(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وردګ: د کوچیانو ۱۲ کورنه سوځولي

[30.Jun.2015 - 19:03]

په وردګو ولایت کې ناپېژانده کسانو د کوچیانو ۱۲ کورنه سوځولي

تېره ورځ ناوخته ناپېژانده کسانو د میدان وردګو په بهسودو  ولسوالۍ کې د کوچیانو۱۲ کورنه او څلور عرادې تراکتورونه سوځولي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي سلام وطندار ته وویل، چې په دې اړه د میدان وردګو والي حیات الله “حیات” امنیتي ځواکونو ته لارښونه کړې، چې د موضوع په تړاو ژر تر ژره پلټنې پیل کړي.

بل خوا د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي محمد شریف هوتک سلام وطندار ته وویل، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په بهسودو او دایمیرداد ولسوالیو کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې پرسر شخړې روانې دي.

هوتک زیاته کړه، چې په دایمیرداد ولسوالې ۹ تنه نور کوچیان هم د ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوي دي.

د وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د کوچیانو مېنې په داسې حال کې سوځول کېږي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د میدان ورد ګو په بهسودو او دایمیرداد ولسوالیو کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې پر سر یو ځل بیا شخړې تازه شوې دي.

ولسمشر غني د میدان وردګو کې د کوچیانو او هزره ګانو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د روان زېږديز کال د (می) په میاشت کې د حاجي دین محمد په مشرۍ د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړو د حل لپاره کمېسیون جوړ کړی و.

افغان ولسمشر دغه کمېسیون ته د یو فرمان په ترڅ کې ویلي وو، چې دغه کمېسیون موظف دی، چې د ۳ میاشتو په موده کې د کوچیانو د ملکیت اسناد وڅېړي، په ټولو سیمو او ولایتونو کې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړې وړ املاک تثبیت او د کوچیانو اسنادو د تایید او د هغوی د ملکیتونو د تثبیت په صورت کې دې، د کوچیانو د ځمکوالۍ لپاره د حل لاره وړاندې کړي.

د یادونې ده، چې د کمېسیون د جوړېدو یوه میاشت پوره کېږي، خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه لیدل کېږي.

د ولسمشر غني د هزاره ګانو او کوچیانو د ستونزو د حواري له پاره پرون ورځ (د جون په ۲۹مه) حضرت صبغت الله مجددي د کوچیانو او هزاره ګانو د شخړو د هواري کمیسیون مشر وټاکه.

دغه کمیسیون له ۵۷ غړو او ۴ کمېټو څخه جوړ شوی دی.

 

-
بېرته شاته