(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملا عمر دوه کاله مخکې

[29.Jul.2015 - 18:42]

ارګ مطبوعاتي اعلامیه: د افغانستان د اسلامي جمهوريت حکومت د باوري مالوماتوپر بنسټ تأییدوي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ۱۳۹۲ کال د حمل ( د ۲۰۱۳ د اپرېل) په میاشت کې، په پاکستان کې مړ شوی دی. د افغانستان اسلامی جمهوريت حکومت په دې باور دی چې د سولې مذاکراتو ته اوس، تر بل هر وخت ښه زمینه مساعده ده، پر همدې اساس، پر ټولو مخالفو وسلوالو ډلو غږ کوي چې له دې فرصته په استفادې، د سولې له خبرواترو سره یو ځای شي.
----------------------

بي بي سي ټکی کام: ملا عمر - پټ ژوند له طالب مشرۍ تر مرګه 

د ملا عمر انځورونه ډېر کم خپاره شوي، او له انځوريزو رسنیو سره یې خبرې نه وې کړې
په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو غورځنګ له راښکاره کېدو راهيسې ملا محمد عمر ډېر کم له غږيزو رسنيو سره غږېدلی و، او پر انځوريزو رسنيو خو هېڅ راښکاره شوی هم نه و.
د افغانستان دننه او هم یې په نړيواله کچه د شهرت پرتله د ژوند په اړه کره معلومات لا اوس هم کم دي.
د همدې روان ۲۰۱۵ کال اپرېل کې د افغانستان وسله والو طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر ژوندلیک خپور کړ.
د ده ژوندلیک د طالبانو پر یوې وېبپاڼې خپور شوی او په څلورو ژبو "پښتو، فارسي، انګلیسي او اردو" یې رسنیو ته هم کاپۍ استولې شوې وې.
په دې ژوندلیک کې د ملا محمد عمر د زوکړې او د ماشومتوب دورې په اړه معلومات ورکړل شوي وو.
ملا محمد عمر له څو کلونو راهیسې تری تم و، نه یې کره انځور خپور شوی او نه یې هم چا ته د ځای ځایګي څرک معلوم و.
په ژوندلیک کې د ملا عمر د خوښې وسله "آر پي جي اووه" ښوول شوې او دا چې ساده ژوند يې لاره او په ژوند کې یو څه "شوخ طبیعته" هم و.
د امریکا متحدو ایالتونو د ملا محمد عمر د موندلو یا ځای ځایګي څرک لګولو بدل کې د ۱۰ میلیون ډالرو جایزه اعلان کړې وه.
دی په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له بریدونو او یرغل وروسته بيا تر همدې وخته تری تم و.
دا روښانه نه وه، چې ولې يې ژوندليک خپراوه، خو طالبانو ويلي وو، د خپل مشر د ژوند په اړه معلومات یې د هغې نېټې پر ۱۹ مه کليزه خپرول، چې د افغانستان "یونیم زر علماء کرامو، مشایخو او جهادي مشرانو" په کې ملا محمد عمر د خپل مشر په توګه ومانه.
خو ځینو کتونکو بيا دا یادونه کوله، کېدی شي دا کار یې په افغانستان کې د "اسلامي دولت" (مخکیني داعش) زیاتېدونکي اغېز پر وړاندې یوه ځوابي هڅه وه، دا چې مشر يې ژوند دی، او دوی ټول يې مشرۍ ته ژمن دي.
د ملا عمر اصلي ټاټوبی
د طالبانو له لوري د ملا محمد عمر د خپرې شوې بیوګرافۍ له مخې، دی په ۱۳۳۹ هجري لمریز او ۱۹۶۰ زېږديز کال کې د افغانستان په جنوب د کندهار خاکریز ولسوالۍ په "چاه هفت" کلي کې زېږېدلی و.
په ژوندلیک کې يې ويل شوي وو، ملا محمد عمر د پښتنو هوتک قوم پر "تومزیو" پورې تړلی و.
د همدې روان ۲۰۱۵ کال اپرېل کې طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر ژوندلیک خپور کړی و
د ملا محمد عمر پلار مولوي غلام نبي او "یو محترم عالم او ټولنیزه څېره" بلل شوی، چې د ملا عمر له زېږېدو پنځه کاله وروسته مړ شوی و.
د پلار له مړینې وروسته، ملا عمر له خپلې کورنۍ سره د اروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ کې، خپلو ترونو ته ورکډه شوی و، چې له همدې امله یې ښايي اصلي ټاټوبی همدا و.
ملا عمر پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته، خپلې دینې زده کړې پرېښودې او د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ يې د حرکت انقلاب اسلامي ډله کې د "سرو لښکرو" پروړاندې مبارزه پیل کړه.
دی له ۱۹۸۳ تر ۱۹۹۱ کال پورې د شوروي د ځواکونو پر ضد جنګېدلی، څلور ځله ټپي شوی او په پای کې یې ښۍ سترګه له لاسه ورکړې وه.
د ۱۹۹۲ کال اپرېل کې چې د مجاهدينو بېلابېلو ډلو د ډاکټر نجیب حکومت وپرځاوه، ویل شوي ملا عمر خپله وسله پر ځمکه کېښوده او د کندهار میوند ولسوالۍ ګیشانو کلیواله سیمه کې یې یوه دیني مدرسه جوړه کړه.
د ډاکټر نجيب حکومت له نسکورېدو سره ډېر ژر په پلازمېنه کابل کې د مجاهدينو سيالو ډلو ترمنځ جګړه ونښته، او هم د افغانستان بېلابېلو سيمو کې وسله والې ډلې او ملېشې واکمنې شوې.
په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو غورځنګ جوړ شو، او ملا عمر يې د خپل مشر په توګه وټاکه.
طالبان وايي غورځنګ يې خپل هېواد کې د هغه مهال خپرې ګډوډۍ او بې نظمۍ پر وړاندې غبرګون کې جوړ شوی دی.
طالب غورځنګ په ډېره چټکۍ پر کندهار او شاوخوا ولايتونو ولکه وکړه، او لوېديځ لور يې د خپل واک په غځولو د ۱۹۹۵ کال د سپتمبر پر پنځمه هرات هم ونيو.
د ۱۹۹۶ کال اپرېل لومړيو کې د "افغانستان علماء کرامو" په کندهار کې د یوې غونډې په ترڅ کې ملا محمد عمر ته د "امیر المؤمنین" لقب ورکړ.
د همدې ۱۹۹۶ کال دوبي کې طالبان د افغان پلازمېنې څنډو ته رسېدلي وو، او د همدې کال د سپتمبر پر ۲۷ مه يې کابل هم ونيو.

د نړيوالو ترهګرو ملتيا
په ۱۹۹۴ کال کې له څرګندېدو وروسته طالبانو په ډېر کم وخت کې د افغانستان پر ډېرو سيمو ولکه وکړه
کابل ته په ننوتلو طالبانو د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب، چې څه د پاسه څلور کاله يې د ملګرو ملتونو دفتر کې پنا اخيستې وه، وواژه، چې ملګرو ملتونو او يو شمېر نورو هېوادونو یې دا عمل وغانده.
کابل کې واک ته رسېدو سره د طالبانو نظام يوازې، پاکستان، سعودي او متحده عرب اماراتو، دريو هېوادونو په رسمیت پېژندلی و.
د خپلې واکمنۍ بڼې او توندلاري دريځ له امله پر طالبانو نړيوال بندیزونه لګېدلي وو.
د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن چې له سودان نه افغانستان ته ستون شوی و، د دوی نژدې پوځي ملګری شو.
نړيوال بنديزونه او هم د طالبانو ګوښي کول، د اسامه بن لادن نړيوالې ترهګرې ډلې سره د طالبانو د نژدې والي يو لامل ګڼل کېده.
د طالبانو او امريکا ترمنځ لومړی ټکر د ۱۹۹۸ کال اګست کې وشو.
د همدې کال د اګست پر ۷ مه په کېنيا او تانزانيا کې د امريکا پر سفارتونو بمي بريدونه وشول، شاوخوا ۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۱۰۰۰ نور ټپيان شول.
د دې بريدونو پړه هېچا هم پر غاړه وانخيسته خو، امريکا د تور ګوته د طالبانو ترولکې لاندې د القاعدې افغانستان مېشتي مشر اسامه بن لادن ته ونيوه.
امريکا بيا د دغو بريدونو غچ کې د همدې اګست پر ۲۱ مه د افغانستان خوست پر ځينو سيمو توغنديز بريدونه وکړل، ملا عمر د امريکا دا بريدونه وغندل او ويل يې هېواد کې یې د بن لادن هېڅ روزنيز کمپ هم نه و.

پرېکړې او واک
دا مشهوره وه، چې د طالب نظام مهمې پرېکړې او امرونه د ملا عمر له خوا کېدل.
دوی په ۱۹۹۷ کال کې د افغانستان شمال ته تېر شوي وو، کندوز يې نيولی و، او بيا چې د عبد الرشيد دوستم مرستيال عبد الملک پهلوان طالبانو ته ورواوښت، مزار شريف یې ورسره ونيو.
خو دا معلومه نه شوه، چې له عبد الملک سره جوړه د ملا عمر پرېکړه وه، که څنګه.
دا چې عبد الملک ترې بېرته واوښت او ګڼ شمېر طالب جنګيالي د مخالفو ملېشو په لاس کېوتل او بيا ووژل شول، د طالب مشرتابه لپاره يو لوی پوځي ګوزار و.
خو د ۱۹۹۸ دوبي په راتلو طالبانو بېرته خپلې ليکې سمبالې او مزارشريف يې له نورو شمالي ولايتونو سره په ګډه ونيو.
د ۲۰۰۱ کال مارچ کې د باميانو بودا مجسمې د ملا عمر په امر ويجاوړې شوې، چې هم يې د افغانانو ترمنځ او هم يې په نړيواله کچه د پراخې غندنې احساسات وپارول.
د طالبانو واکمني په غځېدو وه، او د همدې کال تر سپتمبره طالبانو د افغانستان پر نژدې ٪۹۰ سلنه خاوره ولکه لرله.
پرځېدل او له ساحې ورکېدل
د ۲۰۰۱ کال سپتمبر پر ۹ مه د طالبانو ځواکمن مخالف قوماندان احمد شاه مسعود د تخار په خواجه بهاء الدين کې د راپورونو له مخې د دوو ځانمرګو عربانو له خوا بريد کې ووژل شو.
د احمد شاه مسعود مرګ د طالبانو لپاره يو بری ګڼل کېده، خو دوه ورځې وروسته د سپتمر پر ۱۱ مه، د امريکا نيويارک او واشنګټن کې له ودانيو سره د سپرلۍ الوتکو په ټکر او غورځولو بريدونه وشول.
دا ځل بيا امريکا د پړې ګوته افغانستان کې د القاعدې مېشت مشر اسامه بن لادن ته ونيوله، او ولسمشر جورج بوش یې له طالبانو د ورسپارلو غوښتنه وکړه.
طالب مشرتابه هغه مهال په دې اړه د پرېکړې خبره د "عالمانو شورا" يا جرګې ته پرېښوده، چې بيا دوی له افغانستان نه د بن لادن د وتلو سپارښتنه وکړه.
خو وروسته بيا ملا عمر اسامه بن لادن ته د پنا ورکولو ننګه وکړه، او همدې يې له امريکا سره د پرېکنده ټکر لار پرانيسته.
امريکا د ولسمشر جورج بوش له ګوتڅنډونو سره سم د ۲۰۰۱ کال اکتوبر پر اوومه پر افغانستان بريدونه پیل کړل.
د ۲۰۰۱ کال نومبر کې کندوز او کندهار د طالبانو وروستي مورچلونه وو، چې د امريکا هوايي او د افغانستان شمالي ټلوالې مځکنيو بريدونه پايله کې ونړېدل.
د طالبانو نظام وپرځېد، له هماغه راهيسې بيا د ملا عمر ځای ځايګی معلوم نه و، او د اخترونو په څېر مناسبتونو پر مهال يې يوازې ليکلې ويناوې خپرېدې.
سره له دې چې په توندلارۍ او زورواکۍ کې د طالبانو نظام پر افغانستان سربېره په نړيواله کچه هم بد نوم ګټلی، خو ځينې یې د "ټوپکسالارانو" پر وړاندې د خپل هېواد يوموټي کول، د فساد نشتوالی او هم د خپلې واکمنۍ پر مهال د نشه يي توکو او کوکنارو کښتونو کمول د دوی يا يې د مشر ملا محمد عمر د واکمنۍ مثبت اړخونه ګڼي.

طبيعت او شخصيت
د ملا عمر د څېرې په اړه ویل شوي، چې دی یو "آرام" سړی و، "نه په غوسه کېده او نه هم وېرېده".
طالبانو یې په اړه خپاره شوي ژوند ليک کې ويلي له هېواده بهر يې "کوم بانکي ګڼون (اکونټ)" نه درلود. د "ښه خوی او شوخ طبعيت انسان" و، هېڅکله يې "له خپلو ملګرو ځان لوړ" نه ګاڼه.
طالبان وايي، پردې سربېره چې ملا عمر د "دښمن" له خوا تر ټینګې څارنې لاند و، خو د ورځني ژوند فعالیتونو کې کوم بدلون نه و راغلی.
که څه هم هېڅ کره معلومات نه وو، خو ځینې داسې ګونګوسي هم وو، چې ګنې ملا محمد عمر د ډېورېنډ کرښې اوږدو سيمه کې چېرې مېشت و. (بي بي سي )

-
بېرته شاته