(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دملا ضعیف فیسبوک

[27.Jul.2015 - 17:41]

نظرمحمد مطمئین

د روژې مبارکه میاشت وه، یو ملګري راته پېغام راولیږی، هغه وخت وو چې د اسلام آباد سره نږدې د مرې په ښار کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې وشوې، له دي وروسته د ملاعبدالسلام ضعیف او ښاغلي حکمت کرزي انځور هم د ضعیف صاحب په نوم د جعلي جوړې شوې فیسبوک پاڼې څخه خپور شو، او د سولې اړوند يې ورسره څو کرښې لیکلي وي، ماته هغه ملګري لیکلي و چې دغه عکس تیر کال هم ما په ټولنیزو رسنیو کې لیدلی و،  هغه ملګري ته مې وویل چې ضعیف صاحب  په رمضان کې له کوره نه دی وتلي، يوه ورځ له  ښاره وتلي خپل هستوګن ځای څخه کابل ښار ته راغلي وو چې د سبا فکر غونډه کې يې ګډون وکړ، او بیرته ولاړی، ددي له پاره چې خبره کره شي، ضعیف صاحب سره مې اړیکه ونیوله، د انځور اړوند مې ورڅخه پوښتنه وکړه، هغه وویل چې په ۲۰۱۲ زکال کې چې کله په فرانسه کې د سولې اړوند کانفرانس وو، هلته د حکمت کرزي په غوښتنه د هغه پر ځانګړې موبایل دغه انځور اخستل شوې وو.

د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ مې بیا ښاغلی ضعیف ولید، بیا هم هلته ناستو خلکو د ضعیف صاحب د فیسبوک پاڼې خبرې کولي، له څو کلونو راهیسي ځوريږي، کوم داسي چا د ضعیف صاحب په نوم دغه پاڼه جوړه کړي، چې د کندهار لهجه کاروي، او ډیر نږدې همدلته کابل کې به ممکن اوسيږي، ځکه ځينې داسي شیان او افواهات هم خپروي چې په کابل کې يې له نورو څخه اوریدلي وي، د فیسبوک اداره چې ځانګړې معیارونه لري، لاهم تر اوسه د ضعیف صاحب ملګرې نه دی توانیدلي چې دغه جعلي پاڼه بنده شي.

ضعیف صاحب تیر وختونو کې يوه پاڼه په خپل نوم لرله، مګر هغه بنده شوې، اوسمهال هیڅ ډول فیسبوک ادرس نه لري او نه هم په خپل نوم پاڼه لري، کومې خبرې او څرګندوني چې په لاندی لینک کې د ضعیف صاحب په نوم خپريږې هغه جعلي ادرس دی، او د ضعیف صاحب له نوم څخه په ګټې اخستنې د هغو کسانو نظرونه خپروې کوم چې هدایت ورته کوي.

په دي امید چې د ضعیف صاحب خواخوږې په دغه جعلي پاڼه ونه غولیږي، او که ضعیف صاحب هر کار د سولې اړوند کاوو، هغه به له افغان ملت څخه پټ نه وي.

کله داسي هم کیږي چې دغه ډول معلومات ددغې جعلې فیسبوک پاڼې سره مرسته کوي  او لیدونکې يې زیاتیږي، ولي ددی له پاره چې  خلک پوه شي چې دغه پاڼه کوم جعل کوونکې کس جوړه کړي او پرمخ يې وړي، اړینه ده چې معلومات شریک شي، او ممکن په راتلونکې وخت کې به ددغې جعلي پاڼې اړوند ځينې قدمونه واخستل شي.

که دغه لینک هر څوک ویني، لطف وکړئ نور دغه جعلي فیسبوک پاڼه بلاک کړئ، که تاسي د فیسبوک ادارې ته د بلاک خبر ورکړئ او پاڼه بلاک کړئ دابه مرسته وکړي

https://www.facebook.com/Adulsalamzaeef?fref=nf

-
بېرته شاته