(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوست:د نشه يي توکو پر ضد ولسي کمپاين

[04.Jul.2015 - 16:22]

روهي: په هېواد کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پر کمپاينونه ميليونه ډالر لګول شوي، خو کومه نتيجه يې نه ده ورکړي. اوس افغان ملي غورځنګ د دغه توکو پر خلاف ولسي کمپاين پيل کړى. د شنبې (خالي) په ورځ په خوست کې يو شمېر د مدني ټولنو غړو، د پوهنتون محصلينو او ځوانانانو د ملي غورځنګ په نوښت غونډه وکړه او د نشه يي توکو په زيانونو يې خبرې وکړې.

په خوست کې د دغه غورځنګ ولايتي مسؤل ډاکټر سخي سردار وويل، دوى له ديني عالمانو او قومي مشرانو په مرسته د نشه يي مواد پر ضد کمپاين پيلوي. نوموړى وايي، د دوى دا کمپاين به په کليو، جوماتونو او ښوونځيو کې هم ترسره شي.

د خوست د مدني ټولنې غړي نصير احمد روښان هم د نشې پر زيان خبرې وکړې. هغه وويل، دولت بايد د دغه ناوړه توکو سره د مبارزې پر سر لکونو ډالرو د مصرف پر ځاى په باوري مدني نهادونو او ولسي خلکو باور وکړي، څو د نشې په اړه د خلکو اذهان جوړ کړي.

د خوست د مدني ټولنې بل غړي فيض الله غمخور وويل، په خوست کې د نشه يي موادو معتادين ورځ تر بلې په ډيريدو دي. هغه وايي، يوازې په خوست کې د نسوارو کارخانې هره ورځ په په ټنونو نسوار بازار ته وړاندې او خلک يې رانيسي، چې دولت بايد د دې په مخنيوي اقدام وکړي.

په همدې حال کې د خوست د نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ميرنا ګل تڼيو مني، چې په دې ولايت کې ورځ تر بلې د نشه يي توکو استعمال او د هغې قاچاق  په ډيريدو دى. هغه د افغان ملي غورځنګ دغسې ولسي هڅې اغيزمنې بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د خوست پوليسو په دې ولايت کې د نشه يي توکو پر خلاف د ځانګړو عملياتو پيل کړي او وړمه ورځ يې له يوه اندازه نشه يي توکو سره د يوه قاچاقبر د نيولو خبر ورکړ.  

دغه راز تیره  پنځه نۍ (پنجشنبه) په بادغيس کې د افغان ملي غورځنګ څانګې د مخدره توکو له اعتياد او قاچاق سره د مبارزې نړيواله ورځ ونمانځله. په نمانځغونډه کې د ولايت په کچه دولتي چارواکو، له مخدره توکو سره د مبارزې رييس، ديني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالينو او د افغان ملي غورځنګ غړو ګډون کړی وو. ويناوالو د مخدره توکو کر، توليد، قاچاق او اعتياد د هېواد او ولس لپاره لويه غميزه وبلله او ټينګار يې وکړ، چې د دغې ناوړه پديدې پر وړاندې بايد هر اړخيزه مبارزه وشي. ګډونوالو پدې برخه کې مبارزه د هر چا دنده وبلله او ژمنه يې وکړه چې نه ستړې کېدونکې مبارزه به کوي. ويناوالو نيوکه وکړه، چې حکومت او نړيوالې ټولنې د مخدره توکو د کر، توليد، قاچاق او اعتياد پر وړاندې د پام وړ مبارزه نه ده کړې او د يادونې وړ لاسته راوړنه نه لري. ويناوالو له دولت څخه کلکه غوښتنه وکړه، چې له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د فساد مخه ونيسي، کروند ګرو ته د بديل توليد يا  معيشت په برخه کې مرسته وکړي او د معتادينو درملنې ته جدي توجه وکړي.

افغان ملي غورځنګ

-
بېرته شاته