(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخيالونو ټال

[31.Jan.2016 - 21:27]

مصنف: فضل حسين فدا
تبصره: شفيق احمد خټک

 چرته چې ډب وى هلته ادب وى يعنې ډب سره ادب تړلے دے څنګه چې په سکول کښې په طالب علم کښې ادب راوستو دپاره او يا کور کښې بچى کښې ادب راوستو دپاره دخبرو او طور طريقې او تربيت سره سره ډب پکار راوستے شى هم دغه رنګ په ادب کښې ادب راوستو دپاره يعنې ادب کښې ښائست، نازکتيا، سينګار راوستو دپاره او دادب هر يو صنف اسمان ته رسيدو دپاره دډب ورکولو کار دنقاد په سر دے نقاد هغه کس وى چې دادب په يو صنف يا په ګڼو صنفونو باندې مهارت لرى او په دغه خاص صنف يا صنفونو باندې دغه نقاد خپله تنقيدى رائې وړاندې کوى تنقيد دادب دهر صنف سرڅڼه کوى تنقيد دادب دناوې سينګار دے تنقيد هغه زرکاڼے دے چې دادب کره کوټه پرې معلوميږى تنقيد دزرګر هغه تراشل وى چې دسونې نه يو ښکلے هار جوړوى دادمصور هغه فن دے چې درنګونو اميزش نه ښکلے رنګين تصوير جوړوى.دادنقاد برکت دے چې يو شاعر او اديب دزمکې نه اسمان ته او داسمان نه زمکې ته راغورځوى تنقيد په هره معاشره کښې برداشت کول ګران کار دے خو په تيره تيره پښتون خو دسره تنقيد دشمنى ګڼى ګنې زما په خيال چې څومره يو فنپاره باندې ډيرې تنقيدى تبصرې وشى دومره هغه ليک ډير مقبوليت ومومى او په دې ليکوال ته خوشحاليدل پکار دى ځکه چې څومره په کتاب باندې ډيرې تبصرې وشى نو ددې مطلب دا شو چې دليکوال دغه ليک خلقو ښه دزړۀ په سترګو لوستے دے او دليکوال ډيرو خبرو سره دلوستونکى اتفاق شته خو ځنې خبرو سره ئې اختلاف لرى کومو خبرو ته چې هغوى په خپل تنقيدى ليک کښې ګته ونيسى زما په خيال دې سره دليکوال حوصله اوچتيدل پکار دى او خپلې خامۍ ورته ياد ساتل پکار دى چې آئنده دپاره داسې غلطۍ ونۀ کړى
چې کلۀ زړۀ ودرديږى نو خُله په اسويلو مجبوره شى او دغه زړۀ کۀ ديو شاعر زړۀ وى نو بيا دغه اسويلى دشعر رنګ واخلى او بيا دغه شعر په معاشره دسپرلى وږمې خوروى او وينې ته ګرمى او جوش ورکوى اودۀ زړونه بيداروى بې حسه کښې احساس راولى او چې کله دغه شعر سره موسيقى هم يو ځائې شى نو بيا ليونى هم ګډوى دغه شعر چې دحساس طبيعت او دبا ذوقه فکر درنګينې دنيا دډکې ګلدستې نه راوتے ګل دے دخپل وخت يو معيارى شعر وګڼلے شى او ددغه وخت اولس شاعران، اديبان او نقادان پرې فخر کوى . دفضل حسين فدا دزړۀ دباغ نه راټوکيدلى ګلونه ((دخيالونو ټال)) په نوم راټول کړ ىدى کوم چې دهغوى دويمه دشاعرۍ مجموعه ده
داکتاب دښاغلى فضل حسن فدا دښيرازه او زرخيزه ذهن او ژورې مشاهدې دويمه شعرى مجموعه ده کومه چې دغزل په اميل کښې پئيللے شوې ده دکتاب په شروع کښې دغلام نبى سينا تصوير دے او بيا دسمندر خان سمندر مرحوم دلاس خط دے بيا ليکوال دخپل خاندان د انقلابى ژوند، په حقله ليک کړے سريزه پرې نوموړى شاعر او نقاد قمر زمان قمر طائزى ليکلې فرهاد محمد غالب ترين صيب پرې ((دليونتوب چغې نه تر دخيالونو ټال پورې))د عنوان لاندې په زړۀ پورې ليکل کړيدى په کتاب کښې ١٦٩ مخونه دى چې په ٤٤ مخونو سريزه او دانور عنوانات دى باقى مخونو باندې ((حمد بارى تعالى)) نعت رسول الله صلى الله عليه وسلم او غزلونه او قطعات دى. مينه دعمر دحد نه دذات پات نه، دجغرافيائى حدودو نه ازاده ده مينه دسمندر نه ژوره او دسپوږمۍ نه روښانه ده مينه دزوړ ځوان نر او ښځې جاندار او بېجان پروا نۀ لرى مينه دکائنات په هره زره کښې موجوده ده خو شاعر دکائنات دټولو مخلوقاتو نه زيات حساس وى او دزيات مئين زړۀ څښتن وى او داظهار ملکه هم لرى نو په بر ملا دخپلې مينې اظهار کوى لکه څنګه چې فضل حسين فدا دخپل مئين زړګى داظهار دپاره دغزل لمن ټينګه کړې ده
مينه کول ځان سوزول دى څه ټوقه نۀ ده
نينې داوسپنې چيچل دى څه ټوقه نۀ ده
څه زندګى مې دپۍ مخو په غم
څه په زړۀ ستړې شاعرۍ تيره شوه
دفضل حسين فدا دې نه وړاندې هم يوه مجموعه ((دليونتوب چغې)) په نوم چاپ شوې ده دا کتاب ئې دويمه مجموعه ده دواړو کتابونو چاپ کولو کښې ورسره دسينا پبلک سکول پرنسپل غلام نبى سينا مالى مرسته کړې ده
شاعرى دالفاظو مصورى ده کوم کار چې پينټر يا مصور په رنګونو کوى هغه شاعر په الفاظو کوى شاعرى دخيالاتو تصوراتو داظهار نامه ده شاعرى دجذباتو دظاهرولو ژبه ده شاعرى دنيکو خيالاتو او نيکو جذباتو داظهار دپاره يو هوار ميدان دے شاعرى دسوى زړۀ دڅرګندولو ذريعه ده . فدا صيب خپل دسوى زړۀ اظهار داسې کوى
تاؤ راتاؤ شى دخيال زلفې ئې دتاؤ نه
دبوسې هڅه چې وکړې ئې رخسار نه
تاکۀ وليدې ديار شوکمارې سترګې
بيازما غوندې به ستا څيرى ګريوان وى
فضل حسين فدا چې دمينې په سمندر کښې لاهو شى نو نوى ملغلرې راټولې کړى او دپښتو ادب جولۍ ترې ډکه کړى دڅو ورځو دجدايۍ نه پس دخپل اشنا په ليدلو دفضل حسين فدا په خزان ځپلى ارمانونو ګويا دسپرلى لومړۍ شيبه ووريده هغه څو څو ځله اشنا ته وکتلو. او هر وار ئې په يو نوى انداز نوې زاويې او نوى سوچ سره دهغه حسن کچ کړو او په تيرو يادونو کښې ورک غوندې شو بيا ئې دخُلې يو سوړ اسويلے ووتو او په يو غم لړلې غوندې لهجه کښې ئې ووئيل
زړګيه ستادسوى محبت هغه زړې قيصې
رايادې راته بيا شوې خو سلګو کښې رانه ورکې شوې
فدا صيب چې کله خپل زوړ وخت راياد کړى او دنن زمانې ځوانانو ته ګورى نو په دې وئيلو مجبور شى چې اے ځوانه! چرې زۀ هم ستاسو غوندې دغبرګې ځوانۍ او د کے ټو دغر، نه د لوړو حوصلو مالک وم دزمانې سره ډغرې وهل طوفانونو او امتحانونو ته غاړې وتل زما کار او کسب ؤ زما په يوه مسکا به بهارونه غوړيدل کلۍ مسيدلې او وږمې خوريدې دسوات نشه ئيزه موسم به ګډيدلو مګر اوس اوس خو دزمانې دخندا يم دخپلې هرې قيصې يو درد ناک انجام يم يو عبرت يم ددنيا دپاره لکه داسې وائى
هغه مستى هغه غړوانګې په ځان نۀ پوهيدل
تۀ مې بې کچه شان قوت وې خو زۀ نۀ پوهيدم
کله چې دفدا دخپل اشنا سره ملاقات وشى نو دهغه په سينه کښې د جذباتو دغويمنډ لۀ کبله دهغه ژبه داظهار دپاره الفاظ هم هير کړى مګر دګل خوشبو په پاڼو کله پټيږى کله چې دخُلې ژبه ګونګه شى نو جذبې دخپل اظهار دپاره نورې لارې پيدا کړى چې ژبه بنده شى نو روح غزونې وکړى سترګې خبرې وسپړى اوښکې ګويا شى او اسويلى ژبه پرانيزى او دغزل رنګ واخلى
چې ګل پاڼې شونډې ستا په موسيدو شى
په سينه کښې زړۀ زما په درزيدو شى
زۀ دحسين اشنا په حسن څه ليکلے نۀ شم
په عقل کم دسمندر اوبۀ تللے نۀ شم
په زړۀ مې ډيرې وى ګيلې چې اشنا څنګ له راشى
شمه ګونګے ورته په خُلۀ هيڅ څه وئيلے نۀ شم
مينه او محبوب دفدا ژوند دے دهغه ساه ده دهغه خوب دے دهغه خندا ده دهغه داميدونو او شاعرۍ مرکز دے دهغه دين او دهغه دنيا ده دمحبوب دتصور سره سم دفدا په زړۀ يوه نرمه او تازه هوا را والوزى او دهغه زړۀ دغزل په شکل خپل ځان ښکاره کړى
دادملالو سترګو زور دے کۀ ئې رعب دبڼو
دهوش وزر راته اشنا په مړه کاتۀ رپوى
دفضل حسين فدا انداز بيان روان، رنګين ، نازک خياله او شيرين دے دالفاظو جوړښت ئې مناسب دے ځنې مصرعو کښې ترې سکتې راغلى دى خو چونکې شاعرى دآمد سره تعلق لرى او بعضې اوقات شاعر دآمد تيزو چپو ته ټينګ نۀ شى او دځان سره ئې په مخه واخلى، په مجموعى توګه غزلې ډيرې خوندورې او زړۀ راښکونکې دى دشاعر دعظمت او تخيل دبلند پروازۍ اندازه ترې په اسانه معلوميږى

-
بېرته شاته