(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل: د لوی لاريون په اړه

[31.Aug.2015 - 08:44]

د اسلاميت او افغانيت په ننګه د لوی لاريون په اړه
وروستۍ پرېکړه

عزیزخان هوتک
دوشنبه، د وږي ۹:  ګرانو هېوادوالو! د تابعيت په تذکرو يا پېژند پاڼو کې د اسلاميت او افغانيت په ننګه د سه شنبې په ورځ د لوی لاريون لپاره بشپړ تياری نيول شوی دی، خو د افغانستان د بېلابېلو قومونو د مشرانو يوې درنې او مخورې جرګې د لاريون د انسجام له کمېټې څخه د شنبې تر ورځې وخت غوښتی چې دا موضوع به له مشرانو سره د خبرو او منځکړتوب له لارې حلوي. له بلې خوا يو شمېر دولتي چارواکو هم ډاډ ورکړی، چې ستونزه د حل کېدو په درشل کې ده او يو څو ورځې نور يې د زغم غوښتنه کړې ده. پر دې سربېره له ولايتونو څخه د اسلاميت او افغانيت ملاتړي پرله پسې غوښتنه کوي، چې لاريونونه دې له دوی سره همغږي شي او تر راتلونکې شنبې پورې دې لاريونونه وځنډول شي.
د لاريون د انسجام کمېټې د قومي مشرانو د جرګې غوښتنې، د يو شمېر چارواکو ژمنو او په ولايتونو کې د اسلاميت او افغانيت د ملاتړو وړانديزونو ته د درناوي له مخې پرېکړه وکړه، چې د وروستي ځل لپاره به لاريون تر راتلونکې شنبې (د وږي ۱۴) پورې ځڼډوي. که چېرې تر راتلونکې شنبې پورې د ولسمشر د فرمان له لارې موضوع حل نه شي او د تابعيت په تذکرو کې د اسلاميت او افغانيت ذکر ونه منل شي، نو راتلونکې شنبه د سهار په ۸ بجو به په کابل کې لوی لاريون پيليږې او بيا به د هېواد ګوټ ګوټ ته غځېږي او ورسره به لويې لارې تړل کېږي.
څرنګه چې موږ د چارواکو پر نيت او ژمنو ډاډه نه يو، نو له درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کوو چې په ټول توان د شنبې ورځې د لاريون لپاره تياری پيل کړي. موږ له خپلو جيدو ديني عالمانو، د جوماتونو له ملا امامانو، قومي مشرانو او شوراګانو، د ګذر وکيلانو او د کليو له ملکانو، سياسي ګوندونو، مدني بنسټونو، د ځوانانو ټولنو او له ټولو هېوادپالو افغانانو څخه غوښتنه کوو، چې د لوی لاريون لپاره د ولس په خبرولو او چمتو کولو کې زموږ ملا وتړي. موږ ټولو هېوادوالو ته خبرداری ورکوو، چې د نن ورځې غفلت به مو ښايي د ملي هويت په بيه تمام شي. نو راځئ چې د خوشال بابا په څېر د افغان په ننګ توره وتړو او له خپل هويت او ملي ارزښتونو څخه په مېړانه دفاع وکړو. د لاريون وخت ټاکل شوی، خو د ځای په اړه مالومات به راتلونکې پنجشنبه له تاسو سره شريک شي.
د لاريون د ښه انسجام لپاره د (دوشنبې) پر ورځ د سنبلې پر (۹)مه نېټه د مازيګر څلور بجې يوه لويه غونډه په پام کې نيول شوې ده. د ټولو سياسي ګوندونو، قومي شوراګانو او مدني بنسټونو استازو ته بلنه ورکوو، چې پدې غونډه کې برخه واخلي او د لاريون په غوره انسجام کې له موږ سره مرسته وکړي.
د سنبلې د (۹) نېټې غونډې ځای: له پل محمود خان څخه د شش درک په لوري ښي لاسته لومړۍ کوڅه ( د دفاع وزارت ختيز دېوال ته مخامخ)، په کوڅه کې ښي لاسته درېيم کور.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲ - ۰۷۷۷۴۰۰۱۱۶
په درنښت
د لاريون د تدارک او انسجام کمېټه

-
بېرته شاته