(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قصه خواني: زه

[23.Apr.2016 - 16:00]

قصه خواني: زه د وطن د شهیدانو وینه!
لیک: شاهین بونیری
په قصه خوانۍ کې د پښتنو د نسل وژنې ۸۶ کال دی خو لا هم د پښتنو په سيمو کې وينې تويدل نه دي ودريدلې. آيا پښتانه ځوانان له خپل دې تاريخه خبر دي؟ آيا دوی د خپلو حقونو لپاره د مشرانو له دې قربانيوو زده کړې کړي ده؟
د قیصه خوانۍ بازار له مودو راهيسې د دې سیمې د اوسیدونکو لوی تاریخي او کلتوري مرکز پاتې شوی دی. د پېښور ښار زړه دی. یو وخت به دلته له منځني ختیځ څخه هندوستان ته راتلونکو کاروانونو دمه کوله او د چایو په محفلونو کې به يې د خپلو مزلونو او وطنونو کیسې کولې، د ځان سره به يې نوي فکرونه راوړل، نوې تجربې به يي راوړلې. دا یوه اولسي اکیډمي وه چرته چې به د بیلا بیلو کلتورونو او اولسونو خلک راټولیدل او له یو بل به يې ذده کړې کولې.

که مونږ د خپلو مشرانو له دغه قربانیو زده کړه کړې وای، د شعور سترګې مو پرانيستلی وای نو نن به ټوله پښتونخوا د قیصه خوانۍ بازار نه وو!
کال نورلس سوه دیرشم وو، د اپریل د میاشتې درویشتمه نیټه وه. په ټول هندوستان کې د بریتانیې د استعمار پر ضد احتجاجي تحریک ښه په زور کې وو. د ګاندهي جي د سیول نافرمانۍ په مرسته کې د باچاخان د خدايي خدمتګار تحریک غړي راټول شوي وو او د خپلو حقونو او خپلواکۍ غوښتنه يې کوله. دا ټول د عدم تشدد د قافلې خلک وو چې د امن د لارې د خپلو حقونو په مبارزه يې یقین لرلو.

درې ورځې مخکې په اتمانزو کې د ازاد سکول په جلسه کې پریکړه شوې وه چې په درویشتم اپریل به خدايي خدمتګار او د کانګرس غړي راټولیږي او د پيرنګي استعمار پر ضد به احتجاج کوي.
د صوبې ګورنر اولف کیرو وايي د کانګرس خلک لږ وو نو موږ د هغوی علاج کولی شو خو چې کله ورسره باچاخان ملګری شو نو مونږ د خلکو په نیولو پیل کړو

په درویشتم اپریل خلک د ښار له مرکزي لارو راتیر شول او قیصه خوانۍ ته اورسیدل. د کابلۍ تاڼې مشر چې دا خلک اولیدل نو فکر يې وکړ چې دا جوړې په تاڼه د برید لپاره راټول شوي دي. هغه پوځ ته خواست وکړ چې راشئ او د تاڼې حفاظت وکړئ. لږه شېبه کې د پيرنګي پوځ شپږ ټینکونه رارورسیدل. وړومبي ټینک څوارلس کسان وچقول چې لس کسان په ځای مړه شو او څلور سخت ژوبل شول.
پاو کم یولس بجې ډزې پیل شوې او تر دریو بجو پورې روانې وې. خلک راوړاندې کیدل، په ډزو سوري سوري کیدل،راپریوتل، مړه کیدل... په دې کې سيکان هم وو، هندوان هم وو او مسلمانان هم. ډیر يي خدايي خدمتګار وو. د ښار کوڅې د هغوی په وینو سرې پرتې وې. هر لور ته وحشت خور وو او له دوه نیم سووو څخه تر درې سوه پورې انسانان قرباني شول، په وینو سره شول او خاورې شول.
قصه خانه قصاب خانه وه په نظر د خلکو ــــ
چې يې بازار کې بهيدلې د خوارانو وينې

عبدالمالک فدا
دا انسانان د دې خاورې هغه سوچه او ریښتیني بچي وو چې د مذهب، نسل او قام له فرق نه بالا د خپلې مور، خپلې خاورې لپاره مبارزې له راوتلې وو. دو پر دغه لاره کې د خپلو وینو او ارمانونو نذرانې ورکړي خو د تاریخ په پاڼو کې داسې ورک شول لکه هډو چې موجود نه وو!
نن هم په قیصه خوانۍ کې د دوی یادګار نړیدلی پروت دی. نن هم زمونږ ډیر پوهه او تعلیم یافته خلک د خپلې خاورې د شهیدانو له قربانيوو خبر نه دي. نن هم هغه زاړه یرغلګر په یو نوي شکل کې زمونږ کلي او بازارونه ورانوي. نن هم د ګلونو په دغه ښار کې د اور بارانونه کیږي.
خو د تاریخ رښتیا کله هم نه مري....
او دتاریخ رښتیا دا دي چې که مونږ د خپلو مشرانو له دغه قربانیو زده کړه کړې وای، د شعور سترګې مو پرانيستلی وای نو نن به ټوله پښتونخوا د قیصه خوانۍ بازار نه وو!

-
بېرته شاته