(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دګوند ټولو

[24.Jun.2016 - 18:39]

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند هر غړی بایدد ګوند د بنسټیزې (منشور) سره سم د ګوند د سمسورتیا او پرمختګ له پاره هلې ځلې وکړي او دګوند له پاره نوې غړي را پیدا کړي.

خو زمونږ یو شمیر ګوندي غړي او په تیره بیا دګوند د مشرانو جرګې غړي د ډیرې مودې راایسي په نورو سیاسي او غیر سیاسي ډلو ټپلو کې منډې رامنډې وهي، چې دغه سیاسي ‌او غیر سیاسي ډلې دګوند سره په تفاهم یا توافق کې نه دي جوړې شوي، بلکه د پردې تر شا زمونږ د ګوندي چارو او هلو ځلو تر مینځ یو خنډ دی.
کله چې زمونږ ګوندي ملګري په نورو سیاسي او غیر سیاسي ډلو ټپلو کې ونډه اخلي او د ګوند د مشرتابه سره په تفاهم کې نه وي ، دا په اوتوماتیک ډول اعتبار د مینځه وړي او دا کار بیا په ګوندي چوکاټ کې د مجازاتو دقوانینو او اصولو لاندې راځي.

ددې له پاره چې ګوند پرمختګ وکړي ، ګوندي غړي باید خپله انرژي او توان په خپل ګوند کې په کار واچوي او نه دا چې خپله انرژي او توانایې په غیر ضروري ځایونو کې مصرف کړي، چې زمونږ ګوند ته ترې هیڅ ګټه په لاس نه راځي.

پکار داده ،چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند غړي د ګوند د بنسټیزې سره سم خپله انرژي په هم دي ګوند کې په کار واچوي، خو که کوم ګوندي غړی دا کار نه کوي نو دا کار د اوږد وخت له پاره د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په تاوان تمامیږي او ددې کار باید په کلکه مخنیوی وشي.

هر ګوندي غړی، چې ددغه اصولو مخالفت کوي، د لومړي اخطار نه وروسته که ځان یې اصلاح نه کړ نو ددوهم اخطار سره به د ګوند د غړیتوب څخه ایستل کیږي

په درناوي

علي خان محسود

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر

-
بېرته شاته