(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زموږ ځوان، زموږ ویاړصفي الله عمرخیل ...

[02.Jul.2015 - 19:39]

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر په همغږۍ او ځوان غږ ټولنې په نوښت زموږ ځوان ، زموږ ویاړ تر سرلیک لاندې ځوان لیکوال او ژورنالست صفي الله عمرخیل د یوې لویې غونډې په ترڅ کې،چې په کې د دغه  والي سربیره ګڼ شمېر ادارو مسؤلینو، مدني ټولنو غړو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی و، ونمانځل شو.

دغه غونډه کې چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د ځوان غږ ټولنې مشر خواجه محمد زیار پرانستوونکې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، ځوان لیکوال او ژورنالست عمرخیل ته یې د نوموړو د فرهنګي هلو ځلو له امله نمانځغونډه جوړه کړې .

ده وویل: (( د لیکوال او ژورنالست صفي الله عمرخیل لیکنې او شعرونه له هر ډول تعصب څخه پاک دي او په دغه برخه کې یې د هیچا پلوي نه ده کړې او همدا راز د ویاندویۍ روانه ژبه لري ))

د میدان وردګو والي حیات الله حیات د ځوانانو له لورې پخپله د دوی نمانځل یو نوی دود وباله او پر دوام یې ټینګار وکړ .

ده عمرخیل د ژورنالیزم په ډګر کې یو هڅاند ځوان وباله او نوموړی ته یې په دغه برخه کې د لا زیات کار کولو لارښوونه وکړه او ژمنه یې وکړه،چې په هره برخه کې به ولایت مقام له نوموړی سره همکار وي .

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ مختار وویل صفي الله عمر خیل لیکوال، ژورنالست ، ژباړن، او شاعر دی خو هیله یې څرګنده کړه،چې نوموړی له یادو څلورو څخه یو د اصلي هدف په موخه وټاکي .

ده زیاته کړه، دغه نمانځغونډه په دې مانا نده،چې د ښاغلي عمرخیل کارونه بشپړ شوي،بلکې کارونه یې اوس له مسؤلیتونو سره پیل شول او له دې وروسته به پخپلو فرهنګي برخو کې لا هم ډېرې هڅي وکړي .

د میدان ټولنو د همغږۍ مرکز مشر اجمل هوډمن هم د ځوانانو په ځانګړې ډول د مدني ټولنو له لورې د فعالو ځوانانو نمانځل یو ښه نوښت وباله او د دغه کار پر دوام یې د ټینګار ترڅنګ هیله څرګنده کړه،چې راتلوونکې غونډې باید د کره کتنې او مقالو برخه هم ولري .

لیکوال،ژورنالست او شاعر صفي الله عمر خیل د خپلو خبرو په ترڅ کې د ده له لورې ترسره شوي فرهنګي کارونه د قناعت وړ ونه بلل او ژمنه یې وکړه،چې په دغه برخه کې به لا ډېر زیات کار وکړي او همدا راز یې د ځوان غږ ټولنې،اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د ولایت مطبوعاتي دفتر څخه مننه وکړه،چې د نوموړی لپاره یې د نمانځغونډې مراسم برابره کړي .

ده د ځوانانو څخه وغوښتل چې د ځان جوړونې ترڅنګ د هېواد جوړونې لپاره کار وکړي او که په دغه برخه کې بریالي شي نو ډیر کسان شته چې ستاینه مو په ورته نمانځغونډه ترسره کړي .

د غونډې په پای کې د ولایت مقام ،ولایتي شورا، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او بېلابېلو مدني ټولنو له لورې برابر شوي ستاینلیکونه ځوان لیکوال او ژورنالست صفي الله عمرخیل ته ورکړل شول .

د یادونې وړده،  زموږ ځوان او زموږ ویاړ تر عنوان لاندې د ځوانانو نمانځغونډو لړۍ د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په نوښت پیل،چې لومړۍ غونډه یې د لیکوال او ژباړن حبیب وقار لپاره نیولې وه،چې دا ځل دغه نوښت د ځوان غږ ټولنې له لورې ترسره شوو .

-
بېرته شاته