(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې په مخ کې پراته خنډونه او حل لاري

[29.Jun.2015 - 19:15]

 

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

محترم او قدرمن ورور ه!    الله ج دي وکړي چې روغ او جوړ یاست

د سبا فکر تر نامه لاندي چې د څو تنو ځوانانو په هڅو يې کار پېل کړي، د هیواد اړوند د بېلابېلو ستونزو په اړه علمي او څیړنیز بحثونه کوي.

لومړۍ غونډه د اپریل پر ۲۰ مه نیټه د ( د هیواد د پېښو رسنیز پوښښ څرنګوالی، ستونزې او حل لاري ) تر سرلیک لاندي د افغان پوهنتون په د مجلسونو په تالار کې وکړه

دوېمه غونډه  چې د (د سولې اړوند ستونزې او حل لاري:  ۱ – کورنی  بعد ، خنډونه او حل لاري   ۲ - بهرنۍ بعد ، خنډونه او حل لاري) تر سرلیک لاندي په وزیر اکبر خان کي وشوه.

د جولای میاشتې پر  لومړۍ نیټه  درېمه غونډ د (  د سولې په مخ کې پراته خنډونه او حل لاري ) تر سرلیک لاندي به ان شاء الله علمي بحث کيږي.

د سبا فکر  ځوانان تمه لري چې پر دي مهمه موضوع به  دوه مهم سیاسي او پېژندل شوې شخصیتونه هر یو ۲۰ دقیقي خبري وکړي.

کله چې دوه وینال خپلې خبرې وکړي، بیا به په ترتیب سره هر ګډونوال نږدې ۵ دقيقي وخت ولري چې خپل نظر او که پوښتنه لري ويې کړی. دغه برخه به نږدې يو نیم ساعت وخت ونیسي او ټول ټال به دوه ساعته وخت  غونډه وي.

همدې ناستې ته ډیر مهم شخصیتونه راغوښتل شوې، ستاسي قدرمن او محترم څخه په پوره درنښت هیله لرو چې په ناسته کې راسره ګډون وکړئ

موضوع : د سولې په مخ کې پراته خنډونه او حل لاري

لومړۍ برخه:  ۴۰ دقيقې

لومړی ویناوال  به  (۲۰ دقیقې)

د سولې په مخ کې پراته خنډونه او حل لاري

دوېم ویناوال :  به  (۲۰ دقيقې)

د سولې په مخ کې پراته خنډونه او حل لاري

دوېمه برخه:  ۸۰   دقیقې

د ګډونوالو خپل نظرونه او د ویناوالو څخه د موضوع اړوند پوښتنې هر ګډونوال ته ۵ دقيقي وخت ورکول کیږي

وخت: د مازیګر له ۲:۳۰ بجو څخه  تر۵ بجو پورې

ورځ:  چهار شنبېنیټه:  د جولای مياشتې لومړۍ ورځ،  ۲۰۱۵ چې د  سرطان میاشتې له ۱۰ مي نیټې سره سمون لري

ځای: د کتاب او شمعې چوک څخه  د افشار لورته  (لویدیځ لورته )، چپ لاسته لومړی پوخ سړک، راسته لاس لومړۍ کوڅه، دوېم کور، خوشال مېنه

یا داسي: افشار بازار، ۳۰ برج برق، د افشار بازار ، جنوب لورته ننوتی سړک، ښې لاسته لومړی سړک، دوېم کور

داړېکو شمېره   0705400130

-
بېرته شاته