(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښاد دوست شینواری

[19.Apr.2016 - 08:43]

ډاکټر لطیف یاد 
دافغانستان  علمی شخصیت ارواښاد دوست شینواری او دده علمي هلې ځلې اوپښتو ژبې ته دده خدمتونه 

دپښتوژبې اوادب په محققینو او څیړونکو کې دارواښاد دوست شینواري نوم یو تلپاتی نوم دی .دغه ستر شخصیت او پرپښتو اوبښتنوالې مین پښتون دپښتوژبې او ادب لپاره ډیرڅه کړي دي او موږ پښتنو لره په کاردي چې دده پرعلمي آثاروسیمینارونه او غونډې جوړې کړو   او دده پر علمي شخصیت تاوده بحثونه وکړواو دده علمي کارونه وستایو .ارواښاد دوست شینواری ته زه نه یوازې دیوه  پښتون  علمي څیړونکي په توګه ددرناوي او قدر په سترګه ګورم ، بلکې زما نږدې شخصي ملګری او لارښود استاد هم و.ما دهغه نه ډیر څه زده کړي دي . ده زما پر څو چاپ شووکتابونو سریزې هم کښلي دي چې یویې داردوژبې نه دارواښاد کامل مومند صیب اثر خوشال خان خټک دی چې ما پښتوته  ژباړلی واو ده پرې یوه جامع او هراړخیزه سریزه وکښله .
ارواښاد دوست شینواری  نه یوازې په پښتو ژبې ستر عالم و  ، بلکې ددغې ژبې دګرامر ، قواعدو او نورو برخو کې یې  هم پخې څیړنې کړي دي . دی ډیره موده په پښتو ټولنه او بیا دافغانستان دعلومو په اکیډیمۍ کې علمي غړی او بیا دپښتو څیړنو دنړیوال مرکز رئیس و.
نوموړی دپښتو ژبې نه برسیره په پارسي ، عربي او روسي ژبو کې عام او تام مهارت درلود..
په پښتو ژبه کې دده چاپ شوي آثار دادي :
۱- دپښتو دولسي ادب لارې 
۲- دافغا نستان ژبې او توکمونه
۳- دادب دتیورۍ اساسونه 
۴- زړه پانګه 
۵- افغانستان په اوستا کې 
۶- ژب پانګه 
۷- دطبي بوټو قاموس 
۸- پښتانه څوک دي ؟
۹- دخوشال بابا هغه اشعار چې لا تراوسه نه دي چاپ شوي 
۱۰- پښتانه کوچیان ( لومړی ټوک) 
او داهم ځینې هغه دپښتو ژبې دشاعرانو ځینې دیوانونه چې ده پرې سریزې او حواشۍ کښلي دي :
١ _ ﺩ ﻣﻴﺮﺯﺍ ﺧﺎﻥ ﺍﻧﺼﺎﺭﯼ ﺩﻳﻮﺍﻥ –پښتو ټو ﻟﻨﻪ ١٣٥٤ ﻝ ﮐﺎﻝ ﭼﺎﭖ .
٢ _ ﺭﻭښا ني  ﺭﺳﺎﻟﻪ ــ ﭘپښتو ټوﻟﻨﻪ ١٣٥٥ ﻫـ ﻝ ﮐﺎﻝ ﭼﺎﭖ
٣ _ ﺩ ﺳﮑﻨﺪﺭخان  خټک ﻟﻴﻼ ﺍﻭ ﻣﺠﻨﻮﻥ ـــ پښتو ټولنه  ١٣٥٨ ﻫـ ﻝ ﮐﺎﻝ ﭼﺎﭖ
٤ _ ﺩ ﺻﺪﻳﻖ ﺩﻳﻮﺍﻥ ــ پښتو ټولنه ، ١٣٥٨ ﻫـ ﻝ ﮐﺎﻝ ﭼﺎﭖ
٥ _ ﺩﻋﻠﻢ ﺭﺳﺎﻟﻪ ــ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩﻋﻠﻮﻣﻮ ﺍﮐﺎډميﺩ ١٣٦٤ ﻫـ ﻝ ﮐﺎﻝ ﭼﺎﭖ .
٦ _ ﺍﺧﺘﻴﺎﺭﺍﺕ ﺑﺪﻳﻌﻲ .
ارواښاد دوست شینواری له نن نه ۲۳ کاله دمخه یعنې د ۱۹۹۳ زیږدیز کال دمارچ په ۳۰ نیټه په کابل  کې وفات شو اوپه دې توګه دپښتو ادب یوځلانده ستوری ولوید.
اروادې یې ښاده وي !

-
بېرته شاته