(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

۵۰ بېلا بېلې اصطلاحګانې

[01.Sep.2015 - 17:54]

1 ـــ آیریشن Aeration : د هوا ورکولو، هوا اخیستلو او په هوا اغېزمن کېدلو په مانا دی، چې یو جسم یا ماده د آزادې هوا په ګاونډ کې د هوا د بېلابېلو کېمیاوي او فزیکي اغېزو او په هوا کې د شته کېمیاوي توکو په اثر خپل لومړنی کیفیت له لاسه ورکوي، یعنې د هوا په واسطه له اغېزمن کېدو څخه عبارت دی .

2 ـــ ایو فیمیزم Euphemism : دا کلمه د یوناني ژبې له (Euo) څخه مشتق او د ښه په مانا (Phemi) د خبره کوم په مانا دی، ایوفیمیزم د خرابولو او را ټیټولو سره متناقض دی یا په بله ژبه ایوفیمیزم د خرابې او ناوړه موضوع د بیان له پاره د ښو او غوره خبرو کارول دي .

3 ـــ ابسولتیسم Absolutism ( زور پالنه، ځواک پالنه ) : ابسولتیسم چې هغه زور چلول یا خپلسري هم وایي د پاچا په لاس کې سیاسي حاکمیت له بشپړ تمرکز او لا محدود ته ویل کېږي. همدارنګه د ابسولتیسم اصطلاح استبدادي حکومت ته هم کارول کېږي .

4 ـــ اپلیت Aplite : هغه ډبره ده، چې د ځمکې دننه په ژورو برخو کې جوړېږي، غوره منرالونه یې کوارتز او فلدسپارت دي کېمیاوي جوړښت یې ګرانیتي دی، عموماً د زیاتو وړو بلورونو څخه جوړه وي، چې اصلي اجزاوې یې له ذره بین پرته نه لیدل کېږي.

5 ـــ اپوزیسون Opposition : د یو بل نظرونو او کړو وړو په وړاندې دریځ غوره کول او د مقابل لوري له پاره خنډ جوړول او د مقابل لوري د هر عمل مخنیوي ته د هغه عمل اپوزیسون یا مخالف لوری ویل کېږي .

6 ـــ ارتدوکس Orthodox : د ( ښې عقیدې لرونکی ) په مانا، د مسیحیت یو مذهب، دا مذهب په 1054 زېږدیز کال را منځته شو، ارتدوکسیان پاپ د مسیحیت د لارښود په توګه نه مني .

7 ـــ اساسي قانون Constitution : د یوه ملت یا یوې ټولنې د بنسټیزو اصولو جونګ ته اساسي قانون وایي . اساسي قانون د خلکو او احزابو حقوق او د دولت، حکومت، پارلمان او نورو دولتي او حقوقي ارګانونو واک او مسؤلیت ټاکي . د نړۍ ډېر هېوادونه لیکل شوی یا مدون اساسي قوانین لري .

8 ـــ انقلاب Revolution : اوښتنه، اوړېدنه، بدلون، په اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیز لحاظ د یوه نظام بدلون، د ټولنې په ژوند کې بنسټیز، ستر، بنیادي او کیفي تحول، د زاړه نظام ړنګېدل او د نوي رژیم ټینګېدل .

9 ـــ نړیوالې اوبه International Water : نړیوالې اوبه د نړۍ د سمندرونو او سمندرګیو اوبه، چې د نړۍ په ټولو هېوادنو پورې اړه لري .

10 ـــ توپو ګرافي Topography : توپو یانې سیمه، ځای او ګرافي یانې ننداره یا ښودنه، توپوګرافي د یوې سیمې د طبیعي یا مصنوعي ځانګړتیاوو ښودلو ته وایي .

11 ـــ جمهوریت Republic : د هغه هېواد حکومت، چې مشر یې په انتخابي توګه ټاکل کېږي او پارلمان ولري .

12 ـــ ځنګل Forest : د ځمکې هغه برخه، چې په ونو پوښلې وي، ځنګل د سیمې د اوبو، هوا، خاورې او وحشي ژوند په ساتنه کې ستره ونډه لري، ځنګل د ځمکې د ړنګېدنې مخه نیسي او لرګي یې ډېر ارزښت لري .

13 ـــ دین Faith : دین په الهي یا فوق بشري قدرت اعتقاد ته وایي، د مذهب او د امامانو په وړاندې د دین کلمه یوازې د اسلام په دین دلالت کوي، لکه چې په قرآن عظیم الشان کې راغلي دي : ( ان الدین عند الله الاسلام ) . ژباړه :  دین د خدای (ج) په نزد اسلام دی. اسلام د کائیناتو د خالق اطاعت فرض ګڼي .

14 ـــ ژبه Language : لسان، جبه، کلام، د صوتي سمبولونو یو داسې اکتسابي سیستم دی، چې د یوې ټولنې غړي یې د پوهولو را پوهولو له پاره کاروي .

15 ـــ آپارتاید ( نژادي تبعیض ) Apartheid : یوه افریقایي کلمه ده، چې په لغت کې د بېلوالي او بېل ساتلو په مانا ده او په اصطلاح کې د اتباعو بېلول دي یو له بل څخه د قوي ډلو په خاصه توګه له نژادي پلوه او له هغو څخه د ځینو حقوقي، مدني او سیاسي حقوقو سلب کول .

16 ـــ اپیدرمس Epidermis : اپیدرمس له یوناني کلمې ( اپي ) د پاسنۍ په مانا او (درما) د پوستکي په مانا، څخه جوړ شوی دی . اپیدرمس د حجرو هغه باندنی پوښ دی، کوم چې د بوټو او ونو تنې او پاڼې پوښي . د اپیدرمس حجرې یوه له بلې سره ډېرې ټینګې اړیکې لري، خو د ستوماتا درزونه یې دا ډول اړیکې نه لري . اپیدرمس د بوټو د نننی نسجونه د چټک ترانسپایرېشن څخه ژغوري او دا دنده په هغه وخت کې ترسره کوي، کله چې د ژوند یو انساجو په واسطه د اوبو تبخیر په طبیعي حالت په جریان کې وي .

17 ـــ اختلاط Compilation : په یوه ناروغه حالت باندې د یوې ستونزې زیاتېدل دی، یا په بل عبارت اختلاط د یوې ناروغۍ یا اتفاق ور زیاتېدل دي پر بلې باندې، چې د اصلي ناروغۍ په کچه اغېزه کوي .

18 ـــ ارتجاعیت Elasticity : د ارتجاعیت لغوي مانا لومړني حالت ته د را ستنېدو وړتیا ده، کله چې جسم له هغه نه خارج شي، د فزیک او ټکنالوژۍ له نظره ارتجاعیت د جامدو اجسامو هغه خاصیت ته ویل کېږي، چې د یوې بهرنۍ قوې د اغېزې له امله د خپل طبیعي حالت څخه را وګرځي، لکه یو کش شوی نری او متراکم شوی فنر .

19 ـــ ارکیالوژي Archaeology : ارکیا لوژي له دوو یوناني کلمو څخه جوړه شوې ده، چې (Archos) د لرغوني او (Logos) د علم او پوهې په مانا دی، چې په دري ژبه کې یې باستان شناسي او په پښتو کې یې لرغون پېژندنه بولي .

ارکیالوژي ( لرغون پېژندنه ) هغه پوهه ده، چې انسان له پیدایښت نه تر څېړنې لاندې نیسي او د لرغوني کلتور او تمدن په هکله څېړنه کوي .

20 ـــ حجره Cell : د ژوندیو موجوداتو ساختماني، وظیفوي، تکثري، ارثي او تکاملي واحد دی .

21 ـــ سره زر Gold : طلا روښانه، قېمتي او نرم فلز دی، چې د فلزاتو سلطان بلل کېږي، سمبول یې Au، اټومبي نمبر یې 79، ویلانس یې 1 د هوا رطوبت په سرو زرو اغېز نه کوي .

22 ـــ د ډبرو سکاره Coal : ذغال سنګ، سکور کاڼی، یو تور او ځېلدونکی جسم دی، چې په سلوکې 75 ـــ 80 پورې د سوچه کاربن جز لري او د هغه او د هغو ونو له پاتې شونکو څخه تر لاسه کېږي، چې په پېړیو ـــ پېړیو د ځمکې لاندې پاتې شوې وي. که دا سکاره د تودوخې په زیاته درجه کې تقطیر شي نو د امونیا اوبه، درانه غوړي ترېنه لاس ته راځي.

23 ـــ فرهنګ Culture : د یوه قوم یا یوه ملت ټول معنوي، هنري، تاریخي، ادبي او مذهبي شته ( دارایي ) چې د تاریخ په اوږدو کې منځ ته راغلي او متشکل شوي وي . 

24 ـــ فوب Fob : فوب اخیستونکي ته د مال د بارولو د ځای په بېړۍ کې د مالونو ورسپارلو شرایطو ته فوب وایي .

25 ـــ فیوډالېزم Feudalism : په منځنیو پېړیو کې له دې اصطلاح څخه دا و، چې د هېواد د ځمکو لویه برخه به د پاچا له خوا د املاک په نامه یوه سړي ته، چې فیوډال باله کېده ورپرېښودل کېدله. هغه سړي به ځمکې  مستاجرینو ته په اجاره ورکولې، فیوډالانو یا د دوی استازو به د خپلو املاکو په سیمه کې د خلکو او کروند ګرو قضایي، حکومتي او سیاسي بشپړ اختیارات لرل .

26 ـــ مالیات Tax : هغو پیسو ته ویل کېږي، چې دولتونه یې د خپل ځان او همدا راز د عامه لګښت د پوره کولو له پاره د قانون پر بنسټ یې له خلکو، شرکتونو او مؤسساتو څخه هر کال اخلي، مالیه ویل کېږي .

27 ـــ استنطاق Interrogation : په لغت کې د ویاندي د غوښتنې، خبرې کولو، خبرو ته د چا اړ ایستل، خبرو ته د چا هڅول، د خبرو څارنه او له چا څخه د خبرو د تر لاسه کولو مانا لري . د حقوقو په علم کې د استنطاق اصطلاح د قضایي موضوعګانو د تعبیې او سمون له غوره وسیلو څخه ده، چې اکثراً په جنایي او کله ناکله په مدني مسلو کې له هغه څخه کار اخیستل کېږي .

28 ـــ استهلاک Depreciation : یوه اقتصادي تخنیکي اصطلاح ده. استهلاک د یوې ثابتې پانګې او یا د ارزښت پرله پسې کموالی دی. یا په بل عبارت له اصلي پانګې څخه په تدریجي توګه د یوه دین ادا کولو ته استهلاک ویل کېږي .

29 ـــ اصطکاک Friction : یو عربي ویي ده، چې د سولېدو مانا لري د دوو څیزونو سولېدو ته ویل کېږي .

30 ـــ اکزیما Eczema : اکزیما چې د درماتیت په نوم هم یادېږي. د بدن د پوستکي د یوه التهابي غیر ساري غبرګون څخه عبارت ده، چې د بېلابېلو منځنیو او باندنیو تنبهاتو په وړاندې منځته راځي .

31 اګرونومي Agronomy : د اګرونومي اصطلاح له دوه یوناني کلمو څخه ترکیب شوې، چې Agros د کروندې په مانا او Nomes د تنظیمولو په مانا ده . اګرونومي هغه علم دی، چې د کرنیزو محصولاتو د تولید د اساساتو، د خاورو د برابرولو او د کروندو له تنظیمولو څخه بحث کوي . 

32 ـــ ابرک Mica : ابرک هغه منرال دی، چې بېلا بېل ډولونه لري او د ډېرو ډبرو په جوړښت کې ستره برخه لري . جیولوجستان سپین ابرک، تور ابرک، افلوګوپایت او         لیپیدو لایت د ابرک د غوره منرالونو په توګه پېژني. سپین ابرک په برېښنایي شیانو کې د عایق په توګه کارېږي. ژېړ، خړ او شین رنګونه لري .

33 ـــ اتموسفیر Atmosphere : د ځمکې کره د یوې ګازي ( غاز ) کرې په واسطه چاپېره شوې ده، چې اتموسفیر بلل کېږي . د اتموسفیر د کرې پاسنۍ برخه سپکه او ښکتنۍ برخه د ځمکې د راښکون ( جاذبه ) او د پاسنیو ذراتو د دباو ( فشار ) له امله درنده وي .

هغه ګازونه چې په اتموسفیر کې شته، تل د تېښتې په حال دي . که چېرې ځمکې د راښکون قوه نه درلودی، د اتموسفیر ګازونه به له ځمکې تښتېدلای .

34 ـــ موټېشن Mutation : په ارثي موادو کې ناڅاپي بدلون ته موټېشن وایي .

35 ـــ بحر الکاهل Pacific : غلی سمندر، چپ سمندر، آرام سمندر، پاسفیک د نړۍ تر ټولو لوی سمندر دی .

36 ـــ بلک Bulk : هغه بېړۍ، چې ناتړلي ( Unpacked ) مالونه وړي، لکه غنم، سمنټ او داسې نور چې د بېړۍ په خېټه کې بارېږي .

37 ـــ بودایي Buddhism : د نړۍ یو لوی دین، د چې د بودا فلسفه او اخلاقي اصول بیانوي . بوداییزم له میلاد څخه 6 پېړۍ مخکې په هندوستان کې دود شو او د هندویزم له پیدا کېدو څخه وروسته کمزوری شو. دغه دین اوس هم په نړۍ کې ډېر پلویان لري .

38 ـــ بودیجه Budget : د دولت یا نورو حقیقي او حکمي شخصیتونو د راتلونکي وخت    ( مثلاً یو کال ) د عوایدو او مصارفو پیشبیني ته بودیجه ویل کېږي .

39 ـــ بیرغ Flag  : جنډه، علم، پرچم. یوه مستطیل ډوله ټوټه، چې رنګه یا ساده وي او د هر هېواد یا ارګان په ملي نښان ښکلې شوې وي او د همغه هېواد یا ارګان سمبول بلل کېږي.

40 ـــ پلازمېنه Capital : د یوه هېواد د واک او حکومت مرکز، چېرې چې پاچا (ټولواک) یا جمهور رییس یا امیر او د مشرتابه نور ګروپ هلته مېشت وي . په پلازمېنه کې ټولې دولتي ادارې فعالې او ټول وطن له هغه ځایه اداره کېږي .

41 ـــ پوله Border : هغه لیکه یا کرښه، چې دوه سیمې یا دوه هېوادونه سره جلا کوي .

42 ـــ پیترو شیمي( پترو کمېسټري ) Petro chemistry: له طبیعي ګازو یا نفتي موادو څخه د کېمیاوي موادو د بېلولو صنعت ته پتروشیمي وایي .

43 ـــ تحت الحمایه Protected State : هغه سیمه، چې خپل مشر ولري، دا مشر په خپلو کورنیو چارو کې څه ناڅه خپلواک وي، مګر په اصل کې د بل هېواد تر حمایې لاندې وي .

44 ـــ ټاپو Island : د ځمکې هغه ټوټې ته چې شاو خوا یې اوبه وي ټاپو ویل کېږي .

45 ـــ چوندوګیو Chundogiu : د کوریا یوازینی غټ، سیمه ایز مذهب، چې د لومړي ځل له پاره د ( چوی چه یو ) له خوا په کال 1861 زېږدیز کې دود شو .

46 ـــ دروز Daroze : هغه مذهب دی، چې تعلیمات یې له اسلام، مسیحیت او یهودیت څخه په ګډه اخیستل شوي دي.

47 ـــ دکتاتوري Dictatorship : هغه مطلقه حکومت، چې په هغه کې یو شخص یا کله ناکله یوه ډله، ټوله ټولنه ( هېواد ) په مستبدانه توګه اداره کوي. دکتاتور هغه چاته ویل کېږي، چې خپل احکام او قوانین خلکوته دکته کوي او په زور یې پرې مني .

48 ـــ زلزله Earthquake : هغه محسوس او ګړندی خوځښت، چې د ځمکې له پوستکي (قشر) څخه لاندې، د ځمکې د داخلي قواوو په اثر منځ ته راځي . د دې خوځښتونو له امله د ځمکې په پاسنیو برخو کې یو لړ څپه ایز ټکانونه پیدا کېږي او کله ناکله د ځمکې په پوستکي کې بدلونونه را منځته کېږي .

49 ـــ ګېټ وې Gate Way : په مخابراتو کې ګېټ وې هغه سویچ ته ویل کېږي، چې د هغه له لارې، د یوه هېواد مخابرې بهر ته ځي او یا دننه راځي .

50 ـــ لېبرالېزم Liberalism : د خپلواکي پلویتوب. خپلواکي د حکومت د سیاست او تګلارې په توګه . خپلواکي د ټولنې د یو بنسټیز اصل په توګه او یا د ټولنې او فرد د ژوند د لارو چارو او تګلارو په توګه . لېبرال ګوندونه همداشان تګلاره تعقیبوي او پلویان یې لېبرالستان بلل کېږي .       ژ: عطا محمد میاخېل

rohi.af سورس

-
بېرته شاته