(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اروپايي ټولنه/

[24.Jun.2016 - 19:52]

لیک: احمدشاه اعظمي

د اروپايي اتحاديې اساس تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۵۱م کال کې په پاريس کې کښېښودل شو. د دې ګام مقصد د جګړو مخنيوی او په سياسي او اقتصادي توګه خپل منځي همکاريو او نږدېوالي ته وده ورکول و. دا وخت اروپايي اتحاديه ۲۸ غړي هېوادونه لري چې د خلکو ، توکو ، خدماتو او پيسو ازاد لېږد رالېږد پکې کيږي.

د اروپايي اتحاديې تاريخ او تړونونه څه دي؟

په اروپا کې د يو سياسي او اقتصادي اتحاديې جوړولو هڅې تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته پېل شوې ځکه چې دغه سيمه خپل منځي جګړو سخته وځپل. په اروپا کې د جنګ د مخنيوي او د يو سياسي او اقتصادي اتحاديې جوړولو مفکوره په لومړي سر کې په ۱۹۵۰م کال کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير رابرټ شومېن ورکړه. تر هغه وروسته فرانسې او جرمني خپل منځي غونډې تر سره کړې چې په نتيجه کې د سکرو او اوسپني اروپايي ټولنه (European Coal and Steel Community) رامنځ ته شوه. د دې لپاره په ۱۹۵۱م کال کې د فرانسې په پاريس ښار کې پاريس لوظنامه (Treaty of Paris) شپږو هېوادونو (فرانسه، جرمني، ايټاليه، بېلجيم، هالېنډ او لېګزمبرګ) لاسليک کړل. دا د اروپا د تاريخ لومړی تړون يا اتحاديه ګڼل کيږي.

تر دې وروسته د ازاد بازار رامنځ ته کولو لپاره په ۱۹۵۸م کال کې د ايټاليې په روم ښار کې همدغو شپږو هېوادونو د روم لوظنامې (Treaty of Rome) په نامه اروپايي اقتصادي ټولنه (European Economic Community) او د اروپا د اټومي انرژۍ ټولنه (European Atomic Energy Community) جوړه کړه. په ۱۹۶۷م کال کې بيا دغه درې واړې ټولنې يو ځای شوې او د اروپايي ټولنې (European Community) په نامه يې اتحاديه جوړه کړه.

تر دې وروسته د اروپايي ټولنې د لا نږدېوالي لپاره ځينې نورې غونډې هم وشوې چې په ۱۹۹۲م کال کې د هالېنډ په ماستريخت ښار کې شوي ماستريخت لوظنامې (Treaty of Maastricht) کې د اروپايي اتحاديې (European Union) اعلان وشو. په دې لړ کې وروستۍ لوظنامه په ۲۰۰۷م کال کې د پرتګال په لزبن ښار کې د لزبن لوظنامې (The Lisbon Treaty) په نامه لاسليک او په ۲۰۰۹م کال کې عملي شوه.

د اروپايي اتحاديې غړي هېوادونه کوم ځینې دي؟

اروپايي اتحاديه دا وخت ۲۸ غړي هېوادونه لري چې شپږو يې (فرانسه، جرمني، ايټاليه، بېلجيم، هالېنډ او لېګزمبرګ) په ۱۹۵۸م کال کې غړيتوب تر لاسه کړی. بريتانيې، ډنمارک او ايرلېنډ په ۱۹۷۳م کال، يونان په ۱۹۸۱م کال، پرتګال او سپېن په ۱۹۸۶م کال، اسټريا، فنلېنډ او سويډن په ۱۹۹۵م کال، چېک جمهوريت، قبرص، ايسټونيا، هنګري، ليتويا، ليتوانيا، مالټا، او پولېنډ په ۲۰۰۴م کال، بلغاريا او رومانيا په ۲۰۰۷م کال او کروشيا په ۲۰۱۳م کال کې د اروپايي اتحاديې غړيتوب تر لاسه کړی.

يورو زون څه ته وايي؟

يورو زون (Eurozone) يا يورو سيمه په اروپايي اتحاديه کې دننه يوه ټولنه ده چې يورو سکه کاروي. د اروپايي اتحاديې د لا نږدېکت يوه مهمه نکته واحده سکه رامنځ ته کول و. د دې لپاره په ۱۹۹۹م کال کې د ((يورو)) په نامه نوې کرنسي نړيوال بازار ته راووتل چې دا مهال د اروپايي اتحاديې ۱۹ غړي هېوادونه يې کاروي. پاتې نهه غړي هېوادونه (بريتانيه، پولېنډ، بلغاريا، رومانيا، ډنمارک، سويډن، چېک جمهوريت، هنګري او کروشيا) خپلې سکې کاروي. د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د اروپا مرکزي بانک (European Central Bank) د يورو زون د مالياتي چارو څارنه او کنټرول کوي.

شينګن سيمه څه مانا؟

په ۱۹۸۵م کال کې د لېګزمبرګ په شينګن ښار کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو غونډه وشوه چې اکثريت پر دې موافق شول چې خپل منځي پولې به له منځه وړي او بې له ويزې به د ټولنې له يوه هېواده بل هېواد ته سفر کولای شي. د شينګن تړون (Schengen Agreement) غړي هېوادونه په شينګن سيمه (Schengen Area) کې شمېرل کيږي. دا وخت د اروپايي اتحاديې د ۲۸ غړو هېوادونو څخه يوازې دوه هېوادونه (بريتانيه او ايرلېنډ) له شينګن سيمې بهر دي. د شينګن ويزې په اخيستلو  د اروپايي اتحاديې ۲۶ هېوادونو ته بې له کوم خنډه سفر کېدای شي.

د اروپايي اتحاديې ځانګړتياوې څه دي؟

اروپايي اتحاديه يوه سياسي او اقتصادي ټولنه ده چې بنسټيز هدف يې د خلکو (People)، توکو (Goods)، خدماتو (Services) او پيسو (Money) ازاد لېږد رالېږد دی. د دې ټولنې په رامنځ ته کولو سره غړي هېوادونه نه يوازې په سياسي توګه نږدې اړيکې پالي بلکې په اقتصادي ډګر کې هم په همکارۍ سره خپل اقتصاد ته وده او پرمختګ ورکوي.

-
بېرته شاته