(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دټاکنوداصلاحاتو کمیسیون پر ترکیب

[31.Aug.2015 - 09:39]

کابل ( پژواک، ۸ وږی ۹۴) : د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون دوه غړي وایي چې د حکومت مشرتابه ورسره ژمنه کړې، چې ددغه کمیسیون پر ترکیب بیا کتنه کوي.
د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون دوو غړو شاه محمود میاخېل او کاوون کاکړ پرون دیوې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ، چې دوی د کمیسیون غونډې ځکه بیکاټ  کړي چې ځینې غړي د ځانګړې ایجنډا او د سیاسي ګوندونو د ګټو لپاره کار کوي.
دوی ویلي وو، چې د کمیسیون په طرحو کې سیاسي ګوندونو ته ۱۰۰ څوکۍ ځانګړي شوي چې دې کار سره به یوې ځانګړې سیاسي ډلې ته ګټه رسیږي.
د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون رییس او یو شمیر غړو نن د وږي په ۸ مه، اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره ولیدل او هغه ته یې خپلې طرحې وړاندې کړي.
تر دې مخکې پرون میاخېل او کاکړ هم د یوې خبري غونډې له لارې خپل وړاندیزونه ولس او رسنیو ته وړاندې کړل.
میاخېل نن پخپل فیسبوک پاڼه کې د تازه تحولاتو په اړه خبرپاڼه خپره کړې ده.
په دې خبرپاڼه کې راغلي د تیرې چهارشنبې په ورځ د ټاکنو د ا صلاحاتو کمیسیون پریکړه وکړه، چې د ټاکنو نظام به موازي تناسبي سیستم وي احزابو ته به د پارلمان پنځوس سلنه چې ۱۲۵ څوکۍ کیږي، باید ورکړل شي او هم به افغانستان د احزابو لپاره د جمهوري ریاست په ډول یوه حوزه وي.
سرچینې زیاته کړې : (( کله چې د کمیسیون غړو بیا هم په خپل نظر تاکید وکړو نو موږ هم مجبور شولو چې د کمیسیون غونډې تحریم کړو او خپل نظرونه، اندیښنې او طرحې دافغانستان خلکو سره د رسنیو له لارې شریکه کړو.))
میاخېل ویلي : (( زموږ د یادې پریکړې وروستو د کمیسیون غړو په خپلو پریکړو کې یو څه تجدید نظر وکړ چې احزابو ته سل سیټونه ورکړل شي چې ۴۰ سلنه شي، دوی له پرون راهیسې یو څه نور هم راټیټ شوي چې په وروستۍ طرحه کې دوی د یو ثلث وړاندیز کړی دی، دوی زموږ د طرحې یوه برخه چې د ولایتونو حوزې وړې شي هم پخپلو وړاندیزونو کې منلی دی.))
په خبرپاڼه کې راغلي، په عین حال کې دوی غوښتل چې حکومت ته د اجراییه ریاست له لارې یواځې یوه طرحه وړاندې کړي، خو نن دوی ومنله چې د کمیسیون د نورو غړو د طرحو سره به دمیاخېل او کاکړ پرونۍ طرحه چې د رسنیو له لارې د ولس سره شریکه شوې،هم یو ځای حکومت ته په رسمي توګه وړاندې کوي.
سرچینه کاږي چې د حکومت مشرتابه ورسر دا ژمنه هم وکړه، چې د کمیسیون په ترکیب کې به دوخت سره سم تجدید نظر کوي.
میاخېل ویلي : (( په دې توګه موږ د کمیسیون په غونډه کې برخه واخیسته او داجراییه ریاست مشر ډاکتر عبدالله او د کمیسیون مشر عاکفي په رسمي غونډه کې له مطبوعاتو سره پخپلو خبرو کې زموږ د طرحې یادونه وکړه چې حکومت به دواړه طرحې په غور سره مطالعه او دهغوی په رڼا کې به پریکړې وکړي. ))
کاکړ او میاخېل په دغه خبرپاڼه کې د ملي یووالي حکومت له مشرتابه ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله څخه غوښتي چې د ټاکنو د سیستم په تغیر کې پراخو مشورو او ژور غور ته اړتیا ده چې ټول تخنیکي او سیاسي اړخونه ددې طرحو باید وڅیړل شي .
دوی له ولس څخه هم غوښتي دي چې دواړه طرحې مطالعه او خپل نظرونه له حکومت سره شریک کړي ځکه چې دا دافغانستان د ولس لپاره یوه برخلیک ټاکونکې بحث او پریکړه ده نو ټول باید فعاله ونډه په دې کې واخلي.

-
بېرته شاته