(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ: د کونړ سیند مشاعره

[28.Apr.2016 - 17:38]

د دوه کلونو ځنډ وروسته د کونړ سیند مشاعره د لسګونو شاعرانو او د اد ب مینه والو په ګډون جوړه شوه

د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي په مالي مټ ، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د کونړ فرهنګیانو په زیار د کونړ سیند کلنۍ مشاعره د ولایت مقام په انګړ کې د سلګونو شاعرانو او ادب مینه والو په ګډون جوړه شوه ،چې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي سربیره پکې د کونړ ،هېواد د بېلابېلو ولایتونو او پښتونخوا ، شاعرانو،فرهنګیانو او د شعر مینه والو برخه اخیستې وه.
د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ : د شعر په تاریخچه هر اړ خیزې خبرې وکړې و یې ویل: ژبه د لیکوالانو او شاعرانو په برکت بډایه کیږي او د شاعرانو شعري پنځونې د مورنۍ ژبې د لومړیتوبونو په خوندیتوب کې بنسټیز ارزښتونه پالي او له مرګه یې ژغوري ، په دغسې ناستو کې ،تاریخي ،فرهنګي او د ژبنۍ بډاینې ځانګړي ارزښتونه را سپړل کیږي او د نويو را ټوکیدلو شاعرانو د هڅونې او ودې سبب ګرځي،ښاغلي کلیمزي شاعران د ټولنې مهمه برخله وبلله او په وینایې دوي کولای شي د شعر په ژبه د اصلاح په موخه انتقاد او ستاینې ترڅنګ د جګړو غندنه ا و د سولې غوښتنه وکړی. په دویمه برخه کې په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار لعل پاچا ازمون ، د هېواد د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني او د اطلاعاتو فرهنګ ریس جنت ګل فدا د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر پیغامونه ولوستل ،وروسته شاعرانو په ډیرو ښکلو انځوریزو الفاظو کې ترسیم شوي خپل خیالونه،ملي ،وطني ،عاطفي ،د طبیعت رنګینې ،ښکلا او ټولنیز احساسات وړاندې کړل او د کونړ سیند ته یې ځانګړي شعرونه ولوستل.
شفق مومند: نور دې زرغون کړل زه دې خاورې کړمه
ته دکونړ دسیند اوبو ته ورته
بدل یې کړې زمونږ دمخ څرمنې
زمونږه اوښکې ستا څپو ته وورته
فرهنګیانو او د ادب مینه والو دا ډول مشاعرې د پښتو ژبې د ودې او د ولسونو په بیدارولو کې خورامهمې وبللې

د مشاعرې په جریان او پای کې د ولایت مقام له خوا چمتو شوي سوغاتونه په ملیمنو وویشل شول.  

-
بېرته شاته