(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عمران خان څوک دی؟

[02.Feb.2016 - 20:43]

لیک: حضرت سهاک

عمران خان د اکرام الله خان نیازی یواځینی زوی دی چی پلار یی انجنیر و . هغه د پنجاب شمال میانوالی سیمه کی د 1952 کال د نوامبر په 25 زیږیدلی دی . مور یی شوکت خانم نومیده او څلور خویندی یی درلودی . لومړنی زده کړی یی په لاهور او انګلستان کی وکړی . عمران خان له 1972 نه تر1975 پوری په اکسفورد پوهنتون کی فلسفه ، سیاست او اقتصاد ولوست. هغه دوه لسیزی د پاکستان د کرکیټ ټیم لوبغاړی و چی له کرکیټ نه د تقاعد نه وروسته سیاست ته مخه کړه هغه په لندن کی بردفورد پوهنتون ریس او په لاهور کی د شوکت خانوم په نوم د سرطانی ناروغیو د روغتون بنسټ ایښودونکی همد دی.
عمران خان د 1995 کال د می په 16 له یوی یهودی ښځی سره چی جیما ګولډسمټ نومیده واده وکړ او هغی هم اسلام قبول کړ. له هغی نه دوه زامن د سلیمان او قاسم په نومونو لری. جیما د 2004 کال د جون په 22 له نهو کلونو واده نه وروسته له عمران خان نه طلاق واخیست ، ځکه جیما ته د پاکستان له ژوند سره ځان عیارول سخت و.
د 2015 کال په جنوری کی عمران خان له یوی بریتانیایی – پاکستانی ژورنالستی ریحام خان سره واده وکړ چی بالاخره د 2015 کال د اکتوبر په 22 هغی هم له عمران خان سره اړیکی خرابی او د خپل طلاق اخیستلو اعلان یی وکړ.
عمران خان د 1996 میلادی کال په اپریل کی د تحریک انصاف ګوند ( د عدالت لپاره غورځنګ ) بنسټ کیښود او خپله د دی ګوند رییس پاته شو. د 2002 کال د نوامبر په انتخاباتو کی دخپلی سیمی میانوالی نه تر 2007 زیږدیزکال پوری د پاکستان د ملی اسامبلی لپاره استازی وټاکل شو . د 2013 کال د می له 11 نه د دوهم ځل لپاره د پارلمان د وکیل په حیث انتخاب شو خو داځل د ده ګوند ټولی35 څوکی د خپل هغه شعار له امله چی د امریکا ډرون الوتکی د په پښتونخوا بمباری نه کوی ، تر لاسه کړی. عمران خان د « ایشیا سوسایټی » په مطابق د 2012 کال لپاره د آسیاد شخصیت په صفت وپيژندل شو.
د پورته یادشویو ټولټاکنو په نتیجه کی د پښتونخوا ایالت د عمران خان د ګوند له خوا اداره کیږی.
د آغلی رڼا درانی غورځنګ په قول « د پاکستان تحریک انصآف په نوم د سیاسي گوند مشر عمران خان چې د هغه هیواد په پارلمان کې هم لوي سیاسي قوت گڼل کیږي وایي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ترینگلتیا او بی اعتمادۍ ملامتي د پاکستان ده. ددې ترڅنگ هغه په سیمه کې د بدامنۍ په تړاو د اندېښنې په څرگندولو په افغانستان کې د سولې د وروستیو هڅو ملاتړ وکړ

 

-
بېرته شاته