(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګاز ډبه او سلنډر

[29.Jul.2015 - 14:06]

لیک: محمد فاروق کاکړ
په ډېرو ټکو او وینا نه د پښتو په یو څو لنډو تورو به درته ووایم
هغه ډبه او سا یلنډر معیاري وي چې هغه دیورنګه نس لرونکو له نورو ډبو څخه دروند وي.په درانه ډبه کښې د اوسپني مقدار زیات وي او د چاودلو امکان یې کم وي.  په سپکو ډبو کښې دبیر مقدار زیات وي چې د چاودلو امکان هر وخت ورسره وي.
دویمه خبره
د ۱۵ کلو ګازو صلاحیت لرونکي ډبه کښې ۱۲ کلو ګاز ډک کړي
د ۱۰ کلو ګازو صلاحیت لرونکي ډبه کښې ۸ کلو ګاز ډک کړي
د ۲۴ کلو ګازو صلاحیت لرونکي ډبه کښې۲۰ کلو ګاز ډک کړي
د ګازو د ډبې دننه فشار کم ساتي
چې دننه فشار د ګاز د ډبې کم وي هغه بیا د چاودلو امکان نه لري
د ۲ یا ۳ کلو ګازو دپاره کور خطر ته مه غور ځوئ
دریمه خبره
د ګاز ډبې له اوره لېري ساتئ له لمره یې هم پټه ساتئ
د تود والي له عمله د ګاز فشار دوه ګونه درې ګونه زیات سې
چې د چاودلو امکان یې هم زیات سي
څلو رمه خبره
تل چې پوختن کوي که چېري د ګاز بوی پوزي ته درغلئ نو کاني چې بله نه کړئ
یواري د ګازو د بوی د راتلو عوامل ځان ته مالوم کړئ
پنځمه خبره
د ګازو ډبه ګورئ چې سوری پکښې نه وي.
چې کله د ګازو کم مقدار له ډبې را اوزي خطر لا کم وي بیا د ګازو بوی راځي
خو چې کله د ګازو مقدار زیات سي ټوله شپه یا ټوله ورځ وتلی وي خطر هم زیات وي بیا یې بوی سپږ مو ته نه راځي

پام به کوو نور د الله خپل قانون دئ الله دي موږ ټوله له غمه وژغوري

-
بېرته شاته