(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یو کم دېرش کسه

[27.Jul.2015 - 18:54]

لیک: عبدالمالک بېکسیار

د جرمني په کولن کې له کونړ سین مشاعرې د راستنېدو په لاره د یوچا مېلمانه شوو، سره له دې چې زموږ په ډله کې ډېری دد غې دمې او ناڅاپي مېلمستیا پلویان نه ول، لاره مو هم اوږدېده، باران هم له تالندې او برېښنا سره په شړک اورېده او موږ هم د څو شپو بې خوبه او ستړي وو، خو زموږ یوه ملګري ورسره کلکه وعده کړې وه نو مجبور ورستانه شوو، چې ورغلو اوه، اته ، لس زموږ له ملګرو څخه یوه یوه نیمه لسیزه په عمر پاخه کسان د سترخوان ته سره ناست وو، دوی ډوډۍ خوراک تقریبن پای ته رسولی وو او دا پته لګېده چې موږ د دغه بنډار اصلي مېلمانه، نه وو بلکې ضمني راغوښتل شوي وو، په مجلس کې ناست څوکسان خو بېخي زموږ په وربلنه خبر هم نه وو، او داسې ښکارېده چې زموږ په ورتګ ډېر راضي هم نه وو، له کوربه او یوه مېلمه نه بغیر نور ټول ښه غوښن دنګ دنګ په افغاني جامو ملبس او په ځان باندې خلک ول، د روغبړ په وخت مو چې لاسونه سره ورکول د ټولو لاسونه پنډ پنډ او درانه درانه وو، خو د هغه یوه چې ماته مخامخ د اوږده دسترخوان په هغه بل سر کې ناست و، بېخي حیران کړم، زما منګول يې په موټي کې داسې برېښېده لکه د ماشوم، د خوراک په وخت کې یې هم ما څو ځل لاسونو ته ور وکتل، خو ده داسې فکر کاوه چې زما دڅار موخه څه بله ده، نه يې خوښېدل چې ور وګورم.

سره له دې چې ټول پښتانه ول، خو دخبرو له اندازه يې پته لګېده چې څوک د افغانستان د کوم ځای دی، یوازې د همدغه پنډ لاسي په پته پوه نه شوم چې په وطن کې د کوم ځای دی، هغه سره لدې چې ډېرې خبرې نه کولې، ډېره شېبه د کباب له یوه غټ هډوکي سره مصروف و، او بیا بیا يې له خپل بې وېښتو تندي په کاغدي دستمال خولې وچولې، خو یوه خبره به يې هم چې وکړه نو بیا به يې ټول مجلس یو وار لکه اروا پوه څاره، چې وګوري خبره يې په چا څنګه لګي.

زه چې لږ، ډېر د پښتو له ډېرو ګړ دودونو سره بلد یم، دده له خبرو سره مې ستونزه لرله، دا زما په ژوند کې دریم کس وو چې د پښتو پدغه ګړ دود يې خبرې کولې او زه ور سره مخامخ شوی وم، یو په کابل کې زموږ د کوڅې د ترافیکو یو غټ افسر و، چې دروسانو او کارمل په راتګ سره يې سمدواره موټر، موټروان، باډيګارډان او قصه پیدا کړه او بیا لږه موده پس زموږ له کوڅې ورک شو، دوهم مې په ډنمارک کې یو وخت دهمدې لهجې ویونکي یوه هوايي افسر ته ترجماني کوله، چې هلته هم په ډېرو مشکلاتو سر وم او دریم يې همدا دنن شپې پنډ لاسی و.

تر ډوډۍ وروسته چې کله دستر خوان ټول شو، په خونه کې ځای هم یو څه ازاد شو او زموږ هم یو څه ستر سره مات شو ، نو کیسو چک ولګاوه، د وطن کیسې، د مساپرۍ کیسې، د ژوند کیسې او په تېره تېره بیا د سیاست کیسې . دلته ماته د خپل هغه یار چې په روس کې يې تعلیم کړی کیسه را یاده شوه چې د روسانو له خولې يې ویل” دشپې نا وخته چې په لیلیه کې د چا څراغ روښانه وي نو دغه درې امکانه موجود دي : اول ـ چیني نژاده (چین، جاپان، ویتنام، کوریا) وګړي دي سبق وايي . دوهم ـ عربان دي عیاشي کوي . دریم ـ افغانان دي سیاست کوي ” .

موږ هم چې نورې ټولې کیسې پای ته و رسولې نو سیاست ته را ورسېدو، د مېلمنو د ډلې یوه مېلمه زموږ یوه یار نه پو ښتنه وکړه چې د دولت تر سقوط وروسته چېرې واست او څه مو کول؟ . هغه په ځواب کې ورته وویل چې په پېښور کې مې سوزکي چلاوه، دې سره یو دم د سوزکي خبره نقل میدان شوه، چاوې ښه موټر وو، چاوې خراب موټر وو، چاوې قوي وو، چاوې ضعیف وو، په کابل او پېښور کې د موټرو په کرایو، په پېښور کې د بس سټاپونو په نه شتون، د پولیسو په رشوت اخیستو، په اروپا کې د بسونو په ټيک وخت راتلو، د روس په مټرو او له سوزکي سره په تړاو بلا نورو مسایلو خبرې وشوې، دخبرو په پای پای کې یوه یار وویل چې دغه ماډل موټرونه په اصل کې بېخي د سورلۍ دپاره وو نه، دا دبار موټرونه وو، یوه بل وې چې نه، د سورلۍ د پاره وو، خو فقط د دوه کسانو د پاره ، یوه بل یار وې چې نه د دوه کسانو د پاره يې په مخکې سیټ کې ځای و او د څلورو تنو دپاره شاته، خو یوه دریم ملګري بیا وې چې د شپږو دپاره شاته ځای و، زما خواته یوه ملګري په ټوکو وویل چې د یو اتو لسو کسو دپاره خو يې په بام هم ځای و، یوه بل وې چې شاته به هم یو لس دولس پسې ځنګېدل.

پنډ لاسی چې په مړه ګېډه يې کباب وهلی و، د خونې له یوه کونجه اوږد را غځېلی و، پښې يې زموږ د ډلې څلورو پينځو یارانو په مخکې راتېرې وې، هغو خوارانو ځانونه کلک کلک په دیوال نښلولي و، دده له اړخ سره توشکه هم دوه درې لوېښتې د دېوال له بېخه راکش شوې وه، د یوې پښې پایڅه يې هم د پونډۍ تر اخرې نیمايي را ټوله وه، د پښې ګڼ او تور تور وېښته يې نېغ نېغ ولاړ وو، ده تر ډوډۍ وروسته زما په خیال یوه خبره هم نه وه کړې، بس یو دم په هماغه خپله ځانګړې لهجه په خبره راګډ شو” دا موټرونه به د څو کسو د پاره جوړ وو خدای خبر ؟ خو د میر ذکې په بازار کې يې چې ما ته لار نه راکوله او ټانګ مې پرې تېر کړی وو یو کم دېرش کسه پکې مړه وو .

-
بېرته شاته