او هره ورځ د ویر په ټغر ناست یوو.

محمد نعمان دوست
(سرخط ګڼه)

-
بېرته شاته