(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتونستان ورځ

[01.Sep.2015 - 11:39]

ژوندۍ او تلپاتې دې وي د وږي دمیاشتې نهمه نیټه دپښتونستان  ورځ

لیک : ډاکټر لطیف یاد
دافغانستان ، پښتونخوا او سهیلي پښتونخواآغلو او ښاغلو پښتنواو بلو څو خویندو او ورونو !
نن د۱۳۹۴لیږ دیز ګال دوږي دمیاشتې ۹ نیټه چې د۲۰۱۵ زیږدیز کال داګست دمیاشتې د۳۱ نیټې سره سمون خوري دپښتونستان ورځ ده . داورځ د۱۳۲۸لیږدیز کال نه راپدیخوا چې پوره ۶۷ کلونه کیږي په افغانستان کې دپښتنو او بلوڅو دیووالي دورځې په توګه دکابل په پښتونستان واټ کې په ډیرو پر تمینو مراسمو سره په رسمي او دولتي بڼه لمانځله کیدله چې دپښتونخوا او بلو څو ډیرو مشرانو لکه: ارواښاد اجمل خټک ،افراسیاب خټک ،نواب خیر بخش مری او ارواښاد نواب بګتي او دپښتنو او بلو څو نورو مشرانواو قبایلو ورونو به هم په دې مراسمو کې ګډون کاوه .له بده مرغه دڅو کلونو راهیسې دافغانستان واکمنانو داورځ هیره کړې ده ،خوبیا هم زموږ یو شمیرپښتانه فر هنګیان، روڼ اندي او دپښتنو او بلوڅو دملي یووالي پلویان په کابل ، جلال آباد او ځینو نورو ښارونو کې دا ورځ دپښتونستان دورځې دبیرغ په پورته کولو او دویناوو او انقلابی شعرونو په ویلو سره لمانځي.موږ په داسې چې دخپلواکۍ او آزادۍ لپاره دپښتونخوا ،سهیلي پښتونخوا او دبلو څو دملي آزادي بښونکو غو رځنګونو ملاتړ کوو، د ظلم ،نارواوو او بې عدالتیو خلاف دپښتنو او بلوڅو دملی یووالي او پیوستون او ددوی ملي او انقلابي مبارزې ددوی د ژغورنې یوازینۍ لاره بولو. 
دپښتونستان ورځ دا دپښتنو او بلوڅو دیووالي او پيو ستون ورځ دې دافغانستان ، پښتونخوا ،سهیلي پښتونخوا او ټولو بلوڅو ورونو ته مبارکه وي . 
ژوندی دې وي دپښتنو او بلو څو ملي یووالی !
ژوندی دې وي دافغانستان ، پښتونخوا وسهیلي پښتونخوا دپښتنو او بلوڅو ملي یووالی او پیو ستون!
ژوندي دې وي دپښتنونخوا ،سهیلي پښتونخوا او بلو څو انقلابي او ملي غورځنګونه!
مړه دي وي دپښتنو او بلوڅو دښمنان!

 

-
بېرته شاته